Tag: IPL

د کرېکټ سترې تجارتي سیالۍ، د هند غوره لیګ نن پیل کیږي

د ۲۰۲۶م کال هند غوره لیګ سیالیو ۱۹م پړاو نن د مارچ په ۲۸مه نېټه د لسو لوبډلو په ګډون پیل شو.
یاد لیګ به د مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې دوام وکړي، چې ۷۰ لوبې به په ګروپ سټېج کې ترسره شي.
د لیګ ستېج ټولې لوبې د هند په ۱۳ ایالتونو کې ترسره کیږي.

په سږکال هند غوره لیګ سیالیو کې د نورو کلونو په خلاف یواځې څلور افغان لوبغاړي اخیستل شوي .
راشد خان یو ځل بیا له ګجرات ټایټنز سره ، نور احمد له چینای سوپرکېنګ ، عظمت الله عمرزی د پنجاب کېنګز لوبډلې سره او الله محمد غضنفر به د ممبی انډینز لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
ټول افغان لوبغاړي د آی پي اېل له پیل څو ورځې وړاندې د لا ښه چمتووالي په موخه هند ته رسېدلي.
الله محمد غضنفر د آی پي اېل په تېر پړاو کې هم د ممبی لوبډلې له لوري اخیستل شوی وو خو د ټپونو له امله یاد لیګ کې ونشو لوبېدی. د جسپرېت بومرا او ټرېنټ بولټ ترڅنګ د نوموړي شتون د ممبی لوبډلې د توپ اچوونې برخه لا پیاوړې کړې.
په تېر پړاو کې، بل افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي ته که څه هم د ډیرو لوبو کولو موقع ورنه کړل شوه، چې له امله یې روزونکي رېکي پواینټېنګ باندې اعتراضونه هم شوي وو، خو بیا یې هم په خپلو ترسره کړو لوبو کې څه باندې ۱۵۰ منډې ترسره کړې او ۹ لوبغاړي یې سوځولي وو، او تمه ده چې نوموړی به په سږکال سیالیو کې هم غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

بلخوا ملي لوبغاړی او د نړۍ تکړه سپېن توپ اچوونکی راشد خان یو ځل بیا د ګجرات لوبډلې برخه دی. راشد خان په آی پي اېل کې له نورو افغان لوبغاړو ډیرې لوبې ترسره کړي. په تېر پړاو آی پي اېل کې نوموړي د پام وړ ښې لوبې ترسره نکړې خو سږکال د مینه والو تمې ورنه ډیرې دي چې د نورو کلونو په څیر به یو ځل بیا د ګجرات لوبډلې لپاره ښه ثابت شي، خان د ګجرات لوبډلې مرستیال روزونکی هم تیر شوی او ددې لوبډلې یو له مهمو او کلیدي لوبغاړو دی.

د آی پي اېل له پیل څو ورځې وړاندې، بنګلور او راجستان لوبډلې هم د نویو مالکانو له لوري وپلورل شول.
راجستان په ۱.۶۳۵ میلیارده ډالر او بنګلور لوبډله په ۱.۷۸ میلیارد ډالرو وپلورل شوه.

لومړئ لوبه د بنګلور په کوربتوب د رویال چلینجرز بنګلور او سنرایزرز حیدرآباد لوبډلو ترمنځ په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې د ۱۸ کلن ځنډ وروسته تېر کال د ( راجت پدیدار ) په لوبډلمشرۍ د لومړي ځل لپاره د دې ستر لیګ اتلولي وګټله، او په پایلوبه کې یې پنجاب لوبډلې ته ماته ورکړې وه.
د آی پي اېل پدې سیزن کې د مدافع لوبډلې بنګلور لپاره د یاش دایال سربېره د نووان توشارا نشتون او لومړئ لوبه کې د جاش هېزلووډ نه لوبېدل بد خبر ګڼل کیږي چې له امله یې ممکن د چټکې توپ اچوونې برخه کې له ستونزو سره مخ شي. نووان توشارا په فېټنس ټېسټ کې د ناکامېدو له امله آی پي اېل کې له ګډون پاتې شوی.
په ورته مهال ممبی انډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلې تر دې دمه له نورو ډیر پنځه،پنځه ځلې د دې لیګ اتلولي ګټلې ده.
خو په دې پړاو کې د چینای لوبډلې لپاره د خواشینۍ خبر دا دی، چې ددې لوبډلې مهم لوبغاړی اېم اېس ډهوني په پښه کې د رامنځته شوې ستونزې له امله لومړۍ دوه اوونیو لپاره لوبه نشي ترسره کولی.

د هند غوره لیګ سیالیو په تېر اتلسم پړاو کې د ګجرات لوبډلې چټک توپ اچوونکی ،پراسید کرېشنا د ۲۵ وېکټو په اخیستو مخکښ وېکټ اخیستونکی وو، بلخوا، افغان سپېنر توپ اچوونکی نور احمد په دویم مقام، د چینای لوبډلې په ګټه ۲۴ وېکټې اخیستې وې. دا چې نور احمد د هند په لوبغالو کې ښه ځلېدلی نو د چینای مینه وال به د نوموړي ښو لوبو دوام ته سترګې په لار وي.
ورسره د ګجرات لوبډلې توپ وهونکی، سای سودارسن په ۷۵۸ منډو جوړولو د لیګ مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

د آی پی اېل لیګ د هند په بیلابیلو لوبغالو کې د نندارچیانو په ګډون په داسې مهال پیلیږي چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د PSL سیالۍ ،دې هېواد کې د امنیتي ستونزو له امله د بندو دروازو ترشا د ډیرو بهرنیو لوبغاړو په نشتون پیل شو.

د ګجرات لوبډلې پر افغان لوبغاړو اعتماد او مثبتې پایلې

ګجرات د افغان لوبغاړو پر مټ د ای پي اېل تر ټولو ستر هدف جوړونکې لوبډلې ته ماتې ورکړه

ګجرات ټایټنز د ای پي اېل سیالیو په دوام خپله درېیمه لوبه له سنرایزرز حیدراباد سره ترسره کړه.

ګجرات په خپله دې لوبه کې د درې افغان لوبغاړو د ښې توپ اچوونې پر مټ د ای پي اېل د تاریخ تر ټولو ستر هدف جوړونکې لوبډلې حیدراباد ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د هند غوره لیګ کې دویمه بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې دا ځل افغان ځوان لوبغاړي نور احمد لکڼوال ته هم د لوبېدو موقع ورکړل شوې وه.

د یادې لوبې پچه حیدراباد وګټله او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو وېکټو په له لاسه ورکولو ګجرات ته ۱۶۲ منډې هدف ورکړ. په داسې حال کې چې تازه یې په خپله تېره لوبه ریکارډ ماتوونکی هدف جوړ کړی وو.

نور احمد د سږني ای پي اېل په خپله لومړنۍ لوبه کې د ګجرات لپاره پیل په لاسه راوړنه وکړ او پیلیز او بریدګر لوبغاړی ټراوېس هېډ یې په ۱۹ منډو له مخې لېرې کړ.

نوموړي د یوې وېکټې په اخیستو په خپلو څلورو اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې.

همدا راز د ګجرات لپاره د پیل اورونو کې عظمت الله عمرزي د یوې وېکټې په اخیستو په خپلو درې اورونو کې ۲۴ منډې او راشد خان هم د یوې وېکټې په اخیستو په څلورو اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې.

د یادو درې افغان لوبغاړو ښه توپ اچوونه د دې لامل شوه چې د حیدراباد توپ وهوونکي له فشار سره مخ شي او د ډېرو منډو جوړېدو مخه یې ونیول شي.

د حیدر اباد لپاره یوازې ابېشېک شرما او عبدالصمد ډېرې ۲۹ منډې وکړې.

د افغان لوبغاړو اړوند لوبډلې ګجرات ټاینټز وکولی شول په ۱۹.۱ اورونو کې د درې لوبغاړو په زیان له ټاکلي هدف ډېرې ۱۶۸ منډې وکړي او بریا ترلاسه کړي.