عمان ته د افغانستان ايميرجينګ لوبډلې سفر

د افغانستان کرکټ بورډ څو اوونۍ وړاندې د افغان ابدالیانو ( ايميرجينګ ) لوبډلې لپاره ۲۴ کسیزه نوملړ انتخاب کړ، چې د کرکټ بورډ د خبر په اساس په دغه نوملړ کې د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د قوش تپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ غوره لوبغاړي هم شامل و چې د روان کال په ترڅ کې به د روزنيزو کمپونو کې همدغه لوبغاړي برخه اخلي او هم به ترې آسيا جام لوبو ته لوبډله غوره شي.
بلخوا د کرکټ اسيايي شورا تيره ورځ د ايميرجينګ آسيا جام سياليو نوملړ اعلان کړ، چې له مخې به دغه ټورنمنټ د عمان په کوربه توب په شل اوريزه بڼه د راتلونکې اکتوبر مياشتې په اتلسمه نيټه پيل شي.
په ياده ټورنمنټ کې به د افغانستان په ګډون اته آسيايي( الف) لوبډلې د يو بل په وړاندې ولوبيږي او د مهالوېش د ګروپ بندۍ په اساس به د افغانستان سريلانکا، بنګله دېش او هانکانګ لوبډلې په الف ګروپ کې، هند، پاکستان، متحده عربي امارت او عمان لوبډلې په(ب) ګروپ کې قرار لري.

افغان ايميرجينګ لوبډله دغو لوبو ته د چمتوالي په پار څو ورځې وړاندې په کندوز کې له روزنيز کمپ څخه راستانه شوه او ممکن راتلونکې څو ورځو کې عمان ته خپل سفر پيل کړي، ځکه افغان الف لوبډله به د راتلونکې اکټوبر مياشتې په لومړیو کې د کوربه عمان، هانګ کانګ او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په څلور اړخیزه سيريز کې برخه واخلي. د څلور اړخیزې سيريز له پای ته رسيدو وروسته به افغان لوبډله مستقمآ د الف لوبډلو اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان الف لوبډلې ۲۴ کسیز نوملړ:
صدیق الله اتل، زبید اکبري، وفي الله تره خېل، حسن عیسی خېل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، اعجاز احمد احمدزی، صدیق الله پاچا، محمد اسحاق، نعمان شاه، شرف الدین اشرف، ننګیال خروټی، کریم جنت، شمس الرحمن، قیس احمد، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، عبدالرحمن رحماني، محمد سلیم ساپی، بلال سمیع، یما عرب، فریدون داودزی، بشیر احمد او محمد اکرم.