Author: Spogmai Gharanai

د شهیدي د بریالۍ لوبډلمشرۍ پای او د ځایناستي په توګه یې د رحمت شاه ټاکل کېدل

حشمت الله شهیدي له څه باندې پنځو کلونو لوبډلمشرۍ وروسته استعفا ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د جولای په ۲۲مه اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له خپلې دندې استعفا کړېاو پر ځای یې تجربه لرونکی توپوهونکی رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو (ODI) لوبو نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی. همدارنګه، رحمانالله ګربز د دواړو فارمټونو مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.

د ۲۰۲۱ز کال د می په ۳۱مه  حشمت الله شهیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو (ODI) لوبډلمشر وټاکل شو او وروسته یې د ټېسټ فارمټ لوبډلمشري هم پر غاړه واخیسته. نوموړي په خپلې لوبډلمشرۍ لومړۍ رسمي لوبه په ۲۰۲۲ز کال کې د نېدرلنډ هېواد په وړاندې ترسرهکړه.

د هغه تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې د نړیوال کرکټ په ډګر کې د  نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره لوبې وکړې، مهمو دوه اړخیزو لوبلړیو کې یېتاریخي بریاوې هم خپلې او د پام وړ پرمختګ یې وکړ.

شهیدي د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري وکړه. هغه په دې موده کې په ۵۵ یوورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وو چې په کې لوبډلې ۲۷ بریاوې ترلاسه کړې، له دې سره د نوموړي په لوبډلمشرۍ دلوبډلې د بریا کچه ۴۹٪ وه.

په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د شارجې لوبغالي کې د درېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۲۰ وګټله. له دې وروسته، دهمدې کال په سپټمبر کې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د سویلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲۱ وګټله.

د ۲۰۲۴ په نومبر میاشت کې افغانستان د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې یو بله ستره بریا هم خپله کړه او د بنګله‌دېش پر وړاندې یې د درېیویو ورځنیو لوبو لړۍ ۲۱ په خپل نوم کړه.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر او ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ترمنځ افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱۰ وګټله.

په همدې لړ کې حشمت الله شهیدي د ۲۴۶ منډو ستره پاڼۍ ولوبوله او د افغانستان د ټېسټ کرکټ تر ټولو لوړې انفرادي منډې یې جوړېکړې.

د یادونې وړ ده چې د حشمت الله شهیدي د لوبډلمشرۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو نړیوال جام بریالی سفر و. افغانستان د هغه تر مشرۍ لاندې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ پر وړاندې تاریخي بریاوې ترلاسه کړې، سیالۍ یې په شپږممقام پای ته ورسولې او د همدې بریالیتوب په برکت یې د ۲۰۲۵ کال د ICC چمپینز ټرافي ته د لومړي ځل لپاره مستقیم لار وموندله.

د شهیدي په لوبډلمشرۍ کې  افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۵کال چمپینز ټرافۍ په ستر نړیوال تورنمنټ کې ګډون وکړ او دانګلستان پر وړاندې یې تاریخي بریا خپله کړه چې د نړیوال کرکټ په ډګر کې یې د افغانستان مقام لا پیاوړی کړ.

د شهیدي د لوبډلمشرۍ له پای ته رسېدو سره سم کرکټ بورډ د ملي لوبډلې بل تکړه او مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی په ټېسټ اویوورځنیو لوبو کې د نوي لوبډلمشر په توګه وتاکه.

نوموړی د افغانستان د کرکټ له تر ټولو باوري او تخنیکي توپوهونکو ګڼل کېږي.

  رحمت شاه د افغانستان د یو ورځنیو سیالیو له مخکښو منډه جوړونکو دی او تردې دمه یې د افغان لوبډلې په ګټه ۱۲۸ یو ورځنیونړیوالو لوبو کې ۴۱۲۱ منډې کړې دي. همدارنګه نوموړی د افغانستان لپاره د ټېسټ کرکټ له تر ټولو بریالیو توپوهونکو شمېرل کېږي.

په ۲۰۱۹ کال کې یې د بنګله‌دېش پر وړاندې د افغانستان لپاره په ټېسټ کرکټ کې لومړنۍ سلیزه ووهله.

په ۲۰۲۴ کال کې یې د زمبابوې پر وړاندې ۲۳۴ منډې وکړې چې هغه مهال د افغانستان د ټېسټ کرکټ تر ټولو لوړې انفرادي منډې وېچې وروسته بیا حشمت الله شهیدي دا ریکارډ د ۲۴۶ منډو په جوړولو مات کړ.

رحمت شاه د خپل ارام مزاج، تخنیکي توپوهونې او اوږدې تجربې له امله د افغانستان د کرکټ له تر ټولو باوري لوبغاړو دی. تمه کېږيچې هغه به د حشمت الله شاهدي بریالۍ دورې ته دوام ورکړي، ځوانو لوبغاړو ته لارښوونه وکړي او افغانستان به په راتلونکو نړیوالوسیالیو کې لا نورو بریاوو ته ورسوي.

د شپږیزې لیګ پای، د آمو نهنګانو اتلولي او غوره لوبغاړي

یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ، د یوې بلې بریالۍ دورې له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.

د کورني کرکټ تر ټولو سترې سیالۍ چې جولای میاشتې په لومړئ نېټه د خوست ولایت رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پیل شوې وېوروسته له دوه اوونیو دوام نن د جولای په ۱۵مه پای ته ورسېدې.

پایلوبې ته د ټورنمنټ دوه غوره لوبډلو، سپین غر او آمو نهنګانو لار موندلې وه.

سپین غر لوبډلې د ټاس په ګټلو د تیر کال اتلې لوبډلې آمو په وړاندې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.

سپین غر لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې ترسره او سیالې آمو لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

آلرونډر لوبغاړی عصمت عالم یو ځل بیا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۷ منډې ترسره کړې.

د هدف په تعقیب کې آمو لوبډلې ښکلې لوبه پیل کړه، د درې لوبغاړو په سوځېدو یې د لوبې اوولسم اوور کې ټاکل شوي هدف ته ځانورساوه او پایلوبه یې وګټله.

د آمو لوبډلې لپاره ځوانو لوبغاړو هر یوه عمران میر ۷۷ او حسن عیسی خیل *۶۳ ناسوځېدلو منډو په جوړولو خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

لدې سره آمو لوبډله د پرلپسې درېیم ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتله لوبډله شوه.

عمران میر د ۷ شپږیزو په مټ د ۷۷ منډو په جوړولو د پای لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ګڼ انفرادي او ډله‌ییز ریکارډونه جوړ شول او د کرکټ مینه‌والو ته یې د یاد وړ شېبې ډالۍ کړې. ځوانو لوبغاړو د تجربه لرونکو ستوروترڅنګ خپل استعدادونه ثابت کړل، ښه وځلېدل او ښې لوبې یې ترسره کړې، خلیل ګربز د مس عینک لوبډلې لوبغاړی د ۱۴ لوبغاړو پهسوځولو د لیګ مخکښ وېکټ اخیستونکی شو.

ورسره ددې لوبډلې بل تکړه لوبغاړی او لوبډلمشر رحمن الله ګربز د ۳۶ شپږیزو په ترسره کولو د ( خان د شپږیزې ) جایزه ترلاسه کړه. همدارنګه ګربز د شپږیزې لیګ سیالیو کې تر ټولو ډیرې سلیزې جوړوونکی لوبغاړی هم شو، او په روانه شپږیزه کې یې تر ټولو چټکه سلیزهاو تر ټولو چټکه پنځوسیزې ریکارډ هم په خپل نوم کړ.

عصمت عالم د ۲۹۴ منډو او ۹ وېکټو په ترلاسه کولو د یوولسم پړاو شپږیزې لیګ سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

دې سیالیو یو ځل بیا ثابته کړه چې شپږیزه لیګ د افغان کرکټ د راتلونکي د جوړولو، د نوو استعدادونو د را برسېره کولو او د کرکټ د لاپراخېدو لپاره تر ټولو مهم کورنی پړاو دی.

د شپږیزې تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې د ملي لوبډلې لپاره د نویو استعدادونو د پېژندلو غوره فرصت برابروي. په تېرو کلونو کېګڼ شمېر هغه لوبغاړي چې نن د افغانستان د ملي لوبډلې مهم غړي دي، لومړی ځل یې خپل استعداد په همدې سیالیو کې څرګند کړی و. سږ کال هم یو شمېر ځوانانو داسې ځلاندې لوبې وکړې چې د راتلونکو ملي او نړیوالو سیالیو لپاره یې د انتخاب دروازې پرانیستې.

له تخنیکي پلوه هم سږنی پړاو د ستاینې وړ وو. د لوبو منظم تنظیم، د سیالیو کیفیت، د لوبغالي چمتووالی او د لوبو ژوندۍ خپرونې د دېلامل شوې چې د افغانستان کورنی کرکټ لا مسلکي بڼه خپله کړي.

شپږیزه یوازې د کرکټ یوه سیالي نه ده؛ بلکې د هېواد په کچه د یووالي، خوښۍ او ګډو احساساتو یوه ستره صحنه ده. د هېواد لهبېلابېلو ولایتونو څخه زرګونو مینه‌والو لوبې له نږدې وکتلې او میلیونونو نورو د تلویزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې تعقیب کړې.

له اقتصادي پلوه هم د دې لیګ اغېز د پام وړ دی. د کورنیو لوبغاړو، روزونکو، لوبڅارانو، رسنیو، تخنیکي کارکوونکو او ګڼو نورو برخو ته دکار او تجربې زمینه برابریږي، او د افغانستان د کرکټ اقتصادي ارزښت لا پیاوړی کېږي.

افغان اېلېون لوبډلې ازبکستان ته د ۱۹۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه

افغان اېلېون لوبډلې په خپل کوربتوب د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې او یو اړخیزه بریا خپله کړه او مېلمنو ته یې د۱۹۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

دغه شل اوریزه دوستانه لوبه نن د جولای په ۱۰مه د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. ازبکستان لوبډلې دپچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغان اېلېون لوبډلې پیلیزو توپوهونکو حسن عیسی خېل او عمران میر د لومړۍ وېکټې لپاره د ۱۸۱ منډو اوږده ملګرتیا وکړه. حسنعیسی خېل په یوازې ۳۴ توپونو د ۱۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ ۱۲۰ چټکې منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې عمران میر همپه ۳۲ توپونو ۷۴ ارزښتناکې منډې وکړې. افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې اوازبکستان ته یې د بریا لپاره ۳۲۴ منډو ستر هدف وټاکه.

د هدف په تعقیب د ازبکستان لوبډله ونه توانېده د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت وکړي او په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو پهسوځېدو یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

نصیر خان، وفادار مومند او عنران میر هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول، په دې سره افغان اېلېون لوبډلې لوبه د ۱۹۹ منډو په لوی توپیروګټله.

دا دویم ځل دی چې یوه بهرنۍ کرکټ لوبډله د دوستانه سیالیو لپاره افغانستان ته سفر کوي. تر دې وړاندې د ۲۰۱۳ کال په ډسمبرمیاشت په ۳۱مه نېټه د تاجکستان ملي لوبډلې افغانستان ته سفر کړی و، چې په ننګرهار ولایت کې یې دوه یو ورځنۍ او یوه شل اوریزهلوبه ترسره کړه. هغه مهال هم افغان الف لوبډلې درې واړه سیالۍ ګټلې وې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرکټ د همکارۍ او اړیکو دپراختیا لپاره مهم ګام بلل کېده.

د ازبکستان د لوبډلې اوسنی سفر هم د سیمه‌ییز کرکټ د ودې او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ځانګړیاهمیت لري. دا ډول دوستانه سیالۍ ځوانو لوبغاړو ته د نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو فرصت برابروي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې نه یوازې په نړیوالو ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړی، بلکې د سیمې د نوو کرکټي هېوادونو د ملاتړ،روزنې او تجربو شریکولو په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

د دغو دوستانه سیالیو دوام او د افغان لوبډلو کوربتوب کولی شي په مرکزي اسیا کې د کرکټ د لا پراختیا، د هېوادونو ترمنځ د ورزشياړیکو د ټینګښت لپاره زمینه لا نوره هم برابره کړي.

له اتلس کلن ځنډ وروسته د بنګلور لوبډلې دوه پرله پسې اتلولۍ.

رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې د ۲۰۲۶م کال هند غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د تیر کال اتلې لوبډلې بنګلور وکولی شول ګجرات ټایټنز ته په ، پایلوبه کې ماته ورکړي، او یو وار بیا جام خپل کړي.
پایلوبه چې تیره شپه، د می میاشتې په ۳۱مه د احمدآباد په نرېندرامودي لوبغالي کې ترسره شوه، بنګلور د پچې په ګټلو د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. ګجرات لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې هدف وټاکه، چې په ځواب کې بنګلور لوبډلې وکولی شول د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې ۱۸م اوور کې یاد هدف ته ځان ورسوي.

د بنګلور مجرب لوبغاړي، وېرات کوهلي یو ځل بیا ځان ښه ثابت کړ او په خپلو ۷۵ ناسوځېدلو منډو په مټ یې لوبډله بریا ته ورسوله او د پایلوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. همدارنګه د آی پي اېل په تاریخ کې وېرات کوهلي لومړنی لوبغاړی شو، چې د آی پي اېل په دوو پړاوونو کې له دوه پرلپسې اتلولۍ ګټلو سره، ۶۵۰+ منډې هم د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې دي.

د نړۍ تکړه سپېن توپ اچوونکي راشد خان که څه هم پایلوبه کې غوره توپ اچوونه ترسره کړه ،په څاور اوورونو کې د ۲۵ منډو په ورکړې د بنګلور دوه مهم لوبغاړي وسوځول خو بیا هم لوبډله یې د یاد هدف په دفاع کې پاتې راغله.

په عمر کم زړه ور هندي لوبغاړي واېبهاو سوریاوانشي په زړه پورې لوبو نندارې ته په وړاندې کولو یو ځل بیا د کرکټ مینه وال حیران کړل. سره لدې چې لوبډلې یې پایلوبې ته لار ونه مونده، خو بیا هم نوموړی د ۲۰۲۶م کال آی پي اېل مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی شو، چې په ۱۶ پاڼیو کې یې ۷۷۶ منډې جوړې کړي، ددې ترڅنګ نوموړي په سږکال هند غوره لیګ کې د تر ټولو لوړ سټرایک رېټ لرونکي لوبغاړي، د ایمرجنګ لوبغاړي، تر ټولو ارزښتناک لوبغاړي او د ډیرو شپږیزو جایزې هم خپلې کړې.

بلخوا د ګجرات لوبډلې چټک توپ اچوونکی کخیسو رباډا د ۲۹ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي او سراج تر ټولو ډیر ډاټ بالونو جایزې واخیستې.
بنګلور د آی پي اېل په تاریخ کې درېیمه لوبډله شوه چې له خپلې اتلولۍ یې دفاع کړې .

لدې سره، راجت پدیدار د ډهوني او روهېت شرما وروسته درېیم لوبډلمشر شو چې د آی پي اېل په پرلپسې دوه پړاوونو کې خپله لوبډله اتلولۍ ته رسوي.

په سږکال آی پي اېل کې یواځې څلور افغان لوبغاړي ولوبېدل. راشد خان د ګجرات ټایټنز، نور احمد د چینای په ګټه، عظمت الله عمرزی له پنجاب کېنګز سره او الله محمد غضنفر د ممبی لوبډلی لپاره ولوبېدل.
راشد خان د تیرو دوو کلونو په پرتله سږکال ښه ولوبېد او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۲۱ وېکټې تر لاسه کړې، نوموړي سږ کال په ۱۲ مخکښو بالرانو کې یواځینی ورو توپ اجوونکی وو.
بلخوا عظمت الله عمرزي ته یو ځل بیا د تېرو کالونو په څېر ډیرو لوبو کې چانس ورنه کړل شو.
د بنګلور لدې بریا سره د هند غوره لیګ ۱۹م پړاو سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون د ۷۴ لوبو له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی ریچارډ پایبس کابل ته راغلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د اپرېل میاشتې په ۱۱مه کابل ته راورسېد.
ریچارډ پایبس د روان کال فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د جانتن تراټ پرځای د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
کابل ته له رارسېدو او د کرکټ بورډ لخوا له هرکلي وروسته مشر روزونکي د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس، نصیب خان او د کرکټ بورډ نورو چارواکو په ګډون د ملي لوبډلې له لوبډلمشرانو ابراهیم ځدران او حشمت الله شهیدي سره په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.
یاده غونډه کې ښاغلي پایبس ته د اجرائیه رئیس له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ستراتیژیکو اهدافو له بیانولو سربېره د دې ادارې راتلونکو پلانونو، د مهارتونو د پرمخیتا او تمریني کمپ د جوړښت او مدریت په اړه هم خبرې وشوې.
د کرکټ بورډ په وینا ښاغلی پایبس به په کابل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په روزنیز کمپ کې ګدون وکړي او لدې جوړ شوي کمپ به څارنه کوي.
ټاکل شوې په پلازمینه کابل کې د شاوخوا ۴۰ افغان لوبغاړو په ګډون د یوې میاشتې لپاره یو روزنیز کمپ په لار واچول شي.
یاد روزنیز کمپ به د پرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل او د می میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

د دې کمپ تر ټولو مهم هدف د هند پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی دی. افغان لوبډله به د یوې مهمې ټېسټ لوبې ترڅنګ د هند ملي لوبډلې په وړاندې د درېیو یو ورځنیو (ODI) سیالیو لړۍ هم ترسره کړي.

خواله رسنیو کې هم ډېرو افغانانو کابل ته د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په راتګ خوښي څرګنده کړې او له کورنیو او ځوانو لوبغاړو سره د نوموړي نږدې پاتې کېدل یې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره مهم ګڼلی.

په ټوله کې، کابل ته د روزونکي ریچارډ پایبَس راتګ او د مهارتونو د پرمختیا روزنیز کمپ کې د نوموړي ګډون او څارنه د افغانستان کرکټ لپاره د یوې نوې دورې پیل او د افغان لوبډلې د پرمختګ لپاره مهم او هیله‌بښونکی ګام بلل کیږي.

د کرېکټ سترې تجارتي سیالۍ، د هند غوره لیګ نن پیل کیږي

د ۲۰۲۶م کال هند غوره لیګ سیالیو ۱۹م پړاو نن د مارچ په ۲۸مه نېټه د لسو لوبډلو په ګډون پیل شو.
یاد لیګ به د مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې دوام وکړي، چې ۷۰ لوبې به په ګروپ سټېج کې ترسره شي.
د لیګ ستېج ټولې لوبې د هند په ۱۳ ایالتونو کې ترسره کیږي.

په سږکال هند غوره لیګ سیالیو کې د نورو کلونو په خلاف یواځې څلور افغان لوبغاړي اخیستل شوي .
راشد خان یو ځل بیا له ګجرات ټایټنز سره ، نور احمد له چینای سوپرکېنګ ، عظمت الله عمرزی د پنجاب کېنګز لوبډلې سره او الله محمد غضنفر به د ممبی انډینز لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
ټول افغان لوبغاړي د آی پي اېل له پیل څو ورځې وړاندې د لا ښه چمتووالي په موخه هند ته رسېدلي.
الله محمد غضنفر د آی پي اېل په تېر پړاو کې هم د ممبی لوبډلې له لوري اخیستل شوی وو خو د ټپونو له امله یاد لیګ کې ونشو لوبېدی. د جسپرېت بومرا او ټرېنټ بولټ ترڅنګ د نوموړي شتون د ممبی لوبډلې د توپ اچوونې برخه لا پیاوړې کړې.
په تېر پړاو کې، بل افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي ته که څه هم د ډیرو لوبو کولو موقع ورنه کړل شوه، چې له امله یې روزونکي رېکي پواینټېنګ باندې اعتراضونه هم شوي وو، خو بیا یې هم په خپلو ترسره کړو لوبو کې څه باندې ۱۵۰ منډې ترسره کړې او ۹ لوبغاړي یې سوځولي وو، او تمه ده چې نوموړی به په سږکال سیالیو کې هم غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

بلخوا ملي لوبغاړی او د نړۍ تکړه سپېن توپ اچوونکی راشد خان یو ځل بیا د ګجرات لوبډلې برخه دی. راشد خان په آی پي اېل کې له نورو افغان لوبغاړو ډیرې لوبې ترسره کړي. په تېر پړاو آی پي اېل کې نوموړي د پام وړ ښې لوبې ترسره نکړې خو سږکال د مینه والو تمې ورنه ډیرې دي چې د نورو کلونو په څیر به یو ځل بیا د ګجرات لوبډلې لپاره ښه ثابت شي، خان د ګجرات لوبډلې مرستیال روزونکی هم تیر شوی او ددې لوبډلې یو له مهمو او کلیدي لوبغاړو دی.

د آی پي اېل له پیل څو ورځې وړاندې، بنګلور او راجستان لوبډلې هم د نویو مالکانو له لوري وپلورل شول.
راجستان په ۱.۶۳۵ میلیارده ډالر او بنګلور لوبډله په ۱.۷۸ میلیارد ډالرو وپلورل شوه.

لومړئ لوبه د بنګلور په کوربتوب د رویال چلینجرز بنګلور او سنرایزرز حیدرآباد لوبډلو ترمنځ په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې د ۱۸ کلن ځنډ وروسته تېر کال د ( راجت پدیدار ) په لوبډلمشرۍ د لومړي ځل لپاره د دې ستر لیګ اتلولي وګټله، او په پایلوبه کې یې پنجاب لوبډلې ته ماته ورکړې وه.
د آی پي اېل پدې سیزن کې د مدافع لوبډلې بنګلور لپاره د یاش دایال سربېره د نووان توشارا نشتون او لومړئ لوبه کې د جاش هېزلووډ نه لوبېدل بد خبر ګڼل کیږي چې له امله یې ممکن د چټکې توپ اچوونې برخه کې له ستونزو سره مخ شي. نووان توشارا په فېټنس ټېسټ کې د ناکامېدو له امله آی پي اېل کې له ګډون پاتې شوی.
په ورته مهال ممبی انډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلې تر دې دمه له نورو ډیر پنځه،پنځه ځلې د دې لیګ اتلولي ګټلې ده.
خو په دې پړاو کې د چینای لوبډلې لپاره د خواشینۍ خبر دا دی، چې ددې لوبډلې مهم لوبغاړی اېم اېس ډهوني په پښه کې د رامنځته شوې ستونزې له امله لومړۍ دوه اوونیو لپاره لوبه نشي ترسره کولی.

د هند غوره لیګ سیالیو په تېر اتلسم پړاو کې د ګجرات لوبډلې چټک توپ اچوونکی ،پراسید کرېشنا د ۲۵ وېکټو په اخیستو مخکښ وېکټ اخیستونکی وو، بلخوا، افغان سپېنر توپ اچوونکی نور احمد په دویم مقام، د چینای لوبډلې په ګټه ۲۴ وېکټې اخیستې وې. دا چې نور احمد د هند په لوبغالو کې ښه ځلېدلی نو د چینای مینه وال به د نوموړي ښو لوبو دوام ته سترګې په لار وي.
ورسره د ګجرات لوبډلې توپ وهونکی، سای سودارسن په ۷۵۸ منډو جوړولو د لیګ مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

د آی پی اېل لیګ د هند په بیلابیلو لوبغالو کې د نندارچیانو په ګډون په داسې مهال پیلیږي چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د PSL سیالۍ ،دې هېواد کې د امنیتي ستونزو له امله د بندو دروازو ترشا د ډیرو بهرنیو لوبغاړو په نشتون پیل شو.

هند، لومړۍ لوبډله چې درې وار شل اووریز نړیوال جام ګټي

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د ۵۵ لوبو له ترسره کېدو وروسته د هند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
شل اوریز نړیوال جام د هند او سریلنکا په کوربتوب د فبرورۍ په اوومه د شلو لوبډلو په ګډون پیل شوی او د مارچ میاشتې په اتمه نېټه د تېر شل اوریز نړیوال جام د اتلې لوبډلې (هند) په بریا او اتلولۍ پای ته ورسېد.


نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته او هند انګلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووتلې.
د پایلوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او هند په وړاندې ېې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. د هند لوبډلې پیلیزو توپ وهونکو ابیشک شرما او سنجو سمسون چټکه لوبه پیل کړه . سمسون ۸۹ منډې او ابیشک شرما د نورو لوبو په خلاف نننۍ مهمه لوبه کې ښه ولوبېده، او د خپلې لوبډلې په ګټه یې چټکې۵۲ منډې جوړې کړې. ورسره ایشان کېشن هم پنځوسیزه ترسره او ۵۴ منډې یې جوړې کړې.


د لوبې وروستیو کې د شیوام ډوبي په ۸ توپونو د چټکو ۲۶ منډو په مټ هند د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۵۶ منډو لوړ هدف وټاکه.
د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره یواځې لوبډلمشر مېچل سنټنر او ټېم سیفرټ ښه ولوبېدل. سېفرټ ۵۲ او سنټنر ۴۳ منډې ترسره کړې، خو ونه توانېدل د هند لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړي. نیوزیلنډ په ۱۵۹ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۹۶ منډو په لوی توپیر وبایلله.


د هندي توپ اچوونکو له لورې جسپریت بومرا په زړه پورې توپ اچوونه ترسره کړه، ۴ لوبغاړي یې یواځې د ۱۵ منډو په ورکولو وسوځول، او لدې سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم کړه.


د لوبې په پای کې هندی لوبغاړی سنجو سمسون د خپلې ښې کارکردګۍ او ۳۲۱ منډو په جوړولو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول شو.

همدا راز په سږکال نړیوال جام کې صاحبزاده فرهان د ۳۸۳ منډو سره مخکښ منډې جوړوونکی، جسپرېت بومرا او وارون چکرواتي د ۱۴ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي لوبغاړي دي.

هندۍ لوبډلې د درېیم ځل لپاره وکولی شول چې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړي. ورسره هم مهاله هند لومړنۍ لوبډله شوه چې په خپل کوربتوب او دوه ځلې سر په سر د شل اوریز نړیوال جام ګټونکې کیږي.

 

ریچارډ پایبس څوک دی؟ افغان کرکټ لوبډلې نوی مشر روزونکی

 

د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د انګلنډي جانتن ټراټ څه باندې څلور کلنې دورې له پای وروسته کرکت بورډ بل انګلنډی روزونکی د ملي لوبډلې د روزنې لپاره وګوماره.

د افغانستان کرکټ بورډ د انګلستان هېواد تکړه روزونکی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکه.

ریچارډ الېکسانډر پایبس د اېنګلنډ په شمال ختیځ کې زېږېدلی .
نوموړی ښي لاسې چټک توپ اچوونکی دی چې په خپل لوبیز ژوند کې ملي لوبډلې ته د رسېدو وړاندې د ټپي کېدو له امله له کرکټ کولو لاس په سر شو او د څو جراحي عملیاتونو وروسته یې روزنې ته مخه کړه.
نوموړی د پاکستان ، بنګلدېش او وېسټ انډیز ملي لوبډلو روزونکی هم پاتې شوی. او په خپل روزنیز ژوند کې یې د بیلابیلو لوبډلو لپاره د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي .
ریچارډ پایبس د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام پرمهال د پاکستان ملي لوبډلې سالاکار روزونکی وو چې پکې پاکستانۍ لوبډله تر پایلوبې ورسېده، خو پایلوبه کې یې له آسټرالیا ماته وخوړه.
همدارنګه نوموړی د سویلي افریقا په فرسټ کلاس کرکټ کې هم تر ټولو بریالی روزونکی وو ، ریچارډ ته د سویلي افریقا د کرکټ اتحادیې له لوري د ۲۰۰۸_۲۰۰۹ او ۲۰۱۰_۲۰۱۱ کلونو کې د غوره روزونکي جایزه ورکړل شوه.

په ورته مهال پایبس په هند غوره لیګ سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی. نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې د کلکتې لوبډلې روزونکی وو چې وروسته بیا د جنوبي افریقا د کیپ کوبراس روزونکی وټاکل شو .
نوموړي په دوو فصلونو کې کوبراس د هېواد ترټولو بریالۍ لوبډله وګرځوله.
ریچارډ پایبس په ۲۰۱۲ کال د مې میاشت کې د بنګلدېش لوبډلې روزونکی وټاکل شو، د نوموړي د روزنې په دوره کې بنګلدېش شل اوریز نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره په ۱۶ ترسره شویو لوبو کې ۱۲ لوبې ګټلې وې، خو وروسته له پنځو میاشتو روزنې د بنګلدېش کرکټ بورډ سره د تړون په سر د اختلاف له امله پایبس له خپلې دندې استعفا ورکړه.

همدارنګه نوموړی د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د وېسټ انډیز لوبډلې روزونکي، د ظرفیت لوړونې مرکز مشر او ډایرکټر په توګه هم دندې ترسره کړي.

نوی روزونکی، ریچارډ پایبس به د روان کال مارچ میاشت کې د سریلنکا په وړاندې ترسره کېدونکې لوبلړئ وړاندې د ملي لوبډلې سره یوځای شي.

افغانستان سره د روزونکي په توګه د جانتن تراټ د سفر پای

افغان ملي لوبډلې سره د روزونکي په توګه د جانتن تراټ کاري موده په رسمي ډول پای ته ورسېده
د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن تراټ چې د روزونکي په توګه یې خپله دنده د ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۲ کال جولای میاشت کې پیل کړې وه تیره ورځ د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې د کاناډا په وړاندې د ملي لوبډلې د وروستۍ لوبې وروسته له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.
د انګلنډ لوبډلې پخوانی لوبغاړی جانتن تراټ د روزونکي په توګه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې یو له مهمو او اغیزناکو کسانو څخه شمېرل کیږي چې په خپلې روزنې یې د افغان لوبډلې په پرمختګ او ذهني ثبات کې مهم رول ولوبوه.

د ټراټ لومړنی قرارداد د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام پورې و، خو د نوموړي د پام وړ لاسته راوړنو او تاریخي بریاوو له امله د قرارداد موده تر ۲۰۲۵م کال پورې وغځول شوه او وروسته بیا د ۲۰۲۶م نړیوال جام تر پایه وغځېدله. یاد نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د سفر له پای ته رسېدو سره د نوموړي قرارداد هم پای ته ورسېده.

د مشر روزونکي په حیث د لوبډلې سره د جانتن تراټ دې سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ډیرې لاسته راوړنې، سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې.

د نوموړي شتون د لوبډلې په ذهني جوړښت، فټنس، ډسپلین او مسلکي چلند کې هم ژور اغېز پرېښود. هغه لوبغاړو ته دا باور ورکړ چې دوی په نړیوالو ټورنمنټونو کې یوازې د ګډون لپاره نه، بلکې د ګټلو او تاریخ جوړولو لپاره ډګر ته ښکته کېږي. د هغه تر مشرۍ لاندې ځوانو لوبغاړو ته فرصتونه برابر شول او د منځنۍ برخې بیټینګ لا پیاوړی شو .

د جانتن تراټ تر روزنې لاندې افغان لوبډلې ټولې ۴۴ نړیوالې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي چې ۲۰ یې ګټلي، ۲۰ بایللي او دوه بې پایلې شوې دي . په شل اوریزو ۶۶ لوبو کې افغان لوبډلې ۳۱ بریاوې خپلې کړي او ۳۳ یې بایللی دي. او همدارنګه په شپږو ترسره شویو ټېسټ لوبو کې یې یوه ګټلې یوه مساوي او څلور نورې یې بایللې دي .

په ورته مهال د تراټ د روزنې په موده کې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره د نړۍ تکړه لوبډلو ته ماتې ورکړې.
په ۲۰۲۳م نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام مدافع لوبډلې اېنګلنډ او ورسره د پاکستان او سریلنکا لوبډلو ماتول هغه څه وو چې د نړیوالو پام یې ځانته راواړوه، د همدې نړیوال جام وروسته افغان لوبډلې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړ چې له امله یې افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره چمپینز ټرافۍ ته لار پیدا کړه.
همدارنګه د نوموړي د روزنې په موده کې افغان لوبډله په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د آسټرالیا، نیوزیلنډ او بنګلدېش په څېر تکړه لوبډلو په وړاندې د په زړه پورې لوبو او بریاوو سره وتوانېده په لومړي ځل تر نیمه پایلوبې ځان ورسوي.
د افغان لوبډلې سره د مشر روزونکي جانتن تراټ د روزنې دوره د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه زرینه او د لاسته راوړنو ډکه دوره وه.
لوبډلمشر راشد خان د نوموړي د تلو په اړه وویل:” موږ په تیرو څلورو، څلور نیمو کلونو کې د هغه (ټراټ) سره ډیر ښه وخت تیر کړی دی. د لوبډلې څخه د نوموړي تګ ډیره احساساتي شېبه ده، مګر همدا ژوند دی، هېڅوک د تل لپاره یوځای نشي پاتې کیدی.نوموړي ته د غوره راتلونکي هیله لرو.”
په ورته وخت کې د رسنیو په وړاندې خبري کنفرانس کې تراټ وویل چې له لوبډلې سره د دندې پای ته رسېدل د ده شخصي
پرېکړه نه وه.

په ټوله کې، د جانتن تراټ د روزنې موده د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه اغېزمنه او له لاسته راوړنو ډکه دوره وه. هغه افغانستان د نړیوالو تکړه ټیمونو سره سیال کړ . د نوموړي د روزنې اغېز به د افغان کرکټ په راتلونکو کلونو کې هم څرګند پاتې شي.

د راشد خان نوی ریکارډ – شاید تر لسیزو څوک ورنږدې نه شي

په شل اوریزو لوبو کې د خان نوی ریکارډ
د افغانستان ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی او د نړۍ له تر ټولو اغېزمن لېګ سپېن توپ اچوونکی راشد خان یو ځل بیا د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې خپل نوم په سرو زرو ولیکه. راشد خان د هند ډهلي لوبغالي کې د شل اوریز نړیوال جام په لړ کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ پر مهال د محمد عرفان وېکټې په اخیستو سره په ټولو شل اوریزو سیالیو کې خپلې ۷۰۰ وېکټې بشپړې کړې او دې تاریخي ریکارډ ته رسېږي.

راشد خان د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې لومړی توپ اچوونکی شو چې ۷۰۰ وېکټې ترلاسه کوي. . تر هغه وروسته د وېسټ انډیز پخوانی الراونډر ډېون براوو د ۶۳۱ وېکټو په لرلو دویم ځای کې دی.
خان په ۵۱۸ شل اوریزو لوبو کې د لوبېدو وروسته یاد ریکارډ په خپل نوم کړ.

په ورته مهال راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هم د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په سر کې ځای لري. نوموړي تر دې مهاله ۱۹۱ نړیوالې وېکټې اخیستي او د نیوزیلنډ تېز توپ اچوونکي ټېم سوتي څخه مخکې په لومړي مقام کې ځای لري.
دا ریکارډ د دې څرګندونه کوي چې راشد نه یوازې په لیګونو، بلکې په نړیوال ډګر کې هم د افغانستان لپاره ستره سرمایه ده او په زړه پورې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو لوبو کې خپله لومړئ لوبه د ۲۰۱۵ کال اکټوبر په ۲۵مه د زیمبابوی په وړاندې ترسره کړې .

۶/۱۷ ، په شل اوریزو لوبو کې د خان تر ټولو غوره توپ اچوونه ده چې یواځې د ۱۷ منډو په ورکولو یې شپږ لوبغاړي سوځولي.

همدارنګه راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د 6.05 ایکانومۍ سره غوره اقتصادي توپ اچوونه ترسره کړې ده.

راشد د معاصر شل اوریز کرکټ تر ټولو بریالی، باثباته او اقتصادي توپ اچوونکی دی چې د ملي لوبډلې سربېره د نړۍ په ګڼو لیګونو لکه د هند غوره لیګ، SAt20، ILt20 او نورو لیګونو کې یې شتون اغېزمن ثابت شوی او د خپلې لوبډلې په ګټه یې په زړه پورې لوبې ترسره کړي دي.