د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو مخینه

د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ څه ډول سيالۍ دي؟ څه وخت رامنځته شوې؟ او په کوم اساس په کې لوبډلې تر پايلوبې او اتلولي رسيږي؟

په ۲۰۱۰م کال کې د کرکټ نړيوالې شورا وغوښتل چې په ټيسټ سياليو کې هم د لوبډلو ترمنځ يو ايوينټ رامنځته کړي، ترڅو د ټيسټکرکټ ارزښت وساتي او لوبډلې او لوبغاړي هم ټيسټ کرکټ ته شاه نه کړي، خو دغه نظريه بيا هغه وخت عملي نه شوه او د کلونو په ځنډپه ۲۰۱۹م کال کې د ټيسټ لوبو اتلولۍ په نوم، سيالۍ پيل شوې، چې د ټيسټ لوبو مخکښو نهه هيوادونو پکې ګډون درلوده، دغه ايوينټ تهدوه کاله وخت ورکول شو او هر هيواد ته شپږ ټيسټ سيريزونه ورکول شو، چي درې پخپل کوربتوب او درې له کوره دباندې ترسره کړي.

د دوه کلونو په اوږدو کې د هرې لوبډلې د کارکردګۍ په اساس دوی ته نومرې ورکول کيږي چې د نومورو په جدول کې مخکښې دوهلوبډلې د ټيسټ لوبو اتلولۍ پايلوبې ته لاره پيدا کوي او بيا يې ترمنځ په ټاکلې نيټه پايلوبه ترسره کيږي.

د ټيسټ لوبو اتلولۍ په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۱۹م کال کې پيل او په ۲۰۲۱م کال کې يې پايلوبه د هند او نيوزيلينډ ترمنځ په انګلينډکې ترسره شوه، نيوزيلينډ لوبډلې پکې بريا خپله او د لومړۍ لوبډلې په توګه يې د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولي خپله کړه.

د ټيسټ لوبو اتلولۍ دوهم پړاو د همدغه نهه مخکښو لوبډلو ترمنځ په ۲۰۲۱م کال کې پيل شو، چې په ۲۰۲۳م کال کې يې پايلوبې ته بياهم هند او اسټراليا لوبډلو لاره پيدا کړه او بيا هم د انګلينډ په لارډز لوبغالي کې دغه پايلوبه کې اسټراليا بريا خپله کړه او د اتلولۍ جاميې پخپل نوم کړ.

د ټيسټ لوبو اتلولۍ دريم پړاو بيا هم د نهه لوبډلو سويلي افريقا، اسټراليا، هند، نيوزيلينډ، انګلينډ، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش اوويسټ انډيز ترمنځ په ۲۰۲۳م کال کې پيل شو چې پکې پايلوبې ته په لومړي ځل سويلي افريقا او دفاعي اتلې اسټراليا لاره پيدا کړه،کومه پايلوبه چې هم دا مهال د انګلينډ په لارډز تاريخي لوبغالي کې روانه ده.

د يادولو وړ ده چی د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ ته د ترتيب شوې پلان له مخې به دغه سيالۍ په راتلونکېدوه کلونو کې په همدغه اساس مخ ته ځي.