د امریکا مېجر لیګ سږنۍ سیالۍ د روانې جون میاشتې په دولسمه نېټه درې ورځې وروسته پیلیږي.
د مېجر لیګ ټولې لوبې د ټېکزاس، کلېفورنیا او فلورېډا ایالتونو په لوبغالو کې پلان شوي دي.
د سږکال لپاره یو شمېر افغان لوبغاړي هم په دغه لیګ کې اخیستل شوي، خو تازه اندېښنه امریکا ته د ځینو هېوادونو د وګړو په سفر بندیز دی چې افغانستان هم په کې شامل دي.
هم مهاله دوه افغان لوبغاړي«نوین الحق او نور احمد» د مېجر لیګ د لوبولو لپاره امریکا ته تللي او په تمریناتو بوخت دي.
په ټوله کې به سږکال اووه افغان لوبغاړي د مېجر لیګ برخه وي. راشد خان، عظمت الله عمرزی او نوین الحق د ممبۍ انډینز نیویارک لپاره، وقار سلامخیل، ګلبدین نایب او فضل الحق فاروقي د سېټلاورکاس او نور احمد لکڼوال به له ټیکزاس سوپر کېنګ سره ولوبیږي.
په همدې حال کې د امریکا مېجر لیګ د نړۍ یو له نویو او پرمختللو شل اوریزو لیګونو دی، چې درې کاله وړاندې امریکا کې په لاره واچولشو.
دا لیګ په ۲۰۲۳ کال رسماً پیل شو، چې په امریکا کې یې د کرېکټ په وده مهمه اغیزه لرلې ده. داسې چې امریکا په لومړي ځل یو لوی ټورنمنټ ( ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام) کې د یوې حیرانوونکې لوبې وروسته د پاکستان په څېر تکړه لوبډله په سوپر اوور کې له ماتېسره مخ کړه.
لاس انجلیس نایټ رایډرز، ممبۍ انډینز نیویارک، ټیکزاس سوپر کېنګ، سېټل اورکاس، سن فرانسیسکو یونیکورن او واشېنګټن فریډم هغه شپږ لوبډلې دي چې په دې لیګ کې لوبیږي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر نوموتي او تکړه لوبغاړي لکه راشد خان، نیکولاس پوران، ټرېنټ بولټ، جېسن رای، کېرن پولارډ، هېنرېک کلاسن، حارث رؤوف او داسې نور د دې لیګ برخه دي.
په لومړي کال د لیګ اتلولي د ممبۍ انډینز نیویارک لوبډلې وګټله چې د لوبې غوره لوبغاړی ویسټ انډیزی (نیکولاس پوران) وټاکلشو.
په ۲۰۲۴ کال کې واشنګټن فریډم لوبډلې د ( سټیف سمېت ) په لوبډلمشرۍ وکولی شول د دې لیګ اتلولي خپله کړي او د لوبې غوره لوبغاړی هم لوبډلمشر سمېت خپله وو.