د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټیسټ سیالۍ د نه ترسره کېدو، په صورت کې احتمالي پایلې څه دي؟

د پواینټونو ناغه؟ د ټېسټ اتلولۍ سیالیو کې حسابیږي او که نور؟

د ټیسټ سیالیو د شرایطو پر بنسټ، د ټیسټ اتلولۍ په ګډون، لغوه یا ناتکمیل شوې ټیسټ سیالۍ معمولاً مساوي اعلانیږي هغه لوبډلې چې د ټیسټ اتلولۍ لپاره لوبیږي دواړه له یو بل سره پواېنټونه شریکوي. خو ځینې وخت کوربه لوبډله د جریمې سره هم مخ کېدلی شي.

د ټیسټ سیالیو لپاره په وضع شويو قوانینو کې په ښکاره ډول ویل شوي: “یوه لغوه (ناترسره شوې) سیالۍ باید مساوي اعلان شي، خو که چېرې د لوبې د نه ترسره کېدو لامل نامناسب (ویشتنځای) یا د ډګر بهرنې برخه وي، کوربه لوبډله باید جریمه/ناغه شي، او د ګټلو پواېنټونه میلمه لوبډلې ته ورکړل شي”

‎ خو دا چې اوس لوبڅار لوبه د هوا د خرابوالي یا ورښت له امله لغوه اعلانوي او که د نامناسب میدان یا د خراب ویشتنځای له کبله، تراوسه معلومه نه ده. ځکه په لومړۍ ورځ باران نه وو خو د ویشتنځای او میدان حالت دومره خراب وو چې نږدې یوه/یوه نیمه ورځ کې لوبې ته چمتو نه شو. بل لور د میدان د وچولو اسانتیاوې هم خورا محدودې وې. نو ځکه، سره له دې چې د لوبې د نه کېدو اصلي لامل باران وو خو که میدان په معیار برابر او د وچولو اسانتیاوې یې موجودې وی، ښایي یو څه برخه لوبه ترسره شوې وه.

‎که چېرې د لوبې د نه کېدو لامل خراب ویشتنځای/میدان بلل کیږي، کوربه بورډ او اداره له کومو مجازاتو سره مخ کیږي؟

‎اوس مهال نیوزیلنډ د ټیسټ اتلولۍ لپاره لوبیږي او افغانستان د یادې لړۍ برخه نه دی، نو ځکه دا سیالۍ د ټیسټ اتلولۍ سیالیو برخه نه ګڼل کیږي، د پواېنټونو ناغه/جریمه په هیڅ لوري کومه مستقیم اغیز نه کوي. خو د دې لوبه نه ترسره کېدل حتمي د افغان کرېکټ بورډ باور، حیثیت او دریځ تر پوښتنې لاندې راولي، چې ولې د دومره مهمې سیالې په لاره اچولو او ترسره کولو کې بې غوري شوې.
ولې داسې لوبغالی ټاکل شوی چې هندي بورډ له ۲۰۱۷ کال راهیسې په تور نوملړ کې اچولی او په تیرو کلونو کې د افغانستان له سیالیو پرته، د نورو کومو نړیوالو سیالیو کوربه نه وو. که لوبغالی د هندي بورډ په هوکړه ټاکل شوی وي، ولې هندي بورډ د خپل تور نوملړ او په معیار نابرابر لوبغالی دې مهمې سیالۍ ته وقف کړ، هغه هم د امتیاز په بدل کې!؟

‎له نیوزیلنډ سره د یوازنۍ ټیسټ سیالۍ ارزښت:
‎دا د افغانستان لپاره یوازې یوه ټیسټ سیالۍ یا کومه عادي لوبه نه وه. د افغانستان په څیر یوه نوې لوبډله چې تر اوسه یې په دې فارمټ کې خورا محدودې لوبې کړي، او هڅه کوي په دې سخت ډګر کې خپل ځای ومومي، د نیوزیلنډ په څېر پیاوړې لوبډلې ته چې د ټیسټ اتلولي یې ګټلې، دا سیالۍ یو طلایي چانس وو. نیوزیلنډ په داسې حال کې دې سیالۍ ته غاړه کېښوده چې له بېلابېلو اړخونو پرې فشار وو چې ”په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض له امله” له دې سیالۍ په شا شي. خو له دې هر څه سره سره یې خپله ژمنه پوره او افغان بورډ سره یې وفا وکړه. دې سیالۍ ته باید تر بلې هرې ټیسټ سیالۍ زیات ارزښت ورکړل شوی وی. افغانستان تیرې درې ټیسټ لوبې په خورا لوړ توپیر بایللي. دغو پایلو ته په کتو لازمه وه چې دې سیالۍ ته په غور پلان نیول شوی وی، او د وخت او ځای په ټاکلو کې یې جدي پاملرنه شوی وی، لنډه دا که نیوزیلنډ په دې سیالۍ کې مات شوی نه وو، نو ننګول شوی به وی.

اوس پوښتنه دا ده چې، ایا د دې سیالۍ خراب تنظیم ته په کتو، بیا ځلې بهنیوزیلنډ ټیسټ لوبې ته غاړه کېږدي؟

په راتلونکي کې باید څه باید وشي؟

افغانستان باید د کرېکټ اساسي فارمټ (ټیسټ) ته ځانګړې پاملرنه وکړي. تر دې دمه یې یوازې په نهه بېلابېلو لوبغالو لس ټیسټ سیالۍ کړي. د ټیسټ سیالیو د کوربتوب یو مهم اړخ دا وي چې کوربه لوبډله ویشتنځای تر ډیره په خپله خوښه د خپلې لوبډلې د پیاوړتیا مطابق چمتو کړي، ځکه خو په دې فارمټ د هرې کوربنې لوبډلې ماتول ستونزمن کار وي. افغان کرېکټ بورډ باید د ټیسټ سیالیو لپاره ځانګړي لوبغالي په نظر کې ولري، چیرې چې مقابل لوری ننګول کېدی شي، نه دا چې هره سیالۍ په جلا-جلا میدانونو کې ترسره شي.
هغه هیواد چې په کور دننه په خپلو میدانونو کوربتوب نه شي کولی، باید د کور بهر کوربتوب لپاره مشخص لوبغالي په نظر کې ولري تر څو ښې لوبې وکړي، او د ټیسټ اتلولۍ د لوبولو دریځ خپل کړي.

افغانستان هغه وخت په پوره معنی ځان د کرېکټ بشپړ غړی هیواد بللی شي چې په ټیسټ فارمټ کې د سیالانو سیال شي. په بشپړ غړیتوب اخیستلو کې یوه لوبډله د ټیسټ سیالیو دریځ ترلاسه کوي، د بشپړ غړیتوب ساتل او ثابتول په ټېسټ فارمټ کې په ښو لاس ته راوړنو کیږي، ښې لاس ته راوړنې په پیاوړې لوبډله کیږي او پیاوړې لوبډلې په وړتیا پوره لوبغاړو جوړیږي. زموږ وړتیا لرونکي لوبغاړي ډیری وخت له ټیسټ سیالیو ځان څنګ ته کوي. کرېکټ بورډ باید په داسې قانون کار وکړي چې له مخې یې لوبغاړي د سوداګریزو لیګونو او ملي لوبو (په ځانګړې توګه ټیسټ) سیالیو ترمنځ انډول وساتي.