دا لومړی ځل دی چې يو افغان توپ وهونکی په يو ورځنيو لوبو کې دغه مقام خپلوي

د کرکټ نړیوالې شورا په اعلان شوې تازه درجه‌ بندۍ کې افغان لوبډله او لوبغاړي مخکې راغلي.
افغانستان ملي لوبډله په نړيوالو یو ورځنیو لوبو کې د سوېلي افریقا د سيريز وړاندې په لسم مقام کې قرار لرلو؛ خو دغه سيريز کې ۲-۱ بريا وروسته اوس نهم مقام ته پورته شوې او نهم مقام يې خپل کړی.
بلخوا په لومړي ځل په یو ورځنیو لوبو کې یو افغان توپ وهونکی رحمٰن الله گربز اتم مقام ته رسېدلی، ويکټ کيپر توپ وهونکي رحمن الله ګربز د سويلي افريقا په وړاندې په سيريز کې ډير ښه ولوبيده او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو، چې ورسره د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې مخکې شوی.

همداراز د یو ورځنیو لوبو د بالرانو په درجه بندۍ کې افغان ستوري راشد خان اته نمرې مخکې شوی او درېیم مقام يې خپل کړی، راشد خان چې ډيره موده په شل اوریزو لوبو کې په لومړي مقام کې و؛ اوس دريم مقام ته ښکته شوی، په داسې حال کې چې محمد نبي بيا د يوورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام له ځان سره لري، خو راشد خان بيا د يوورځنيو لوبو څلورمه شميره الراونډر دی.
بلخوا افغان لوبډله اوس‌مهال په شل اوریزو لوبو کې په لسم او په ټيسټ لوبو کې په دولسم مقام کې ده.