Tag: ACA

د ښځینه شل اووریز نړیوال جام روانه میاشت په سوېلي افریقا کې ترسره کیږي.

د ښځینه شل اووریز کرکټ نړیوال جام روانه میاشت په سوېلي افریقا کې ترسره کیږي. د دغه جام د ګټلو لپاره به د لس هیوادونو تر منځ د فیبروۍ له لسمې نیټې څخه تر شپږویشتمې نیټې پورې سیالۍ ترسره شي.
 
په یاد جام کې لس ګډونوالې لوبډلې په دوه ګریوپونو تقسیم شوې دي. په لمړي ګروپ کې:
اسټرالیا، بنګلدېش، نیوزلینډ، سوېلي افریقا او سرېلانکا دي.
په دوهم ګروپ کې:
انګلینډ، هندوستان،ایرلینډ، پاکستان او ویسټ انډیز ځای پر ځای شوي دی.
 
د ښځینه شل اووریز نړیوال جام اتله لوبډله اسټرالیا هیواد دی چې اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي، اسټرالیا د کرکټ نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې هم پر لمړي مقام قرار لري.
 
 
د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډله
د اسټرالیا په شمول اووه لوبډلو په مستقیم ډول د اې سي سي له درجه بندۍ لاره پیدا کړې، سوېلي افریقا ته د کوربتوب له وجې د ګډون حق ورکړل شوی او دوه هیوادونو (بنګلدېش او اېرلینډ) د کولیفاینګ راونډ (یاد جام ته د لار موندنې پړاو) څخه لاره پیدا کړې.
 
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله د ګروپ د نورو لوبډلو سره یوه یوه سیالې کوی (راونډ روبېن)، له ګروپي پړاو به دوه مخکښې لوبډلې نیمه پای لوبې ته وځي، په نیمه پاې لوبو کې ګټونکې لوبډلې پاې لوبې ته او په اخیر کې ګټونکې لوبډله به اتلولي ګټي.
 
د سوېلي افریقاښځینه کرکټ لوبډله