افغانستان به د چمپينز ټرافۍ په نيمه پايلوبه کې هم وي

د افغانستان ملي لوبډلې کپتان حشمت شاهدي له يو هندي ژورنالست سره په يوټيوب کانال تازه مرکه کې ويلي چې تير کال په هند کې په نړيوال جام کې پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته يې پرځان باور نور هم ډير شوی او اوس ورته ددغې لوبډلې ماتول ډير سخت نه دي.
حشمت شاهدي ويلي، په تير نړيوال جام کې له لوبې وړاندې افغانستان له پاکستان سره ډيرې سختې لوبې ترسره کړې او تر ورستيو پورې به چا باور نه کولو چې کومه لوبډله به بريالۍ کيږي، هغه وايي، په تيره کې به دوی په وروستۍ شيبه کې احساسات کنټرول نه کړل او ګټلې لوبه به يې له لاس څخه ووتله.

د افغانستان د يوورځنيو او ټيسټ لوبو کپتان حشمت زياتوي چې دی خوش قسمته و چې د لوبډلې کپتان و او په نړيوال جام کې يې په بشپړ حاکمیت سره د پاکستان په وړاندې تاريخي بريا خپله کړه.
کله چې له حشمت څخه وپوښتل شو، چې کومه لوبه کې د پاکستان په وړاندې يوورځنيو لوبو نړيوال جام او که د اسټراليا په وړاندې شل اوریز نړېوال جام کې بريا ډيره مهمه او په زړه پورې وه؟
حشمت يې ځواب کې وويل دواړه ډيرې مهمې برياوې وي، خو د پاکستان په وړاندې بريا بيخي په زړه پورې وه او خلک ډير خوشحاله و.
له حشمت شاهدي چې پاکستان کې د راتلونکې ۲۰۲۵ کال چمپينز ټرافۍ په تړاو پوښتنه وشوه، شاهدي يې په ځواب کې افغانستان، هند، اسټراليا او انګلينډ څلور د نيمه پايلوبې لوبډلې يادې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې د نړيوالې درجه بندۍ ټاپ لوبډلو ته په ماتې ورکولوسره اوس په سپين بال لوبو کې ډيره پياوړې لوبډله حسابيږي.