د ګیانا امازون لوبدلې اتلولي او رحمن الله ګربز د پایلوبې غوره لوبغاړی

ګیانا امازون واریرز لوبډلې د ګلوبل سوپر لیګ اتلولي وګټله.

د ګلوبل سوپر لیګ سیالۍ چې د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د نړۍ پنځو لیګونو د اتلو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د روانې میاشتې په۱۸مه نېټه د ګیانا امازون واریرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

پایلوبې ته د ابراهیم ځدارن لوبډلې رنګپور رایډرز او د رحمن الله ګربز اړوند لوبډلې ګیانا امازون واریرز لوبډلو لار موندلې وه.

د لوبې پچه ګیانا لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

د ګیانا لوبډلې توپوهونکو ښکلې لوبه وکړه رحمن الله ګربز په ۳۸ توپونو ۶۶ منډې، جانسن چارلس په ۴۸ توپونو ۶۷ منډې او روماریوشېپرډ ۲۸ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې . په ځواب کې د رنګپور رایډرز لوبډلې د افتخار احمد ۴۶ او سیف حسن ۴۱ منډو پر مټ یواځې۱۶۴ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۳۲ منډو په توپیر وبایلله.

رنګپور رایډرز چې د تېر سیزن اتله لوبډله وه ویې نشو کولی د خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړي.

د پایلوبې غوره لوبغاړی رحمن الله ګربز وټاکل شو چې په ۳۸ توپونو یې د څلورو شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ چټکې ۶۶ منډې ترسره کړېوې، په داسې حال کې چې عمران طاهر د ۱۴ وېکټو په اخیستو د ګلوبل سوپر لیګ غوره لوبغاړی ونومول شو.

لدې سره سره رحمن الله ګربز د ۱۳۹ منډو په جوړولو د یاد لیګ مخکښ منډې جوړونکې لوبغاړی وو.

د یاد لیګ په ترسره شوي دویم پړاو کې شپږ افغان لوبغاړو هر یوه رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدران، ګلبدین نایب، محمدنبی او ابراهیم مسعود اخیستل شوي وو.