د متحده عربي اماراتو نړيوال ليګ راتلونکې پړاو کې د پير له مراسمو وړاندې کومو افغان لوبغاړو سره تړونونه وشو؟
د متحده عربي اماراتو نړيوال ليګ څلورم پړاو د لوبغاړو د پير مراسم دا ځل د نورو کلونو په نسبت يو څه مختلف ترسره کيږي او په لومړيځل به پکې لوبغاړي د ډرافټ له لاري نه، بلکې د بولۍ له لارې د لوبډلو له لوري واخيستل شي.
خو د بولۍ له مراسمو وړاندې د افغان لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر لوبغاړو له بيلابيلو لوبډلو سره د لوبيدو تړونونه کړي دي.
په راتلونکې څلورم پړاو متحده عربي اماراتو شل اوریز ليګ کې چې شپږ لوبډلې يې ګډونولې دي، له دريو لوبډلو سره پکې شپږ افغانلوبغاړو له بولۍ وړاندې د لوبيدو تړون کړی.
له مای امارات لوبډلې سره فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر، د دوبۍ کپيټلز لوبډلې سره ګلبدين نايب او وقار سلامخيل، د ګلفجاينټز لوبډلې سره عظمت الله عمرزي او رحمن الله ګربز د لوبيدو تړون کړی دی.
د يادولو وړ ده چې د متحده عربي اماراتو شل اوریز ليګ به د روان ۲۰۲۵م کال په ډيسمبر مياشت کې پيل او د ۲۰۲۶م کال د جنوريمياشتې تر څلورمې نيټې پورې به دوام وکړي.