Author: Amina Azizi

د چمپینز ټرافۍ هرې لوبډلې څومره امتیاز ترلاسه کړ؟

 

د ۲۰۲۵ز کال د چمپينز ټرافۍ یا اتلانو جام سيالۍ د کوربه توب په سر د هند او پاکستان ترمنځ له اوږدې لانجې وروسته ترسره شوې، خوهند پکه ې پخپل دريځ تر اخيره کلک ولاړ وو او خپله لوبډله يې پاکستان ته ونه ليږله، چې ورسره د هند ټولې لوبې د يوې نيمه پايلوبې اوپايلوبې په ګډون په دوبۍ کې ترسره شوې.

افغانستان هم په چمپينز ټرافۍ کې په لومړي ځل ګډون وکړ او په لومړي ګډون سره يې پياوړې انګلينډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او تاريخ يېجوړ کړ، چې ورسره افغان لوبډله نږدې وه د دغه ټورنمنټ نیمه پايلوبې ته هم لاره پيدا کړې، خو د اسټراليا په وړاندې لوبه يې په لاهور کېد مسلسل باران له امله بې پايلې شوه او د افغانستان سفر ورسره پای ته ورسیده او  پنځمه شميره لوبډله حساب شوه.

خو د چمپينز ټرافۍ له پای ته رسيدو سره هرې لوبډلې ته څومره پيسې یا امتیاز ورکړل شو؟

– هندۍ لوبډلې چې د ۲۰۲۵ز کال چمپينز ټرافۍ اتلولي یې خپله کړه تر ټولو ډير ۲.۴۶۷ ميلیونه ډالر ترلاسه کړل.

– د پايلوبې بايلونکې لوبډلې نيوزيلنډ ته بيا ۱.۲۰۵ ميلونه ډالر ورکړل شول.

– سويلي افريقا ته چې په نيمه پايلوبه کې له ماتې سره مخامخ شوه، خو په ګروپ سټيج کې يې دوه برياوي لرلې ۷۵۳زره ډالر ورکړلشول.

– اسټراليا لوبډلې هم چې په نيمه پايلوبه کې له ماتې سره مخامخ شوه او په ګروپي پړاو کې يې يوازې يوه بريا لرله ۷۱۹زره ډالرترلاسه کړل.

– افغانستان چې په ګروپي کې يې يوازې يوه بريا خپله کړه او پنځم مقام يې خپل کړ، ورته ۵۰۹زره ډالر ورکول شو.

– بنګله دېش لوبډلې بيا د شپږم مقام ۴۷۵زره ډالر ترلاسه کړل.

– او د اووم او اتم پوزيشن پاکستان او انګلينډ لوبډلو  هر يو ته ۲۶۵زره ډالر ورکړل شول.

د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ پخواني افغان لوبغاړي يوه اوونۍ وروسته کوم ليګ کې لوبيږي؟

 

د ۲۰۲۵ز کال چمپينز ټرافۍ پای ته رسيدو وروسته مستقماً د کرکټ يو بل ليګ پيليږي، خو دا ليګ د پخوانيو لوبغاړو ترمنځ دی او دافغانستان کرکټ پخوانۍ څېرې هم په کې راښکاره کېږي.

د هند کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د پخواني مشر چيتان شرما له لوري د پنځه آسيايي هېوادونو د پخوانيو لوبغاړو ترمنځ د «ASIAN LEGENDS LEAGUE» په نوم يو ليګ ترتيب شوی چې د مهالوېش له مخې به راتلونکې اونۍ کې پيل شي.

دغه لوبې چې د روانې مارچ مياشتې په لسمه نيټه پيليږي د افغان پټانز، آسيا سټارز، اينډين رويلز، سريلانکا لاينز او بنګله دېش ټايګرزلوبډلې به په کې د يو بل په وړاندې ولوبيږي او د مارچ مياشتې په اتلسمه نيټه به د دوه مخکښو او بریالۍ لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شي.

د دغه شل اووریز ليګ لپاره څه موده وړاندې د ډرافټ «لوبغاړو د پير مراسم» هم تر سره شول چې هرې لوبډلې په کې خپل سکواډونهبشپړ کړل.

د يادولو ده چې د دغه ليګ ټولې لوبې به د هند له خصوصي تلویزون سوني سپورټس په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د دغه ليګ لپاره د افغان پټانز په لوبډله کې:

اصغر افغان ( لوبډلمشر)، نورعلي ځدران، عمران جنت، نوروز منګل، شبير نوري، سميع شينواری، کريم صادق، محمد شهزاد، روښانبارکزی، باطن شاه، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ او عبدالله مزاری شامل دي.

د چمپينز ټرافۍ نيمه پايلوبه؛ کومې لوبډلې سره مخامخ کيدونکې دي؟

 

د ۲۰۲۵کال اتلانو جام یا چمپیتز کې تيره ورځ سويلي افريقا لوبډلې په کراچۍ لوبغالي کې انګلينډ ته ماتې ورکړه، چې ورسره د دغهټورنمنټ د نيمه پايلوبې څلور لوبډلې هم په ډاګه شوې.

په دې سره د اتلانو جام د اته ګډونوالو لوبډلو له منځه څلورو هند او نيوزيلنډ لهالفګروپ او اسټراليا او سويلي افريقا لهبنيمهپايلوبې ته لاره پيدا کړه.

دا هغه څلور لوبډلې دي کومو چې په هند کې د ۲۰۲۳کال يو ورځنيو لوبو نړيوال جام نيمه پايلوبې ته هم لاره پيدا کړې وه چې بيا داسټراليا لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

که څه هم د اتلانو جام د نيمه پايلوبې څلور لوبډلې په ډاګه شوې خو معلومه نه ده چې کومه، کومه لوبډله به سره مخامخ کيږي؟ او دامعلومات به د نيوزيلنډ او هند ترمنځ په دوبۍ کې د ګروپ سټيج د وروستۍ لوبې له پای ته رسيدو وروسته وشي.

ځکه که هند نننۍ سيالۍ کې نيوزيلنډ ته ماتې ورکړې نو د الف ګروپ لومړۍ ليکه خپلوي او دبګروپ له دویمې لوبډلې سره چېاسټراليا ده په نيمه پايلوبه کې به ورسره د سيالۍ ډګر ته ښکته کيږي، خو که يې وبايلله نو بيا به د سويلي افريقا سره نيمه پايلوبه کوي.

همدا ډول نيوزيلنډ هم که نننۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه نو د نيوزيلنډ او اسټراليا ترمنځ به نيمه پايلوبه کيږي، خو که د هند په وړاندېيې ماتې وخوړه نو د سويلي افريقا سره به مخامخ کيږي.

د اتلانو جام لومړۍ نيمه پايلوبه به د روانې مارچ مياشتې په څلورمه نيټه په دوبۍ کې او دویمه نيمه پايلوبه به د مارچ مياشتې په پنځمهنيټه د لاهور قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

هغه لوبډله چې په ۲۲م ځل هڅې هم ناکمه شوه

 

په کرکټ کې د آسيا له لویې وچې د لوبيدونکې بنګله دېش لوبډلې کرکټ ورځ تر بلې بې خونده کيږي او لکه بې روحه وجود هيڅ په کې دتحرک څرک نه ليدل کيږي.

بنګله دېش لوبډله اوږده موده کيږي چې د کرکټ نړيوالې شورا په ټورنمټونو کې يوازې ګډون کوي، په کې ولوبيږي او په همغه لومړي پړاوکې له ټورنمنټ بهر شي.

تيره شپه یې د روان ۲۰۲۵ کال چمپينز ټرافۍ سیالیو کې نيوزيلينډ ته خپله دویمه لوبه وبايلله او په دغه ټورنمنټ کې له مخکې تګ پاتېشوه.

دا د بنګله دېشۍ لوبډلې لپاره د کرکټ نړيوالې شورا ۲۲م ټورنمنټ وو چې په کې ولوبيده خو لا تراوسه د ښې پایلې او اتلولۍ په انتظاردي.

دوی له پيله تر دې دمه د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام په ۷پړاونو، د شل اوریزو لوبو نړيوال جام په نهه پړاونو اوچمپينز په شپږو پړاونو کې لوبيدلي دي، خو په هيڅ يو کې هم اتلولي نه لري او په اکثره ټورنمنټونو کې په لومړي پړاو کې بهر شوي دي.

لیدل کیږي که په نړيواله کچه د بنګله دېش په څېر د کرکټ نړيوالې شورا په ټورنمټونو کې کومې بلې هرې لوبډلې ته د ګډون دومره موقعبرابره شوې، نو لږ تر لږه يوه کې يې اتلولي خپله کړې، خو د بنګله دېش پایله لا هم صفر ده او د دغه لوبډلې اوسني ترکيب، کارکردګۍ اولوبيدو ته په کتو په راتلونکې کې هم د کوم لوی ټورنمنټ د ګټلو وړتیا نه لري.

چمپینز ټرافي؛ د افغانستان او سویلي افریقا لومړنۍ لوبه او د دواړو لوبډلو پرتلنه

افغانستان او سویلي افریقا سبا د چمپینز ټرافۍ لوبو په چوکاټ کې د خپلې لومړنۍ لوبې لپاره له یو بل سره مخامخ کیږي.

دواړو لوبډلو وار د مخه د چمتووالي په موخه تمرینات کړي او پیاوړي لوبغاړي یې ځای پر ځای کړې دي.

په ټوله کې افغانستان او سویلي افریقا تر دې دمه پنځه ځله له یو بل سره مخ شوي چې درې ځل سویلي افریقا او دوه ځل افغان لوبډلهبریالۍ شوې.

په دې پنځه واړو لوبو کې مخکښ منډې جوړونکي او وېکټې اخیستوونکي دواړه د افغان لوبډلې له لوري دي.

رحمن الله ګربز د ۲۱۷ منډو په جوړولو سره لومړنی توپ وهونکی او راشد خان د نهو وېکټو په اخیستو لومړنی توپ اچوونکی دی.

په همدې حال کې نن په خبري کنفرانس کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د پاکستان له اقلیمي وضعیت سره د افغان لوبغاړو دبلدتیا ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او پاکستان هوا ورته ده دلته به هم داسې لوبې کوي لکه په افغانستان کې.

همدارنګه افغان لوبغاړي پاکستان کې په سوپر لیګ کې لوبېدلي او تېر آسیا جام مو هم دلته ترسره کړی.

خو بل لور سویلي افریقا لوبډله د پاکستان له هوا سره نابلده ده او له چمپینز ټرافۍ وړاندې په پاکستان کې په درې اړخیزې لوبلړۍ کېهم پاتې راغله چې پاکستان او نیوزیلنډ ته یې لوبې وبایللې او هم مهاله یې یو پیاوړی توپ اچوونکی انرېچ هم ټپي او له ټرافۍ بهر شویچې دا ټول موارد ښایي سویلي افریقا د افغانستان پر وړاندې تر فشار لاندې راولي.

په ورته وخت دا چې د افغانستان او سویلي افریقا لوبه په کراچۍ لوبغالي کې ده، بېګا له لوبې وروسته د افغان لوبډلې مشر روزونکی یادلوبغالي ته ښکته شوی وو څو ارزونه یې وکړي.

په ټوله کې د کراچۍ د لوبغالي په ویشتنځای په منځنۍ کچه تر ۲۴۰ یا تر ۲۷۰ او درې سوو منډو پورې هدف ورکول کېدی شي، تمهکیږي چې ویشتنځای به سخت وي خو د توپ وهنې او منډو جوړولو لپاره به مناسب. همدا راز به د سوکه توپ اچوونکو لپاره هم نوېتجربې وي.

ولې عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنۍ لوبو د جایزې وړ دی!؟

 

افغان الراونډر مخکښ لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال لپاره د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د کال د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند دی.

په دې مطلب کې په ۲۰۲۴ز کال کې د عظمت الله عمرزي د یو ورځنیو لوبو د کارکاردګۍ په اړه غږېدلي یوو.

عظمت الله عمرزي په ۲۰۲۴ز کال کې له افغان ملي لوبډلې سره د ۱۵ یو ورځنیو لوبو له جملې په ۱۴ لوبو کې توپ وهنه او توپ اچوونه کړې.

:د عمرزي د توپ وهنې کارکردګي

عمرزي په ټوله کې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په یو ورځنیو لوبو کې په ۵۲.۱ اوسط سره ټولې ۴۱۷ منډې کړي.

غوره او د پام وړ توپ وهنه:

په یو ورځنیو لوبو کې د عمرزي تر ټولو غوره توپ وهنه د ۲۰۲۴ کال په فبروروي کې د سریلانکا پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې وه.
نوموړی داسې مهال ډګر ته ښکته شو چې افغان لوبډلې ۱۹ منډې جوړې کړې وې او درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.
عمرزی د پاڼۍ تر پایه ودرېد او په ۱۱۵ توپونو یې ۱۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د عمرزي د توپ اچوونې کارکردګي:

په ورته مهال په توپ اچوونه کې هم د نوموړي کارکردګي خورا ډېره د پام وړ وه.
چې په ۱۴ یو ورځنیو لوبو کې یې په ۴.۸۹ اقتصاد او ۱۹.۳ اوسط سره ټولې ۱۸ وېکټې ترلاسه کړي

تر ټولو غوره توپ اچوونه:

د عمرزي تر ټولو غوره توپ اچوونه د بنګله دېش پر وړاندې وه او د ۳۷ منډو په ورکولو سره یې څلور وېکټې ترلاسه کړې.
دا راز د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هم چې ۹.۲ اووره ترسره شوه او د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده، د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې ترلاسه کړې.

په کلیدي سیالیو کې د عمرزي اغیزمن رول:

د سویلي افریقا پر وړاندې د عمرزي ۸۶ ناسوځیدلو منډو د ۱۷۷ منډو په توپیر د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه او تاریخي لوبلړۍ یې وګټله.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان ټولې یو ورځنۍ لوبې او پایلې

 

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لومړنۍ یو ورځنۍ لوبلړۍ د فبروري په ۹مه له سریلانکا سره پیل شوه چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې یېدوام وکړ. سریلانکا د درې واړو لوبو په ګټلو سره لوبلړۍ وګټله.

د دې لوبلړۍ په دوه لوبو کې د افغان لوبډلې په نوملړ کې بدلون راغلی وو، فرید ملک، قیس احمد په دوه لوبو کې او د لومړي ځل لپارهشرف الدین اشرف ته هم په یوې لوبه کې ځای ورکړل شو.

په ټوله کې د سریلانکا پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې عظمت الله عمرزي ۳۰۶، محمد نبي ۱۵۱ او رحمت شاه ۱۳۵ تر ټولو ډېرې منډېوکړې. په توپ اچوونه کې بیا عظمت الله عمرزي په یوه لوبه کې درې او قیس احمد په دوه لوبو کې ټولې درې وېکټې اخیستي دي.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړی د سریلانکا چټک توپ وهوونکی پاتوم نېسانکا وو.

د یادولو ده چې راشد خان او مجیب ځدراڼ د سریلانکا پر وړاندې د لوبلړۍ برخه نه وو.

ښاغلی خان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د ملا په برخه کې له عملیات وروسته د لنډ مهال او د خپلې روغتیا د ښه والي لپاره له لوبوناست شوی وو او همداراز مجیب ځدراڼ د سریلانکا پر وړاندې د سیالیو په درشل کې خوږ شوی وو او تر ښه کېدو پورې له لوبډلې وتلیوو.

د افغانستان دویمه یو ورځنۍ لوبلړۍ په مارچ میاشت کې د ایرلېنډ پر وړاندې وه.

لوبلړۍ د مارچ په اوومه پیل او تر یوولسمې یې دوام وکړ.

الله محمد غضنفر ته هم د لوبېدو فرصت ورکړل شوی وو او د نوملړ برخه وو.

د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان وګټله. دویمه لوبه چې د مارچ په نهمه ترسره کېده، د ورښت له امله ونه شوه خو د افغان لوبډلې په ۱۵کسیز نوملړ کې نوي لوبغاړي ریاض حسن، نوید ځدراڼ او ننګیال خروټی لیدل کېده.

په درېیمه لوبه کې افغان لوبډلې ایرلېنډ ته د ۱۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او ایرلېنډ په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې په لومړي نمبر رحمن الله ګربز ۱۷۲، دویم حشمت شهیدي ۱۱۹ او درېیم محمد نبي ۸۸ډېرې منډې وکړې.

توپ اچوونه کې فضل الحق فاروقي او محمد نبي ۵۵ او ننګیال خروټي ۴ ډېرې وېکټې واخیستې.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړی رحمن الله ګربز وو.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغان لوبډلې درېیمه یو ورځنۍ لوبلړۍ او اوومه لوبه له شل اووریز نړیوال جام وروسته د سویلي افریقا پر وړاندې وه.

دا لوبلړۍ د سپټمبر په ۱۸مه پیل شوه.

په لومړۍ لوبه کې او هم د لومړي ځل لپاره افغانستان سویلي افریقا ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.

د لوبلړۍ دویمه لوبه کې هم افغانستان سیالې لوبډلې ته په ستر توپیر ۱۷۷ منډو ماتې ورکړه، دې لوبه کې په درې واړو برخو«توپ وهنې،توپ اچوونې او ډګر ساتنې» کې د افغان لوبغاړو کارکردګي ډېره د پام وړ وه.

درېیمه لوبه سویلي افریقا د ۷ وېکټو په توپیر وګټله.

هم مهاله دا چې له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د تمریناتو په وخت ابراهیم ځدراڼ د خپلې پوندې په برخه کې ټپ لیدلی وو نو له سویليافریقا سره د لوبلړۍ په دوو لوبو کې ریاض حسن ته او په یوه یعنې درېیمه لوبه کې عبدالمالک ته د پیلیز لوبغاړي ځای ورکړل شوی وو.

په دې لوبلړۍ کې تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز ۱۹۴، عظمت الله عمرزي ۱۱۳ او رحمت شاه ۵۹ وکړې.

په توپ اچوونه کې راشد خان اته او فاروقي څلور ډېرې وېکټې واخیستې.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړی بیا هم رحمن الله ګربز وو.

له سویلي افریقا وروسته په نومبر میاشت کې د افغانستان څلورمه یو ورځنۍ لوبلړۍ له بنګله دېش سره وه.

لوبلړۍ د نومبر په ۶مه پیل او تر یوولسمې یې دوام وکړ لومړۍ لوبه افغانستان، دویمه بنګله دېش او درېیمه بیا هم افغانستان وګټله.

له بنګله دېش سره یو ورځنۍ لوبلړۍ کې تازه دمي بریدګر پیلیز توپ وهوونکي صدیق اتل د ابراهیم ځدراڼ پر ځای د ګربز ملتیا کوله.

په ټوله کې د بنګله دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې محمد نبي ۱۳۵، رحمن الله ګربز ۱۰۸، حشمت شهیدي ۷۵ او صدیق اتل ۷۴ډېرې منډې کړي.

توپ اچوونه کې غضنفر اته، راشد خان ۵ او عمرزي ۴ وېکټې اخیستي دي.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړی محمد نبي وو.

او په ۲۰۲۴ز کال کې د افغانستان وروستۍ لوبلړۍ د دېسمبر په ۱۷مه له زمبابوې سره وه چې پرته له لومړۍ لوبې یې په نورو دوو لوبوکې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لومړنۍ لوبه یوازې ۹.۲ اووره ترسره شوه چې د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې رحمن الله ګربز خوږ شوی وو او له دغې لوبلړۍ وتلی وو چې پر ځای یې صدیق اتل او عبدالمالک د پیلیزو لوبغاړو پهتوګه ولوبېدل.

دویمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ستر توپیر ۲۳۲ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې صدیق اتل خپله لومړنۍ نړیواله سلیزه هم ووهله او ورسره څنګ کې عبدالمالک ۸۶ منډې وکړې.

د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې بیا هم صدیق اتل او عبدالمالک ښه توپ وهنه وکړه او د غضنفر په غوره توپ اچوونې سره افغانستان لوبلړۍوګټله

د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې د صدیق اتل ۱۵۳، عبدالمالک ۱۱۳ او د حشمت شهیدي ۴۹ تر ټولو ډېرې منډې وې.

توپ اچوونه کې غضنفر ۹ او عمرزي ۶ ډېر لوبغاړي وسوځول.

د لوبلړۍ غوره لوبغاړی صدیق اتل وو.

په ټوله کې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ټولې پنځه یو ورځنۍ لوبلړۍ چې ۱۵ یو ورځنۍ لوبې په کې شاملې دي ترسره کړي.

له سریلانکا پرته یې له ایرلېنډ، سویلي افریقا، بنګله دېش او زمبابوې یو ورځنۍ لوبلړۍ ګټلې دي.

په دې لوبلړیو کې یې درې لوبې سریلانکا، یوه سویلي افریقا او یوه بنګله دېش ته بایللې ده.

یوه لوبه یې د اېرلېنډ او بله د زمبابوې پر وړاندې د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې.

بل لور د ۲۰۲۴ د ټولو یو ورځنیو لوبو په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز ۴۷۴، عظمت الله عمرزي ۴۱۷، محمد نبي ۴۱۰،حشمت الله شهیدي ۲۹۰ او رحمت شاه ۲۸۰ منډې کړي.

په توپ اچوونه کې بیا غضنفر ۲۱، عظمت الله عمرزي ۱۷، راشد خان ۱۵، او فاروقي ۱۲ ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.

تېر کال د یو ورځنیو لوبو په لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو له ډلې قیس احمد ته په دوه، بلال سمېع ته په یوه، ریاض حسن ته په دوه، نویدځدراڼ ته په دوه، ننګیال خروټي ته په اووه، غضنفر ته په ۱۰ او عبدالمالک ته په درېیو لوبو کې چانس ورکړل شوی وو.

دا راز شرف الدین اشرف په يوه او فرید ملک په پنځو لوبو کې لوبول شوی دی.

د باکسينګ ورځې ټيسټ لوبه او مخینه یې

 

په اسټراليا کې له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې هر کال د ډيسمبر مياشتې په ۲۶مه په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې د اسټراليا او يوې ميلمه لوبډلې ترمنځ ټيسټ لوبه ترسره کيږي، چې د باکسينک ورځې ټيسټ لوبې په نوم ياديږي.

اوس له ډيرو کرکټ مينه والو سره پوښتنه پيدا کيږي، چې ولې په دې ورځ پيل کيدونکې ټيسټ لوبې ته د باکسينګ ورځې ټيسټ لوبه ويل کيږي؟

اصل کې دلته له باکسينګ موخه دا نه ده چې دوه کسان پر يو بل وارونه کوي، بلکې دغه اصطلاح د کريسمس جشن پورې تړلې ده، چې په سبا يعنې د ډيسمبر په ۲۶مه په اسټراليا، نيوزيلينډ، کاناډا، انګلينډ او ځينې نورو هيوادنو کې خلک یو بل ته په باکسونه کې ډالۍ ورکوي، چې له امله يې دغه ورځ د باکسينګ او دغه لوبه هم د باکسينګ ورځې لوبې په نوم ياديږي.

د باکسينګ ورځې لوبه ۱۳۰ کاله تاريخ لري، د لومړي ځل لپاره د اسټراليا په شېفل شېلټ سياليو کې د دوه کورنيو لوبډلو ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ترمنځ په ۱۸۹۲ کال کې ترسره شوه، له دغې لوبې ۵۸ کاله وروسته په ۱۹۵۸ کال کې د لومړي ځل لپاره په نړيوال کرکټ کې په دغه ورځ د اسټراليا او انګلينډ ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې دغه لړۍ له همغه تاريخ پيل شوه او وروسته په ۱۹۵۲، ۱۹۶۸، ۱۹۷۴ او ۱۹۷۵ کالونو کې دغه ټيسټ لوبه د اسټراليا په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوي، د دې ترڅنګ په ۱۹۷۲ او ۱۹۷۶ کلونو کې دغه ټيسټ لوبه د اسټراليا په ايډليډ لوبغالي کې ترسره شوې.
خو له ۱۹۸۰ کال راهيسي په همدې ورځ په او مېلبورن کرکټ لوبغالي کې هرکال د باکسينګ ورځې ټيسټ لوبه ترسره کيږي.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ نه يوازې په اسټراليا بلکې په افريقا، نيوزيلينډ او نورو هيوادنو کې هم ترسره کيږي، چې سږکال به افغانستان هم په لومړي ځل د باکسينګ ورځې ټيسټ لوبه ترسره کړي او د کوربه زيمبابوې په وړاندې به سبا د ډيسمبر مياشتې په ۲۶مه د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د باکسينګ ورځې په دوه نورو ټيسټ لوبو کې بيا سږکال کوربه سويلي افريقا د پاکستان په وړاندې او هند به د کوربه اسټراليا په وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

تر نړیوال کرېکټ د غضنفر لنډ خو له خوند او لاسته راوړنو ډک سفر

د الله محمد غضنفر جادویي توپ اچوونه او د نوموړي د کرېکټ د سفر پیل

ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر دا مهال په ملي لوبډله کې د توپ اچوونې د ملا تیر بلل کیږي.

نوموړي په دې وروستیو کې په هره لوبه کې غوره توپ اچوونه کړې په ځانګړې توګه د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې یې توپ اچوونه خورا ډېره د پام وړ وه.

غضنفر د یو ورځنۍ لوبلړۍ په دوو لوبو کې په خپلې جادویي توپ اچوونې سره ټولې اته وېکټې ترلاسه کړې چې دې ورځو کې د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکی جوړ شوی.

دا چې څنګه غضنفر د کرېکټ سفر پیل او دومره زر تر نړیوال سټېج راورساوه، د نوموړي له بېلابېلو مرکو مو را اخیستي.

الله محمد غضنفر په خپله یوه مرکه کې ویلي، د کرېکټ د پیل وختونو کې یې خپله وړتیا نه وه پېژندلې او تېزه توپ اچوونه یې کوله خو د روزونکي له مشورې وروسته یې ورو توپ اچوونه پیل کړه او خپله وړتیا یې په کې وښودله.

غضنفر د کرېکټ رسمي سفر په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶ کلنو کم عمره لوبډلې سره پیل کړ او له دې لوبدلې بریالی راووت چې له مخې یې ورو ورو د ګرېډ ټو او فرسټ کلاس په ګډون کورنیو سیالیو ته لار پیدا کړه.

نوموړي ویلي کله یې چې په ماشومتوب کې په کلي کې ټېنس بال کرېکټ کاوه نو ده او ملګرو به یې په ځان د ملي لوبډلې لوبغاړو نومونه اېښودل خو یوه ورځ داسې هم راغله چې په شپږیزه لیګ کې له همغو لوبغاړو سره ولوبېد.

غضنفر سره له دې چې په شپږیزه لیګ کې نه وو اخیستل شوی او نه د نوملړ برخه وو، خو د لومړي ځل لپاره په «۲۰۲۲» کال کې کله چې دوه پاکستاني لوبغاړي د امنیتي اندېښنو له کبله له کابل ووتل، غضنفر له مېس عینک لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته شو او په خپلې ښې توپ اچوونې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د غضنفر په وینا، د توپ اچوونې د بریا راز یې دا دی چې ډېر زر په شپږیزه لیک کې له ملي لوبغاړو سره یوځای شو او بېلابېلې تجربې یې ترلاسه کړې.

غضنفر ویلي، مشر ورور یې کرېکټ کولو ته وهڅولو او د ځینو مواردو په زده کولو کې یې هم خواري ورسره کوله.

که څه هم د غضنفر د کرېکټ لوبیز سفر ډېر له کړکېچونو او پېچومو سره مل نه وو خو په کم وخت کې یې ډېره اوږده لاره ووهله او په نړیوال جام کې له ۱۹ کلنې لوبډلې سره تر ښې کارکردګۍ وروسته په ای پي اېل کې کلکتې لوبډلې د مجیب د ځایناستي په توګه له ځان سره کړ.

نوموړی تر ټولو کم عمره افغان لوبغاړی وو چې په ای پي اېل کې وپېرل شو او له هغې وروسته یې نورو لیګونو ته هم لارې پرانیستل شوې.

غضنفر دا مهال د ای پي اېل په ګډون د لانکا پریمیر لیګ، متحده عربي اماراتو ټي ټين لیګ او یو شمېر نورو نړیوالو لیګونو برخه دی.

نوموړي په خپله یوه مرکه کې ویلي چې له کرېکټ ور ها خوا یې فري فایټ او فوټبال سره هم مینه ده او کرېکټ ته له راتګ مخکې یې فري فایټ او فوټبال کاوه.

غضنفر دا مهال ټولې ۱۱ یو ورځنۍ لوبې کړي چې ۲۱ وېکټې یې په کې ترلاسه کړي او له محیب الرحمن وروسته چې نوموړي د افغانستان لپاره په خپلو لومړنیو ۱۱ یو ورځنیو لوبو کې ۲۷ وېکټې اخیستې وې، دویم ریکارډ ثبت کړی.

ای پي اېل که ځینې ناپېرل شوي افغان لوبغاړي پي اېس اېل ته ځي

 

په ۲۰۲۵ز کال کې د پاکستان سوپر لیګ راتلونکی لسم پړاو له خپل معمول وخت وروسته د اپرېل او می میاشتو ترمنځ ترسره کیږي.

د دغه لیګ د ترسراوي نېټې په وروسته کېدو سره د بولۍ د ترسره کېدو نېټه هم وروسته شوې او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په یوولسمه له پاکستانه بهر ترسره کیږي.

د ای سي ای د راپورونو پر بنسټ، دا چې د آی پي اېل او پي اېس اېل سیالیو وختونه له یو بل سره په ټکر کې دي داسې انګیرل کېدل چې پې اېس اېل به خپل ډېر نړیوال او مخکښ لوبغاړي له لاسه ورکړي. خو بل لور د پاکستان سوپر لیګ فرنچائزونو پرېکړه کړې چې د آی پې اېل له بولۍ پاتې او نه پېرل شوي لوبغاړي دوی واخلي.

راپورونه ښيي، چې د پاکستان سوپر لیګ لوبډلو د دغه هېواد بورډ ته د هغو لوبغاړو نوملړ سپارلی چې ای پي اېل کې نه دي پېرل شوي او غواړي د پاکستاني لیګ له بولۍ وړاندې له دغو لوبغاړو سره خبرې وکړي چې په سوپر لیګ کې ولوبیږي.

په همدې حال کې ویل کیږي چې تراوسه د افغان لوبغاړو له ډلې محمد نبي او مجیب ځدراڼ پاکستاني لیګ ته نوملیکنه کړې او په ډېر احتمال سره یې د قرارداد په اړه هم خبرې شوې دي. تراوسه د نورو افغان لوبغاړو په اړه کوم خبر نشته.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال لسګونه افغان لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ ته نوملیکنه کړې وه خو یوازې درې لوبغاړي راشد خان، نوین الحق او نور احمد پېرل شوي وو. او یادو درېیو لوبغاړو هم سوپر لیګ تحریم کړ. راشد خان د ملا په برخه کې د جراحۍ او نوین الحق او نور احمد د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د لوبلړۍ له امله په سوپر لیګ کې ونه لوبېدل.