د هند او انګلستان ترمنځ در انډرسن_ټنډولکر ټرافي تر نامه لاندې د پنځو ټېسټ لوبو سیریز چې د جون میاشتې په شلمه نېټه پېل شوېوو نن د آګسټ په څلورمه نېټه د هند په بریا پای ته ورسیده. یادې سیالۍ د ۲۰۲۵–۲۰۲۷ نړیوال ټېسټ چمپینشېپ په چوکاټ کې داېنګلنډ په پنځو مختلفو لوبغالو (Headingley ، Edgbaston ، Lord’s ، Old Trafford ،The Oval ) ترسره شوې.
د لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې د جون په شلمه نېټه پیل شوې وه د اېنګلنډ لوبډلې د پنځو وېکټو په توپېر ګټلې وه.
دوهمه لوبه هند د ۳۳۶ منډو په توپیر وګټله. په درېمه لوبه کې اېنګلنډ بیا وکولی شول د ۲۲ منډو په توپیر هند ته ماته ورکړي. څلورمه لوبهبې پایلې اعلان شوه ، په پنځمه او وروستې لوبه کې هند د یوې په زړه پورې لوبې وروسته اېنګلنډ ته په ۶ منډو ماته ورکړه، چې لدې سرهد پنځو ټېسټ لوبو سیریز په مساوي توګه پای ته ورسېده.
محمد سراج د اېنګلنډ په وړاندې وروستۍ لوبه کې د پنځو وېکټو په اخیستو د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
او لوبډلمشر شوبمن ګېل د ۷۵۴ منډو په ترسره کولو د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا د هند لومړی ټېسټ سیریز وو چې د روهېت شرما او وېرات کوهلي په نشتون کې د شوبمن ګېل په لوبډلمشرۍ ترسره شو.
ګېل لومړی هندی لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبو کې د هند په وړاندې یو سیریز کې تر ټولو زیاتې ۷۵۴ منډې جوړې کړې.
همدارنګه په ترسره شوې لوبلړۍ کې د دواړو ټیمونو لخوا له ۷۰۰۰ زیاتې منډې ترسره شوې چې دا د ټېسټ کرېکټ په تاریخ کې دویم ځلدی چې په یوه ټېسټ سیریز کې دومره ډیرې منډې ترسره کیږي.
د دې سیریز له ترسره کېدو وروسته هند د نړیوال ټېسټ چمپېنشپ د نومرو په جدول کې دریم او اېنګلنډ څلورم ځای خپل کړ.