Author: Amina Azizi

په ۲۰۲۵ کې د افغان ملي لوبډلې یو ورځنۍ لوبې، پایلې، بدلونونه او تاریخي کارنامه

افغان لوبډلې لکه د ټېسټ لوبو په څېر په تیر زېږدیز کال کې هم محدودې یو ورځنۍ لوبې کړي دي او په دې فارمټ کې یې بوخت کال نه درلود.

د افغانستان ملي لوبډلې په فبرورۍ میاشت کې د چمپینز ټرافۍ یا اتلانو جام کې د درې یو ورځنیو لوبو په ګډون ټولې شپږ یو ورځنۍ لوبې کړي چې درې یې د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ په چوکاټ کې ترسره کړې دي.

په چمپینز ټرافۍ کې هم افغان لوبډله د لومړي ځل لپاره ولوبېده چې په ب ګروپ کې له سویلي افریقا، انګلېنډ او اسټرالیا سره وه.

لومړۍ لوبه یې د سویلي افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په ستر توپیر وبایلله.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره یوازې رحمت شا غوره توپ وهنه وکړه او ۹۰ منډې یې جوړې کړې.

په چمپینز ټرافۍ کې د افغان لوبډلې په نوملړ کې یو بدلون د صدیق اتل راتګ و چې په لومړي ځل یو نړیوال اېونټ کې د افغانستان لپاره ولوبېد.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبه په چمپینز ټرافۍ کې د انګلېنډ پر وړاندې وه چې په یوه په زړه پورې لوبه کې یې په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې تر ټولو مهمې او جالبه شېبې د ابراهیم د توپ وهنې وې چې په ۱۴۶ توپونو یې ۱۷۷ سترې منډې وکړې او د افغانستان د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې یې د غوره انفرادي پاڼۍ کارنامه جوړه کړه.

همداراز په دې لوبه کې عظمت الله عمرزي په دواړو برخو توپ وهنه او توپ اچوونه کې عالي کارکردګي لرله چې ۴۱ منډې یې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې پنځه لوبغاړي وسوځول چې په ټوله کې یې په بریا کې کلیدي رول ولوباوه.

درېیمه یو ورځنۍ لوبه یې د اسټرالیا پر وړاندې وه چې د ورښت له کبله بې پایلې شوه.

افغان لوبډلې سیالې اسټرالیا ته ۲۷۳ منډې هدف ورکړی و چې په دویمه پاڼۍ کې د ورښت له کبله لوبه د اسټرالیا د یو لوبغاړي په زیان د ۱۰۹ منډو پر مهال ودرېده او بې پایلې پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې صدیق اتل په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لومړۍ نیمه سلیزه جوړه کړه او د په زړه پورې توپ وهنې په دوام یې ۸۵ منډې جوړې کړې.

په ټوله کې د چمپینز ټرافۍ یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۲۱۶، عظمت الله عمرزي ۱۲۶، رحمت شاه ۱۰۶ او صدیق اتل ۱۰۵ ډېرې منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې عظمت الله عمرزي اووه او محمد نبي ۴ وېکټې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې له چمپینز ټرافۍ وروسته د دوه اړخیزې لوبلړۍ په چوکاټ کې د بنګله دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې درې واړه یې په ښه توپیر وګټلې.

دغه لوبلړۍ د اکټوبر په اتمه پیل شوه چې په لومړۍ لوبه کې یې افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبلړۍ کې د لومړي ځل لپاره ځوان توپ اچوونکي بشیر احمد افغان ته هم ځای ورکړل شوی و چې په لومړۍ لوبه کې یې ۲۵ منډې ورکړې او کومه لاسته راوړنه یې نه لرله.

همداراز په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز او رحمت شاه نیمه سلیزې جوړې کړې او عظمت الله عمرزي ۴۰ منډې وکړې او توپ اچوونه کې یې درې لوبغاړي وسوځول چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.

دویمه لوبه هم افغانستان د ۸۱ منډو په ستر توپیر وګټله.

دا ځل ابراهیم ځدراڼ غوره پاڼۍ ولوبوله او ۹۵ منډې یې وکړې په توپ اچوونه کې راشد خان ۵ او عمرزي درې وېکټې ترلاسه کړې.

په دې لوبه کې رحمت شا د پښې د ټپ له امله له لوبې ریټایر اوټ شو او د لوبې په پای کې یې هم ونه شول کولی پاڼۍ ولوبوي.

نوموړی د ټپي کېدو له امله له ټولې لوبلړۍ ووت او پر ځای یې اکرام علیخېل نوملړ ته اضافه شو.

د لوبلړۍ درېیمه یو ورځنۍ لوبه او په ټوله کې په ۲۰۲۵ کې کې د افغانستان وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د اکټوبر په ۱۴مه ترسره شوه چې دا هم افغان لوبډلې د ۲۰۰ منډو په ستر توپیر وګټله.

یو ځل بیا هم ابراهیم ځدراڼ ۹۵ منډې وکړې، همداراز ورپسې محمد نبي ۶۲ او رحمن الله ګربز ۴۲ ډېرې منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې بلال سمېع چې په وروستۍ لوبه کې فرصت ورکړل شو او له وطنه لوبې ته ولاړ د پام وړ کارکردګي وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول، راشد خان درې او عمرزي یو وېکټ واخیسته.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ ۴۲۹، عظمت الله عمرزي ۱۸۶، رحمت شا ۱۶۵ او صدیق اتل ۱۴۸ منډې کړي دي.

بل لور توپ اچوونه کې راشد خان ۱۲ او عمرزي ۱۱ وېکټې اخیستي دي.

د یادونې وړ ده چې راشد خان د ۲۰۲۵ کال تر پایه د یو ورځنیو لوبو د جدول لومړنی غوره توپ اچوونکی او عظمت الله عمرزی لومړنی غوره ټولچاری لوبغاړی پاتې شو.

په تیر ۲۰۲۵ز کال کې په شل اووریزو فارمټ کې د افغان لوبډلې سفر

افغان لوبډلې سږکال د نورو فارمټونو په پرتله په شل اووریز کې نسبتاً ډېرې ۱۴ لوبې کړي چې اووه یې ګټلي او اووه یې بایللي دي.

که څه په شل اووریزو لوبو کې هم افغان لوبډله د نړۍ له پیاوړو او مخکښو لوبډلو حسابیږي خو سږکال یې سفر ډېر په زړه پورې نه وو.

افغان ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ پر مهال ۵، په آسیا جام کې درې، له بنګله دېش سره دوه اړخیره لوبلړۍ کې درې او له زمبابوې سره هم په دوه اړخیره لوبلړۍ درې شل اووریزې لوبې کړي.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې د پایلوبې په ګډون دوه، په آسیا جام کې هم دوه او د بنګله دېش پر وړاندې یې درې شل اووریزې لوبې بایللې دي.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې یو د پاکستان او دوه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې، په آسیا جام کې یوه د هانګ کانګ پر وړاندې او دوه اړخیزه لوبلړۍ کې یې د زمبابوې پر وړاندې درې شل اووریزې لوبې ګټلې دي.

د افغانستان پاکستان او متحده عربي اماراتو په درې ملیتي لوبلړۍ کې د لوبلړۍ په کچه او هم د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ابراهیم ځدراڼ ۱۹۴ او بیا صدیق الله اتل ۱۵۴ منډې کړي.

همداراز توپ اچوونه کې د ملي لوبډلې لپاره راشد خان ۹ وېکټې اخیستي.

په آسیا جام کې د افغانستان لپاره په درې لوبو کې صدیق الله اتل ډېرې ۹۱ او په دویم نمبر عظمت الله عمرزي ۸۹ منډې کړې دي.

د بنګله دېش پر وړاندې تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز ۸۲ او راشد خان ۶ وېکټې ترلاسه کړي دي او د زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ ۱۶۹ منډې کړي او عبدالله احمدزي چې په لومړي ځل نړیوالو شل اووریزو لوبو ته غوره شوی وو اووه وېکټې ترلاسه کړي.

په ټوله کې په ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان لپاره په شل اووریزو لوبو کې ابراهیم ځدراڼ په ۱۴ پاڼیو کې ۴۵۳، رحمن الله ګربز هم ۱۴ پاڼیو کې ۳۸۴ او صدیق اتل په ۱۳ پاڼیو کې ۳۷۴ منډې جوړې کړي دي.

په توپ اچوونه کې بیا راشد خان په ۱۲ لوبو کې ۲۱، مجیب الرحمن ۹ لوبو کې ۱۳ او عظمت الله عمرزي ۱۳ لوبو کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړي دي.

تېر ۲۰۲۵ز کال کې د افغانستان ټېسټ لوبو ته کتنه

د افغانستان ملي لوبډلې په ۲۰۲۵ کال کې ډېر بوخت لوبیز مهالوېش نه درلود او په ټول کال کې یې په ټېسټ یا سور توپ فارمټ کې یوازې دوه لوبې وکړې هغه هم ټولې د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې.

د ۲۰۲۵ کال لومړۍ ټېسټ لوبه یې چې د جنورۍ په دویمه پیل کړه د ۲۰۲۴ کال د دوه ټېسټ لوبو له ډلې وه چې په کې افغان لوبډلې د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.

په لوبډله کې د افغانستان پیلیز توپ وهوونکي رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نه وو. پر ځای یې عبدالمالک او ریاض حسن انتخاب شوي وو خو د دواړو پیلیزو لوبغاړو کارکردګي د پام وړ نه وه او نه یې په هدف جوړولو کې کلیدي رول ولوباوه.

په دې ټېسټ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې رحمت شا وکړې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۱۹ او دویمه کې ۱۳۹ وکړې، همداراز عصمت عالم ۱۰۱ ډېرې منډې وکړې.

د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي کارکردګي هم بېکاره وه او په دوه پاڼیو کې یې یوازې ۲۶ منډې وکړې.

بل لور، راشد خان په یوه پاڼۍ کې ۲۵ منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې څلور لوبغاړي وسوځول او په دویمه پاڼۍ کې یې ۲۳ منډې وکړې او ۷ وېکټې یې واخیستې چې په ټوله کې یې د ۱۱ وېکټو په ترلاسه کولو سره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

د افغانستان دویمه یوازنۍ ټېسټ لوبه هم د زمبابوې پر وړاندې د اکټوبر په ۲۰مه وه چې دغه لوبه زمبابوې د یوې پاڼۍ او ۷۳ منډو په توپیر وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان د ټېسټ لوبو د ملا تیر لوبغاړی رحمت شاه ۹ ورځې مخکې د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ټپي شوی و او د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبه کې نه و، همداراز راشد خان هم په لوبه کې نه و.

بل لور په لوبډله کې عبدالمالک او بهیر شاه محبوب او په لومړي وار توپ اچوونکي ضیاء الرحمن شریفي ته هم ځای ورکړل شوی و چې عبدالمالک دوه پاڼیو کې ۳۲ او محبوب ۴۴ منډې وکړې خو په ټوله کې د افغانستان لپاره توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۱ او رحمن الله ګربز ۴۶ ډېرې منډې وکړې. بل لور ضیاء الرحمن شریفي په خپله لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه کې په یوه پاڼۍ کې ۷ وېکټې ترلاسه کړې چې دا یې د لومړۍ لوبې په توګه د لوبیز ژوند تر ټولو غوره پاڼۍ هم حسابیږي.