هندوکش سټرایکرز لوبډلې د اېکس بول واخان ملي شل اوریز جام اتلولي وګټله.
دا کورنۍ شل اوریزې سیالۍ د جون په ۲۸مه کندز ولایت کې پیل او د جولای په اوومه نېټه د هندوکش لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسیدې.
هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لېجېنډز د سږ کال ملي شل اوریز لیګ ګډون کوونکې لوبډلې وې.
پایلوبې ته پامیر لېجېنډز او د ماهیپر ستورو لوبډلې وتلې وې.
د لوبې پچه پامیر لېجېنډز لوبډلې لوبډلمشر ننګیال خروټي وګټله او د لومړي توپوهنې پرېکړه یې وکړه او مقابلې لوبډلې ته یې د ۹۸ منډوهدف وټاکه. په توپ وهنه کې نورالرحمن ۳۱ او ننګیال خروټي ۲۳ تر ټولو ډیرې منډې ترسره کړې. بلخوا په توپ اچونه کې د هندوکش لپارهطارق ستانګزي، عبدالله ترخیل او دولت ځدران هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول. په پایله کې هندوکش سټرایکرز وکولی شول د یوې پهزړه پورې لوبې وروسته د یوې وېکټې په توپیر پامیر لوبډلې ته ماته ورکړي او د روان شل اوریز جام اتلولي خپله کړي.
د هندوکش لوبډلې لپاره زبید اکبري تر نورو ډیرې ۲۶ منډې ترسره کړی .
په دې ټورنمنټ کې تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی ذبید اکبري وو چې د هندوکش سټرایکرز لپاره یې ۱۶۷ منډې ترسره کړې. او تر ټولومخکښ ویکټ اخیستونکي یما عرب وو چې د خپلې لوبډل لپاره یې ۱۱ لوبغاړي وسوځول. د پای لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدران وټاکلشو چې د څلور منډو په ورکولو یې دوه لوبغاړي وسوځول.
او د جام غوره لوبغاړی فرمان الله صافی وټاکل شو.
یاد شل اوریز جام هېواد کې د کرېکټ په وده او د ځوانو استعدادونو په پیدا کېدو کې مهم رول لوبولی دی.