د شاپور ځدراڼ د اتلولۍ کیسه چې په ټول ښوونځي کې یې شور جوړ کړ

 

۲۰۱۵ز کال کې زه اووم ټولګي کې وم او له سهار به ښوونځي ته تللم، هغه وخت د افغانستان ملي لوبډلې لوبې وې او د سهار له خوا ترسره کېدې.

موږ له خپلو ښوونکو ډېره نزدې اړیکه نه لرله او نه مو د لوبو د جزییاتو پوښتنه ترې کولی شوه ، ټول ښوونځي کې د نارینو اداره کې یوازنی تلوېزیون و چې د افغانستان د لوبو پر مهال به یې چالانوه.

ډېر مې نه یادیږي چې د څه شي سیالۍ وې خو د افغانستان او سکاټلنډ لوبه وه، په ټولګیو کې ناستو زموږ د ټولو نجونو زړونه او ذهنونه له لوبې سره و چې څه به شوې وي، څه به کیږي.

په دې کې زموږ یوه ملګرې د نارینوو ادارې څنګ ته تللې وه او له وړې کړکۍ یې پر تلوېزیون لوبه لیدلې وه. زموږ ټولګي ته راغله او ویې ویل د لوبې جزییات به درته زه راوړم. اوور په اوور به یې خبر راوړو چې څو منډې دي او څه حالت دی.

هغې لوبه کې سمیع الله شینواري ۹۶ منډې کړې وې او زموږ د ټولو سترګې همده ته وې چې لوبه به راته ګټي چې په همدې هیله کې موملګرې خبر راووړ افغانستان څو وېکټې له لاسه ورکړې او لوبډله په ډېره سخت وضعیت کې وه. نور نو زموږ هم تمه وختله، باور مو نه کاوه چې لوبه به وګټو، خو زړونه مو بیا هم درزېدل چې بلاخره څه رقم به یې بایلو.

زما ملګرې بیا هم د وروستي ځل لپاره له کړکۍ د لوبې لیدو ته لاړه، لوبه خلاصه شوې وه چې ټولګي ته په چغو راننوته، افغانستان وګټله- شاپور څلوریزه ووهله.

دې غږ سره ته به وا ټول ښوونځی خبر شو نه یوازې زموږ شاوخوا ټولګیو کې د خوشالۍ چغې او چکچکې شوې بلکې په ټول ښوونځي کې انګازې خپرې وې.

دا چې افغان لوبډله په سخت حالت کې وه نو ما سره تلوسه وه چې لوبه څه رقم وګټل شوه، ملګرې مې وپوښتله: لوبه چا او څه رقم وګټله؟

څلور باله او څلور منډې پاتې وې، شاپور ځدراڼ څلوریزه ووهله، حتی په میدان کې یې داسې منډې وهلې چې له خوشالۍ یې بیخي ضعف وکړ.

زه دومره احساساتي شوم چې غوښتل مې له خوشالۍ ښه په چغو وژاړم.

کلونه وروسته چې لا هم هغه صحنه په تلوېزیون یا انټرنېټ ګورم، د شاپور څلوریزه، چغې، منډې، میدان کې پرېوتل، سجدهما ته ښوونځی، زده کوونکې نجونې، د خوشالۍ چغېاو انګازې رایادې شي او همغه شان کیفیاتو سره مخ کېږم لکه دا بریا چې اوسنۍ وي او شاپور یو ځل بیا موږ ته خوشالي راکوي.

صادقانه ووایم، په لومړیو کې مې شاپور ځدراڼ هېڅ نه خوښېده، ځکه وړه وم دومره لوړ درک مې له انسانانو نه درلود خو د دې لپاره مې نه خوښېده چې یو کال یې په شپږیزې لیګ کې د سپین غر پر وړاندې لوبه کې په وروستي توپ اعتراض وکړ او کله چې ریویو واخیستل شوه واقعاً هم شاپور په حقه و، هغه لوبه سوپر اوور ته ولاړه او بست لوبډلې وګټله، شاپور د بست لوبډلمشر و.

ما ته غوسه په دې راتلله چې ولې شاپور ریویو واخیسته او بیا یې لوبه هم وګټله.

خو یو وخت چې ما د شاپور مرکې ولیدې، خبرې مې یې واورېدې واقعاً ځان سره خجالته شوم چې څنګه د یو دومره عاجز او اخلاقي انسان نه بد وړلی شم. نه نه، شاپور ډېر ښه لوبغاړی دیاو په رښتیا چې د سکاټلنډ پر وړاندې له بریا وروسته ما ته یو ځانګړی لوبغاړی و.

Please follow and like us:
Pin Share

Author