د ټيسټ اتلوليو لوبډلو ته د نغدي امتیازاتو زیاتوالی

د ټيسټ اتلوليو نهه لوبډلو ته د نغدي جايزو په ورکړه کې دوه برابره زياتوالی راغلی.

خو هره لوبډله به څومره پيسي ترلاسه کوي؟

د کرکټ نړيوالې شورا تيره ورځ د ۲۰۲۳۲۰۲۵ کلونو درېيم پړاو نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ ګډونوالو نهه لوبډلو ته د نغدي جايزو رقم اعلانکړ، چې د تيرو دوه پړاونو په پرتله په کې دوه برابره زياتوالی راغلی دی.

د کرکټ نړيوالې شورا په هرو دوه کلونو کې يوځل د ټيسټ اتلولۍ په نوم د نهه لوبډلو ترمنځ يو ټورنمنټ ترسره کوي، چې دوه کاله دوام کوياو دوه مخکښې لوبډلې يې پايلوبې ته لاره پيدا کوي، چې د پايلوبې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکول کيږي او اتله حسابيږي.

اوس له ۲۰۲۳۲۰۲۵م کلونو د نړيوالو ټيسټ لوبو اتلولۍ پايلوبې ته سويلي افريقا او اسټراليا لوبډلو لاره پيدا کړې ده.

چې د پايلوبې ګټونکې لوبډلې ته به ۳.۶ میلیونه ډالر ورکول کيږي، د دوهم مقام لوبډله به بيا ۲.۱۶ میلیونه ډالر نغدې جايزه ترلاسه کړي.

په درېیم مقام چې هندۍ لوبډله ده ۱.۴۴ میلیونه ډالر به ورکول شي.

څلورم مقام چې د نیوزیلینډ دی ۱.۲ میلیونه ډالر به ترلاسه کړي.

په پنځم مقام چې انګلينډ دی ۹۶۰ زره ډالر به ورکول شي.

شپږم مقام چې سریلانکا لوبډلې خپل کړی ۸۴۰ زره ډالر به ترلاسه کړي.

اووم مقام چې د بنګله‌دېش دی ۷۲۰ زره ډالر به ورکول شي.

اتم مقام چې د ویسټ انډیز دی ۶۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي.

وروستی نهم مقام چې پاکستان لوبډله په کې قرار لري ۴۸۰ زره ډالر به ترلاسه کړي.

د يادولو ده چې پايلوبه به د سويلي افريقا او استراليا ترمنځ د انګلينډ په لارډز تاريخي لوبغالي کې د راتلونکې جون مياشتې په ۱۱مهنيټه پيل شي.