Tag: Virat Kohli

له اتلس کلن ځنډ وروسته د بنګلور لوبډلې دوه پرله پسې اتلولۍ.

رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې د ۲۰۲۶م کال هند غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د تیر کال اتلې لوبډلې بنګلور وکولی شول ګجرات ټایټنز ته په ، پایلوبه کې ماته ورکړي، او یو وار بیا جام خپل کړي.
پایلوبه چې تیره شپه، د می میاشتې په ۳۱مه د احمدآباد په نرېندرامودي لوبغالي کې ترسره شوه، بنګلور د پچې په ګټلو د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. ګجرات لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې هدف وټاکه، چې په ځواب کې بنګلور لوبډلې وکولی شول د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې ۱۸م اوور کې یاد هدف ته ځان ورسوي.

د بنګلور مجرب لوبغاړي، وېرات کوهلي یو ځل بیا ځان ښه ثابت کړ او په خپلو ۷۵ ناسوځېدلو منډو په مټ یې لوبډله بریا ته ورسوله او د پایلوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. همدارنګه د آی پي اېل په تاریخ کې وېرات کوهلي لومړنی لوبغاړی شو، چې د آی پي اېل په دوو پړاوونو کې له دوه پرلپسې اتلولۍ ګټلو سره، ۶۵۰+ منډې هم د خپلې لوبډلې لپاره جوړې کړې دي.

د نړۍ تکړه سپېن توپ اچوونکي راشد خان که څه هم پایلوبه کې غوره توپ اچوونه ترسره کړه ،په څاور اوورونو کې د ۲۵ منډو په ورکړې د بنګلور دوه مهم لوبغاړي وسوځول خو بیا هم لوبډله یې د یاد هدف په دفاع کې پاتې راغله.

په عمر کم زړه ور هندي لوبغاړي واېبهاو سوریاوانشي په زړه پورې لوبو نندارې ته په وړاندې کولو یو ځل بیا د کرکټ مینه وال حیران کړل. سره لدې چې لوبډلې یې پایلوبې ته لار ونه مونده، خو بیا هم نوموړی د ۲۰۲۶م کال آی پي اېل مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی شو، چې په ۱۶ پاڼیو کې یې ۷۷۶ منډې جوړې کړي، ددې ترڅنګ نوموړي په سږکال هند غوره لیګ کې د تر ټولو لوړ سټرایک رېټ لرونکي لوبغاړي، د ایمرجنګ لوبغاړي، تر ټولو ارزښتناک لوبغاړي او د ډیرو شپږیزو جایزې هم خپلې کړې.

بلخوا د ګجرات لوبډلې چټک توپ اچوونکی کخیسو رباډا د ۲۹ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي او سراج تر ټولو ډیر ډاټ بالونو جایزې واخیستې.
بنګلور د آی پي اېل په تاریخ کې درېیمه لوبډله شوه چې له خپلې اتلولۍ یې دفاع کړې .

لدې سره، راجت پدیدار د ډهوني او روهېت شرما وروسته درېیم لوبډلمشر شو چې د آی پي اېل په پرلپسې دوه پړاوونو کې خپله لوبډله اتلولۍ ته رسوي.

په سږکال آی پي اېل کې یواځې څلور افغان لوبغاړي ولوبېدل. راشد خان د ګجرات ټایټنز، نور احمد د چینای په ګټه، عظمت الله عمرزی له پنجاب کېنګز سره او الله محمد غضنفر د ممبی لوبډلی لپاره ولوبېدل.
راشد خان د تیرو دوو کلونو په پرتله سږکال ښه ولوبېد او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۲۱ وېکټې تر لاسه کړې، نوموړي سږ کال په ۱۲ مخکښو بالرانو کې یواځینی ورو توپ اجوونکی وو.
بلخوا عظمت الله عمرزي ته یو ځل بیا د تېرو کالونو په څېر ډیرو لوبو کې چانس ورنه کړل شو.
د بنګلور لدې بریا سره د هند غوره لیګ ۱۹م پړاو سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون د ۷۴ لوبو له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.