دویم پړاو ملي شل اوریزه جام راتلونکې اوونۍ کې پيليږي.
لومړي پړاو کې په کې کومې لوبډلې اتلولي خپله کړې وه؟ همدا راز د لومړي پړاو په پرتله په دویم پړاو کې ولې د لوبډلو شمير کم شوی؟
کرکټ بورډ يې د کومې موخې لپاره کوي؟ او نور کوم بدلونونه په کې راغلي؟
په دې په دغه ځانګړي مطلب کې مو روښانه کړې!
د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ په کندز ولايت کې د“ملي شل اوریز جام” دویم پړاو سيالۍ پيل کړي، چې دلومړي پړاو په پرتله په کې ګڼ شمېر بدلونونه راغلي دي.
تېر ۲۰۲۴ز کال د دغه ايوينټ لومړی پړاو وو، چې د پنځه لوبډلو ترمنځ د “قوشتيپې شل اوریز جام” تر نامه لاندې په کابل لوبغالي کېترسره
شو، خو دا ځل ورته د “واخان شل اوریز جام” نوم ورکول شوی، د لوبډلو شمير يې هم له پنځو څلورو ته راښکته شوی او هم ورته نوينومونه غوره شوي.
لومړی پړاو سیالۍ د پنځه زونونو سپين غر، بست، بند امیر، مس عینک او آمو لوبډلو په ګډون ترسره شوې وې، چې په کې د حشمتشهیدي په لوبډلمشرۍ بند امیر اتلولي خپله کړې وه.
خو په دویم پړاو کې بيا د نويو نومونو او لوبډلمشرانو سره څلور لوبډلې ګډون لري، چې د نجيب ځدران په لوبډلمشرۍ ميوند اتلان، دحضرت ځاځي په لوبډلمشرۍ ماهيپر ستوري، د اسحاق رحيمي په لوبډلمشرۍ د هندوکش سټرايکرز او د ننګيال خروټي په لوبډلمشرۍ دپامير لېجنډز لوبډلې به د يو د بل پر وړاندې ولوبيږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي له دغه سياليو يې موخه د ځينو باتجربه لوبغاړو سره د ځوانو لوبغاړو لوبيدل دي، څو ورڅخه تجربې ترلاسهکړي، چې د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي به د افغانستان سترو کورنيو لوبو شپږيزه ليګ ته هم غوره شي.
په تير لومړي پړاو کې د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي:
– د افغانستان ملي شل اوریز جام په لومړي پړاو کې مخکښ منډې جوړونکی ابراهيم ځدراڼ وو چې ۳۲۳ منډې یې جوړې کړې وي.
_ ځوان سپينر توپ اچونکی وحيد ځدراڼ په ۱۳ ويکټو اخيستو سره مخکښ ويکټ اخيستونکی وو.
– او ترټولو ډيرې ۱۹ شپږيزې صديق اتل وهلې وي.
د يادولو ده چې دویم پړاو “واخان ملي شل اوریز جام” به د روانې جون مياشتې په ۲۸مه نيټه په کندز کرکټ ملي لوبغالي کې پيل شي،چې د جولايي مياشتې تر ۷مې نيټې پورې به دوام وکړي.