یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ، د یوې بلې بریالۍ دورې له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.
د کورني کرکټ تر ټولو سترې سیالۍ چې جولای میاشتې په لومړئ نېټه د خوست ولایت رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پیل شوې وېوروسته له دوه اوونیو دوام نن د جولای په ۱۵مه پای ته ورسېدې.
پایلوبې ته د ټورنمنټ دوه غوره لوبډلو، سپین غر او آمو نهنګانو لار موندلې وه.
سپین غر لوبډلې د ټاس په ګټلو د تیر کال اتلې لوبډلې آمو په وړاندې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.
سپین غر لوبډلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې ترسره او سیالې آمو لوبډلې ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.
آلرونډر لوبغاړی عصمت عالم یو ځل بیا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۷ منډې ترسره کړې.
د هدف په تعقیب کې آمو لوبډلې ښکلې لوبه پیل کړه، د درې لوبغاړو په سوځېدو یې د لوبې اوولسم اوور کې ټاکل شوي هدف ته ځانورساوه او پایلوبه یې وګټله.
د آمو لوبډلې لپاره ځوانو لوبغاړو هر یوه عمران میر ۷۷ او حسن عیسی خیل *۶۳ ناسوځېدلو منډو په جوړولو خپله لوبډله بریا ته ورسوله.
لدې سره آمو لوبډله د پرلپسې درېیم ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتله لوبډله شوه.
عمران میر د ۷ شپږیزو په مټ د ۷۷ منډو په جوړولو د پای لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ګڼ انفرادي او ډلهییز ریکارډونه جوړ شول او د کرکټ مینهوالو ته یې د یاد وړ شېبې ډالۍ کړې. ځوانو لوبغاړو د تجربه لرونکو ستوروترڅنګ خپل استعدادونه ثابت کړل، ښه وځلېدل او ښې لوبې یې ترسره کړې، خلیل ګربز د مس عینک لوبډلې لوبغاړی د ۱۴ لوبغاړو پهسوځولو د لیګ مخکښ وېکټ اخیستونکی شو.
ورسره ددې لوبډلې بل تکړه لوبغاړی او لوبډلمشر رحمن الله ګربز د ۳۶ شپږیزو په ترسره کولو د ( خان د شپږیزې ) جایزه ترلاسه کړه. همدارنګه ګربز د شپږیزې لیګ سیالیو کې تر ټولو ډیرې سلیزې جوړوونکی لوبغاړی هم شو، او په روانه شپږیزه کې یې تر ټولو چټکه سلیزهاو تر ټولو چټکه پنځوسیزې ریکارډ هم په خپل نوم کړ.
عصمت عالم د ۲۹۴ منډو او ۹ وېکټو په ترلاسه کولو د یوولسم پړاو شپږیزې لیګ سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دې سیالیو یو ځل بیا ثابته کړه چې شپږیزه لیګ د افغان کرکټ د راتلونکي د جوړولو، د نوو استعدادونو د را برسېره کولو او د کرکټ د لاپراخېدو لپاره تر ټولو مهم کورنی پړاو دی.
د شپږیزې تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې د ملي لوبډلې لپاره د نویو استعدادونو د پېژندلو غوره فرصت برابروي. په تېرو کلونو کېګڼ شمېر هغه لوبغاړي چې نن د افغانستان د ملي لوبډلې مهم غړي دي، لومړی ځل یې خپل استعداد په همدې سیالیو کې څرګند کړی و. سږ کال هم یو شمېر ځوانانو داسې ځلاندې لوبې وکړې چې د راتلونکو ملي او نړیوالو سیالیو لپاره یې د انتخاب دروازې پرانیستې.
له تخنیکي پلوه هم سږنی پړاو د ستاینې وړ وو. د لوبو منظم تنظیم، د سیالیو کیفیت، د لوبغالي چمتووالی او د لوبو ژوندۍ خپرونې د دېلامل شوې چې د افغانستان کورنی کرکټ لا مسلکي بڼه خپله کړي.
شپږیزه یوازې د کرکټ یوه سیالي نه ده؛ بلکې د هېواد په کچه د یووالي، خوښۍ او ګډو احساساتو یوه ستره صحنه ده. د هېواد لهبېلابېلو ولایتونو څخه زرګونو مینهوالو لوبې له نږدې وکتلې او میلیونونو نورو د تلویزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې تعقیب کړې.
له اقتصادي پلوه هم د دې لیګ اغېز د پام وړ دی. د کورنیو لوبغاړو، روزونکو، لوبڅارانو، رسنیو، تخنیکي کارکوونکو او ګڼو نورو برخو ته دکار او تجربې زمینه برابریږي، او د افغانستان د کرکټ اقتصادي ارزښت لا پیاوړی کېږي.
