د هند او انګلېنډ ترمنځ د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو په چوکاټ کې ټېسټ لوبلړۍ

ټاکل شوې د هند او اېنګلنډ لوبډلې د ۲۰۲۵۲۰۲۷ کال ټېسټ اتلولۍ په درشل کې خپله لومړۍ لوبه د روانې زېږدیزې میاشتې په شلمهنېټه په اېنګلنډ کې پیل کړي.

په یاد سفر کې به پنځه لوبې ترسره شي، چې شوبمن ګېل به د روهېت شرما له استعفا وروسته په لومړي ځل ټېسټ لوبو کې د هندۍلوبډلې لوبډلمشري په غاړه ولري.

د هند لوبډله کې د لوبډلمشر ګېل سره وېکټ کیپر ریشب پنټ، کې اېل راهول، سای سودارشن، یاشاسوي جېسوال، ابیمانیو ایسواران،کارون نایر، نتېش کومار رېدي، روېندرا جډېجا، واشېنګټن سوندر، شاردول ټاکور، جسپرېټ بومرا، محمد سراج، پراسید کرېشنا، اکاشډیپ، ارشډیپ سېنګ، هرشیت رانا، کلدیپ یادوف او درو جوریل لوبغاړي د پینځلس کسیز نوملړ برخه دي، او د اېنګلنډ لوبډله کې به بېنسټکوکس لوبډلمشر، اولي پاپ، هېري بروک ، جایکوب بېټل، شعېب بشیر، بېن ډکېټ، زاک کراولي، سام کوک، براېډون کارس، جوش ټانګ،جېمي سمیت،جو روټ، جېمپ اوورټن او کرېس ووکس ولوبیږي.

دا به لومړۍ ټېسټ لوبه وي چې هند لوبډله به یې د دوو تکړه لوبغاړو روهېت شرما او وېرات کوهلي په نشتون ترسره کوي.

نوموړو لوبغاړو له خپل بریالي سفر وروسته څه موده وړاندې خپل ټېسټ کېریر ته د پای ټکی کېښود.

دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبغاړو په تېره بیا د ویرات کوهلي له استعفا وروسته ګڼو مینوالو او د کرېکټ مبصرینو د دې پرېکړې پهاړه خواشیني څرګنده کړې او وایي چې په دې فارمټ کې به یې تشه په لوبغالي کې تر ډېره محسوسه شي.

تازه د اېنګلنډ لوبډلې تکړه لوبغاړي جو روټ هم د کوهلي د نشتون په اړه ویلي چې نوموړی به د کوهلي له هغو شوخیو بې برخې وي چېورسره به یې په لوبغالي کې ترسره کولې.

په ورته وخت، د هند لوبډلې تکړه توپ وهونکی کېرون نایر هم له ۸ کلونو ځنډ  وروسته یو ځل بیا وتوانېده د دې لوبډلې د ټېسټ لوبو پهسکواډ کې ځای خپل کړي.

د مرستیال لوبډلمشر ریشب پنټ په وینا ګېل به په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په څلورم پوزېشن او خپله پنټ به په پنځم پوزېشن ولوبیږي.

دواړو لوبډلو تر دې دمه ۱۳۶ ټېسټ لوبې ترسره کړي چې په کې د اېنګلنډ لوبډلې د بریا کچه زیاته ده او ډېرې لوبې یې ګټلي.

دا لوبې په داسې حال پیل کیږي چې څو ورځې وړاندې د نړېوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ درېیم پړاو د سویلي افریقا لوبډلې په بریا پای تهورسېده.

یادې لوبډلې ۲۷ کاله وروسته په لومړي ځل د آی سي سي یو نړیوال ټورنمنټ کې اتلولي وګټله، دا لوبه د آسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځپه لورډز لوبغالي کې ترسره شوه.

د تیر ۲۰۲۳۲۰۲۵ کال د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ په نوملړ کې هند په دریېم او اېنګلنډ په پنځم مقام کې ځای لري.

دا لوبلړۍ به سبا د جمعې په ورځ پیل او په پنځو بېلابېلو لوبغالو کې به ترسره شي.