ګلوبل سوپر ليګ ته غوره شوې افغان لوبغاړي له کومو لوبډلو سره مل دي؟ دغه څه ډول يو ليګ دی؟ او څه وخت پيليږي؟
د ويسټ انډيز په ګيانا ټاپو کې د ويسټ انډيز کرکټ بورډ له لوري د بيلابيلو هيوادونو د تجارتي لیګونو د مخکښو لوبډلو ترمنځ د ګلوبلسوپر ليګ تر نامه لاندې يو ليګ ترسره کيږي، چې سږکال يې په دوهم پړاو کې شپږ افغان لوبغاړي هم لوبيږي.
سږکال هم په دغه ليګ کې د پنځه هيوادونو د تجارتي لیګونو څخه پنځه لوبډلې ګډون لري، چې د ويسټ انډيز له کربين ليګ څخه ګياناامازون، د متحده عربي اماراتو له نړيوال ليګ څخه دوبۍ کپيټلز، د اسټراليا له بيګ باش ليګ څخه هوبارټ هريکينز، د نيوزيلينډ د سوپرسمش ليګ څخه د سنټرل سټيج لوبډله او د بنګله دېش بي پي ایل ليګ څخه رانګاپور رايډرز لوبډله ګډون لري
په دوهم پړاو ګلوبل سوپر ليګ کې شپږ افغان لوبغاړي هم د بيلابيلو لوبډلو سره لوبيږي، چې له منځه يې درې ګلبدين نايب، صديق اتل او ابراهيم مسعود له دوبۍ کپيټلز لوبډلې سره، محمد نبي له هوبارټ هريکينز، رحمن الله ګربز له ګاينا امازون او ابراهيم ځدران د رانګاپور رايډرز لوبډلې سره د لوبيدو تړون کړی.
د يادولو ده چې د لومړي پړاو ګلوبل سوپر ليګ اتلولي تيرکال د بنګله دېش پريميرليګ اړوند رانګاپور رايډرز لوبډلې خپله کړې وه، چې دوهم پړاو به يې د راتلونکې جولايي مياشتې په ۱۰مه نيټه پيل او د همدغه مياشتې تر ۱۸مې نيټې پورې به دوام وکړي.