د تقاعد شویو افغان لوبغاړو لوبډله په فرینډشيپ لیجینډز لیګ کې ګډون کوي

د متحده عربي اماراتو فرېنډشيپ ليجنډز سوداګريز کرکټ ليګ کې د افغانستان ليجنډز په نوم نوې لوبډله رامنځته شوه.
 
دا لومړی وار دی چې د افغانستان له پخوانیو لوبغاړو یوه لوبډله جوړېږي او په یو لیګ کې ګډون کوي.
ياده لوبډله د افغانستان پخوانيو لوبغاړو دولت احمدزي، کريم صادق، هستي ګل عابد او يو شمېر نورو پخوانيو افغان لوبغاړو څخه جوړه ده چې لوبډلمشري به يې اصغر افغان کوي.
د دې ليګ نورې لوبډلې د هند، وېسټ انډيز، سريلانکا او پاکستان ليجنډز په نومونو دي، چې سږنی پړاو سيالۍ يې د روان کال فبرورۍ کې په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.
 
د تقاعد شویو افغان لوبغاړو لوبډله په فرینډشيپ لیجینډز لیګ کې ګډون کوي. دا لمړی ځل دی چې یو شمېر پخواني افغان لوبغاړي په داسې یو ټورنمنټ کې د افغانستان څخه د یوې منتخبې لوبډلې په شکل کې ګډون کوي.
ښه اقدام دی، افغانستان اوس په نړیوال کرکټ کې د هرې کچې کرکټ سره تړلی نوم دی، نو لازمه ده چې په هره برخه او ډګر کې په ښه توګه استازیتوب وشي.
 
 
زما د معلوماتو له مخې د یادې لوبډلې مشري به د اصغر افغان په غاړه وي، او نوروز منګل، دولت احمدزي، عبدالله مزاري، نصرت بدخشانی، هستي ګل عابد او نور پخواني لوبغاړي به یې ملګرتیا کوي.
فرینډشیپ لیګ د اربا سپورټس (ARBA Sports Services) لخوا تیر کال په لمړي ځل د دوبۍ په شارجه لوبغالي کې د څلورو لوبډلو تر منځ ترسره شو چې د کرکټ د نوموتو ستورو تر څنګ د هندي سېنما بعضې لوبغاړو هم په یاد لیګ کې ګډون کړی وو. سږ کال د ګډونوالو لوبډلو شمېر شپږو لوبډلو ته زیات شوی چې یوه یې د افغانستان لیجنډز لوبډله ده.
افغان لیجنډز لوبډلې ته بخت او چانس!