د ۲۰۲۵ز کال آی پي اېل له پیله تر پایه

د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ چې د مارچ میاشتې پر ۲۲مه نېټه پیل شوی وو، له څه باندې دوو میاشتو وروسته د جون پر ۳مه نېټه پای تهورسېد.

پایلوبه یې د بنګلور او پنجاب لوبډلو تر منځ د هند احمدآباد ښار په (نرېندرا مودي) لوبغالي کې ترسره شوه.

د آی پي اېل سیالیو ۱۸م پړاو کې لسو لوبډلو ګډون کړی و چې له ګڼو ننګونو سره سره بلاخره د بنګلور لوبډلې اتلولي وګټله.

د هند غوره لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دوه داسې لوبډلې پایلوبه کې ولوبېدې چې تر دې دمه یې د دغه ستر سوداګریز لیګ اتلولينه وه خپله کړې.

پنجاب او بنګلور دواړه هغه لوبډلې وې، چې تر اوسه یې پایلوبه نه وه ګټلې.

پنجاب لوبډلې دوه ځلې او بنګلور څلور ځلې تر پایلوبې ځان رسولی و،  خو له ماتې سره مخ شوې وې. بنګلور لوبډلې وکولی شول پهڅلورم ځل فاینل ته په رسېدو پنجاب ته ماته ورکړي او د لومړي ځل لپاره د لیګ اتلولي په خپل نوم کړي. پنجاب لوبډلې د پچې په ګټلو دتوپ اچونې پرېکړه وکړه. بنګلور د نهه لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې یې پنجاب لوبډلې د ۷لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې ترسره کړې او د شپږو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د پایلوبې لوبېدونکې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز او سنرایزر حیدرآباد سږکال یواځې تر لیګ سټېجهورسېدې او له مخکې تګ پاتې شوې.

په پایلوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی ( کرونل پانډیا )  ، او د لیګ غوره لوبغاړی د ممبۍ لوبډلې تکړه توپوهونکی ( سوریا کومار یادوف ) ونومول شول.

په سږکال آی پی اېل کې هم د نورو کلونو په څېر یو شمېر افغان لوبغاړي په بیلابیلو لوبډولو کې ولوبېدل. راشد خان او کریم جنت دګجرات لوبډلې، نور احمد د چېنای سوپرکېنګ لپاره، فضل الحق فاروقي د راجستان، رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، عظمت اللهعمرزی د پنجاب لوبډلې لپاره او مجیب الرحمن د ټپي شوي الله محمد غضنفر پرځای د ممبۍ لوبډلې په ګټه ولوبېدل.

د لیګ په وروستیو لوبو کې د ډهلي لوبډلې د انګرېز لوبغاړي( هېري بروک )له ټپي کېدو وروسته  له ځوان افغان لوبغاړي صدیق الله اتلسره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

اتل په وروستیو درېیو لوبو کې د ډهلي لوبډلې برخه وو، خو یواځې یوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

په ورته وخت کې ډهلي لوبډلې وویلي وو، که چېرې دا لوبډله نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي نو بل افغان لوبغاړی ګل بدین نایب به هم له دغېلوبډلې سره یوځای شي. دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین نایب تېر کال هم د دې لوبډلې غړی وو.

د سږکال هند غوره لیګ په وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي کړکېچ تاو تر کرېکټ هم راورسېد چې، له امله یې د لیګسیالۍ د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شوې او ډېر لوبغاړي یې خپلو هېوادونو ته ستانه شول. د لوبو د بیا پیل سره ګڼ لوبغاړي له خپلو لوبډلوسره يوځای او یو شمیر نورو یې د خپلو «ملي مسولیتله امله د لیګ پاتې سیالیو سره پرېکون وکړ.

د افغان لوبغاړو له لوري نور احمد لکڼوال له نورو لوبغاړو ښه وځلېده او د لیګ لوبو تر پایه یې د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو ترمنځ د۲۴ لوبغاړو په سوځولو لومړی مقام خپل کړی و.

عظمت الله عمرزي هم په خپلې هر اړخیزې لوبې، د پنجاب لوبډلې لپاره پایلوبې ته په رسېدو کې مهمه ونډه لرله او په ایلېمنېټور کې یې دممبۍ لوبډلې دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

د ګجرات لوبډلې سره له دې چې ویې نشو کړای پایلوبې ته ځان ورسوي، خو بیا یې هم لوبغاړي د ډېرو وېکټو اخیستو او ډېرو منډوترسره کوونکو لوبغاړو ترمنځ د جدول په سر کې ځای خپل کړی، چې له ډلې یې سای سودرشن د (۷۵۹) منډو او پراسید کرېشنا د (۲۶) لوبغاړو په سوځولو لومړي مقامونو خپل کړي، او افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد د ۲۴ لوبغاړو په سوځولو دویم مقام کې ځای لري.

د هند غوره لیګ سیالۍ له ۲۰۰۸م کال راهیسې هر کال ترسره کیږي، چې چینای او ممبۍ لوبډلې تر نورو لوبډلو ډېر پنځه، پنځه ځلې ددې لیګ اتلولي ګټلی ده.