افغان اېلېون لوبډلې په خپل کوربتوب د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې او یو اړخیزه بریا خپله کړه او مېلمنو ته یې د۱۹۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
دغه شل اوریزه دوستانه لوبه نن د جولای په ۱۰مه د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. ازبکستان لوبډلې دپچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغان اېلېون لوبډلې پیلیزو توپوهونکو حسن عیسی خېل او عمران میر د لومړۍ وېکټې لپاره د ۱۸۱ منډو اوږده ملګرتیا وکړه. حسنعیسی خېل په یوازې ۳۴ توپونو د ۱۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ ۱۲۰ چټکې منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې عمران میر همپه ۳۲ توپونو ۷۴ ارزښتناکې منډې وکړې. افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې اوازبکستان ته یې د بریا لپاره ۳۲۴ منډو ستر هدف وټاکه.
د هدف په تعقیب د ازبکستان لوبډله ونه توانېده د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت وکړي او په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو پهسوځېدو یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.
نصیر خان، وفادار مومند او عنران میر هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول، په دې سره افغان اېلېون لوبډلې لوبه د ۱۹۹ منډو په لوی توپیروګټله.
دا دویم ځل دی چې یوه بهرنۍ کرکټ لوبډله د دوستانه سیالیو لپاره افغانستان ته سفر کوي. تر دې وړاندې د ۲۰۱۳ کال په ډسمبرمیاشت په ۳۱مه نېټه د تاجکستان ملي لوبډلې افغانستان ته سفر کړی و، چې په ننګرهار ولایت کې یې دوه یو ورځنۍ او یوه شل اوریزهلوبه ترسره کړه. هغه مهال هم افغان الف لوبډلې درې واړه سیالۍ ګټلې وې، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرکټ د همکارۍ او اړیکو دپراختیا لپاره مهم ګام بلل کېده.
د ازبکستان د لوبډلې اوسنی سفر هم د سیمهییز کرکټ د ودې او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ځانګړیاهمیت لري. دا ډول دوستانه سیالۍ ځوانو لوبغاړو ته د نړیوالو تجربو د ترلاسه کولو فرصت برابروي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې نه یوازې په نړیوالو ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړی، بلکې د سیمې د نوو کرکټي هېوادونو د ملاتړ،روزنې او تجربو شریکولو په برخه کې هم مهم رول لوبوي.
د دغو دوستانه سیالیو دوام او د افغان لوبډلو کوربتوب کولی شي په مرکزي اسیا کې د کرکټ د لا پراختیا، د هېوادونو ترمنځ د ورزشياړیکو د ټینګښت لپاره زمینه لا نوره هم برابره کړي.
