د هند غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د پېرنې له حیرانوونکو قوانینو خبر شئ!

تيره ورځ په د هند په بېنګلور ښار کې د هند پريميرليګ آی پي ايل لپاره د دغه ليګ د عمومي کميټې د غړو ترمنځ د ۲۰۲۵پړاو لپاره غونډه ترسره شوه، چې پکې د لوبغاړو د بولۍ او له بولۍ وړاندې ځينې اصول وټاکل شو.
د ټاکل شويو اصولو له مخې به هره لوبډله له بولۍ وړاندې پنځه لوبغاړي له ځان سره ساتلی شي او يو RTM کارډ استعمالولی شي.
آر-ټي- ايم کارټ په دې معنی چې د يوې لوبډلې لوبغاړی (چې په ۲۰۲۴ کې ورته لوبېدلی) که په بولۍ کې بله لوبډله واخلي، دوی به حق ولري چې د ار ټي ايم له لارې يې په هماغو پيسو بېرته واخلي په کومو چې بلې لوبډلې اخيستی دی.
بلخوا په مخکې پړاوونو کې ساتل کيدونکو لوبغاړو کې محدويت و او د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو توازن به نظر کې نيول کيده، خو دا ځل په ساتل کيدونکو لوبغاړو کې محدويت له منځه تللی، يوه لوبډله کولی شي ټول بهرني يا ټول هندي لوبغاړي له ځان سره وساتي.

همدارنګه هره لوبډله به بولۍ کې د لوبغاړو اخيستلو لپاره ۱۲۰ کروړه هندۍ کلدارې په بټوه کې له ځان سره ولري، چې هره لوبډله به له ۱۲۰ کروړو څخه ۷۵ کروړه په ساتل کيدونکو لوبغاړو مصرفوي.
دا ځل لوبغاړو ته هم لوړ ميچ فيسونه ورکول کيږي او هر لوبغاړي ته به د يوې لوبې ميچ فيس ۷.۵ لک هندي کالدارې ورکول کيږي.
همدا ډول د راتلونکې پړاو هند پريميرليګ آی پي ايل لپاره لوبډلو ته د اکتوبر مياشتې ۳۱مه وروستۍ نيټه ټاکل شوې ترڅو له بولۍ وړاندې خپل ساتونکي لوبغاړي اعلان کړي.
په پام کې ده د ۲۰۲۵ کال هند پريميرليګ آی پي ايل لپاره د بولۍ مراسم د نومبر مياشتي په ورستيو کې له هند څخه بهر ترسره شي.