Author: Amina Azizi

ای پي اېل کې پر بهرنیو لوبغاړو د دوه کلن بندیز لګولو وړاندیز

 

د ای پي اېل په راتلونکي پړاو کې د بدلونونو لپاره د دغه ستر لیګ د لوبډلو مالکین او تنظیموونکي د سلامشورو لپاره سره را غونډ شوي.

هغه څه چې ډېری لوبډلې پرې سلا دي، دا دي چې د هغو لوبغاړو په اړه باید یوه پرېکړه وشي چې په ای پي اېل کې پلورل کیږي خو لوبو ته نه راځي.

همدارنګه هغه لوبغاړي چې پرته له کوم عذر او دلیل د ای پي اېل سیالیو له دوامه وځي، باید پرې دوه کلن بندیز ولګول شي.

څو لوبډلو پر داسې لوبغاړو د دوه کلن بندیز لګولو وړاندیز کړی خو تراوسه داسې کومه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده.

که څه هم له یوه لوري د لوبغاړي پلورل او لوبو ته نه راتلل یا له کوم عذر پرته له لوبو د یو لوبغاړي وتل د لوبډلې تګلاره او ستراتیژي ګډوډوي خو له بل لوري پر داسې لوبغاړو د دوه کلن بندیز لګولو سره به ای پي اېل خپل نړیوال لیدونکي او مینه وال له لاسه ورکړي.

په ورته مهال د ای پي اېل د مالکینو ترمنځ د غونډې پرمهال همدا راز بحث شوی، هغه لوبغاړي چې ای پي اېل ته له نوملیکنې سره هم مهاله بل کوم کوچني لیګ او سیالیو ته د ډېرو پیسو په بدل کې د پلورلو په تمه نوملیکنه کوي باید د نوملیکنې دا شرط ورته محدو شي او یوازې ای پي اېل ته نوملیکنه لازمي وګڼل شي یعنې په دې معنا چې هېڅ لوبغاړی باید له ای پي اېل سره هم هم مهاله بل لیګ ته نوملیکنه ونه کړي.

له څو ورځو راهیسې د ای پي اېل د لوبډلو ترمنځ په بېلابېلو موضوعاتو او په دغه لیګ کې د بدلونونو په راوړلو بحثونه او ناندرۍ روانې دي خو تراوسه د بحث شویو بدلونونو په اړه کومه قاطع پرېکړه نه ده شوې.

له افغانستان سره د جانتن ټرات وروستۍ میاشتې

 

له ملي لوبډلې سره له دوه نیمو کلونو دندې، مسؤولیت او ستړیا وروسته جانتن ټرات په را روانې دېسمبر میاشت کې له افغانستان سره مخه ښه کوي او له دې څو میاشتې وروسته به په پاکستان کې چمپینز ټرافي وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له جانتن ټرات سره د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړی وو چې په ټوله کې ۲۰۲۳ کال کې مثبت ثابت شو خو د یو ورځني نړیوال جام پر مهال د نوموړي تر روزنې لاندې افغان لوبډلې کابو نیمه پای لوبې ته ځان نزدې کړی وو.

بیا ځلي افغان کرېکټ بورډ د روان کال د جنورۍ میاشت په لومړۍ نېټه له ښاغلي ټرات سره تړون لاسلیک کړ او په همدې کال کې یې تر روزنې لاندې افغانستان د شل اووریز نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ووت خو د تړون له مخې لنډ یې په دېسمبر میاشت کې له افغانستان سره ماموریت پای ته رسیږي.

په همدې حال کې د نوموړي د مشر روزونکي د دندې پر مهال په لویو او د پام وړ لاسته راوړنو کې د انګلېنډ، پاکستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان بریاوې د پام وړ وې.

خو له دې ټولو سره سره، جانتن ټرات هغه نوم دی چې تر ډېره به د خپلې رښتیني دندې له مخې د افغانستان د کرېکټ په تاریخ او د مینه والو په زړونو کې پاتې وي.

ښاغلي ټرات د یو جدي مشر په توګه له افغان لوبډلې سره حتی په ډګر کې د لوبې پر مهال هم کار کاوه او هېڅکله له مشورو او لارښوونو ورکولو ستړی نه شو.

بل لور له لوبغاړو سره د نوموړي جدي او مساویانه چلند هغه څه وو چې هر لوبغاړی یې خپل مسوولیت ته متوجه کاوه او هر یو په خپل کار کې بریالی وو.

د کرېکټ افغان مینه وال هم د ښاغلي ټرات د دندې په پای ته رسېدو ناخوښ دي او د نوموړي د ښې روزنې ستاینه کوي.

په ورته مهال جانتن ټرات وار د مخه د سویلي افریقا لیګ کې له پرېټوریا کپیټلز سره د مشر روزونکي په توګه تړون لاسلیک کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ښایي د سویلي افریقا لیګ او چمپینز ټرافي په یو وخت وي نو له دې ښکاري چې ټرات به له افغانستان سره خپل تړون بیا تمدید نه کړي.

له یو شمېر هېوادونو سره د افغان ملي، الف او ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د لوبلړیو احتمال

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ملي، الف او ۱۹ کلنو لوبډلو د لوبلړیو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشرتابه غړو میرویس اشرف او نصیب خان چې په سریلانکا کې یې د کرېکټ نړیوالې شورا په ناسته کې ګډون کړی وو، هلته د یو شمېر هېوادونو د کرېکټ بورډ له مشرانو سره د افغان لوبډلو پر راتلونکو لوبو سلامشورې کړي.

دغه غونډه چې درې ورځې وړاندې پای ته رسېدلې په اړه یې د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې له چمپینز ټرافۍ وړاندې یې د افغان لوبډلو د لوبلړیو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره سلامشوې وکړې.

که څه هم د لوبلړیو د حتمي ترسره کېدو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي خو کرېکټ بورډ ویلي چې د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او وېسټ انډیز له مشرانو سره یې د ملي لوبډلې د لوبلړیو د تنظیم او ترسراوي، له بنګله دېش او زمبابوې سره د الف لوبډلې او همدارنګه له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د ملي ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبلړیو د ترسره کولو په اړه خبرې کړې دي.

کرېکټ بورډ ویلي د دغو خبرو پایلې او د لوبلړیو څرنګوالی به په لنډ وخت کې اعلان کړي.

بل لور د کرېکټ افغان مینه وال هم په تمه دي چې د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز په څېر له لویو لوبډلو سره د افغانستان دوه اړخیزې لوبلړۍ وګوري.

افغان لوبډلې چې په ډېر کم وخت او چټک مزل سره یې ځان یوه پیاوړې لوبډله راڅرګنده کړه تراوسه له لویو او مخکښو لوبډلو سره لکه سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلېنډ سره لوبلړۍ نه دي لوبولي او یوازې په نړیوالو جامونو کې سره مخامخ شوې دي.

بل لور د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د ای سي سي په ناسته کې د نړیوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو په تېر نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د حیرانوونکو لوبو، بریاوو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

د افغانستان لپاره په یو ورځني نړیوال ڪرېکټ کې ډېر مېډن یا خالي اورونه چا ترسره ڪړي؟

 

د کرېکټ په لویو نړیوالو، خپلمنځي او کورنیو سیالیو کې مېډن یا خالي اوورونه هغه څه دي چې د لوبې د اړخ معلومولو یا د ګټوونکي او بایلوونکي لوري په روښانه کولو کې کلیدي رول لوبوي.

په هره لوبډله کې تر ډېره هغه توپ اچوونکي ته د توپ اچوونې فرصت ورکول کیږي چې کولی شي اوورونه ښه وباسي او په هر اوور کې لاقل درې یا څلور توپونه یا ټول اوور مېډن یا بې له کومې منډې ورکولو ترسره کړي.

موږ په دې معلوماتي مطلب کې درته په یو ورځني نړیوال کرېکټ کې د افغانستان د مېډن یا خالي اوورونو ترسره کوونکي توپ اچوونکي په ګوته کړې دي.

په دغه ریڪارډ کې په لومړي مقام الرونډر محمد نبي عیسی‌خېل دی، نوموړي په ټوله کې د افغانستان لپاره د پنځوس‌اووریز ڪرېکټ په ۱۶۱ پاڼیو کې ۵۰ مېډن اوورونه ترسره ڪړي دي.

بل خوا په دویم ځای بیا مجیب ‌الرحمن ځدران دی؛ چې په پوره ۷۵ لوبو کې یې د افغانستان لپاره ۳۹ مېډن اورونه ترسره ڪړي.

درېیم مقام له راشدخان سره دی؛ نوموړي هم په ټولو ۱۰۳ پنځوس‌اووریزو لوبو کې 32 مېډن اورونه ترسره ڪړي دي.

په څلورم ځای کې افغان پیلیز چټڪ توپ اچوونکی فضل‌الحق فاروقي ده، نوموړي په ټولو 32 پنځوس اووریزو لوبو کې 14 مېډن اورونه ترسره ڪړي.

او په وروستي پنځم مقام کې بیا ټول‌چاری ګلبـدین نایب دی، چې د همدې فارمټ په ۸۳ لوبو کې یې ۱۲ مېډن اورونه ترسره کړي دي.

«پاکستان امن نه دی» د چمپینز ټرافۍ په اړه د کرېکټ د لر او بر مینه والو کمپاین

 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مبارز او سیاسي غړي ګېلامن وزیر له برید او د نوموړي له شهادت وروسته اوس د کرېکټ د لر او بر مینه والو په پاکستان کې د ترسره کېدونکې چمپینز ټرافۍ پر وړاندې کمپاین پیل کړی.

پاکستان چې د تېرې چمپینز ټرافۍ اتلولي یې ګټلې وه نو پر دې بنسټ د راتلونکي چمپینز ټرافۍ کوربتوب هم دې هېواد ته ورکړل شوی.

اوس په خواله رسنیو کې د کرېکټ د لر او بر افغان مینه والو له لوري په پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ د ترسره کېدو پر ضد کمپاین پیل شوی.

دوی د کرېکټ د نړیوالې شورا پر فېسبوک پاڼې هرې ځړونې ته په کمېنټ کې لیکي چې په پاکستان کې د ګېلامن وزیر وژل کېدو ته په پام سره یاد هېواد په سیمه کې امن نه دی.
دا به د نړیوالې شورا لپاره غوره وي چې په بل هېواد کې د چمپینز ټرافۍ د ترسره کېدو په اړه غور وکړي.

دوی همدا راز په خواله رسنیو کې د خپلو ځړونو او خپرونو پر مهال هم د کرېکټ نړیواله شورا ذکر کوي او په پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ د نه ترسره کولو خبره یې له غوږه تېروي.

په ورته مهال د هند کرېکټ بورډ هم ویلي د امنیتي اندېښنو له امله ښایي ونه شي کولی پاکستان ته د چمپینز ټرافۍ لپاره ولاړ شي خو بیا هم د خپل مرکزي حکومت پرېکړې ته په تمه دي.

په همدې حال کې د پاکستان امن نه دی د کمپاین غړي هم د هند په څېر د افغانستان په ګډون له نورو هېوادونو غواړي چې دا به ورته ښه وي د خپلو لوبغاړو امنیت او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او پاکستان کې د چمپینز ټرافۍ لپاره ولاړ نه شي.
پاسکتان امن نه دی، د چمپینز ټرافي باید هلته ونه شي.

له دې ټولو سره سره، تراوسه د کرېکټ نړیوالې شورا د دغه کمپاین او غوښتنو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

په ټولو فارمټونو کې د تر ټولو ډېرو سټمپونو وېکټ ساتونکي؛

د کرېکټ په ټولو نړیوالو یا کورنیو فارمټونو کې د وېکټ ساتونکي له خوا خپله دنده یې هم بې له کومې لاسته راوړنې نه وي.

د وېکټ ساتونکي له لوري په وېکټو سټمپ کول په کرېکټ کې د توپ اچوونې لوبډلې او د لوبې لیدونکو ته یې تر ټولو خوندوره برخه ده.

هر کله چې توپ وهوونکی د توپ وهلو پسې د توپوهنې له لاین راووځي او توپ ترې بهر ووځي، د وېکټ ساتونکي ګوتو ته ورشي نو په دې وخت کې وېکټ ساتونکی په بال د وېکټو وهلو هڅه کوي چې د توپ وهوونکي د سوځېدو لامل کیږي او دې ته په کرېکټ کې سټمپ اوټ ویل کیږي.

دا چې سټمپ د وېکټ ساتونکي له لوري ترسره کیږي نو په دې وېډیو کې د تر ټولو ډېرو سټمپونو وېکټ ساتونکي در پېژنو.

د نوملړ په اول سر کې د هند پخوانی افسانوي لوبغاړی او لوبډلمشر مهېندرا سېنګهـ ډوهنی دی چې له ۲۰۰۴-۲۰۱۹ کال یې د کرېکټ د ټولو فارمټونو په ۵۳۸ لوبو او ۶۰۸ پاڼیو کې ۱۹۵ سټمپونه کړي.

په دویم مقام کې سریلانکایي بریدګر او نوموتی لوبغاړی کمار سنګهکارا دی چې له ۲۰۰۰-۲۰۱۵ کلونو یې د کرېکټ د ټولو بڼو ۵۹۴ لوبو په ۴۹۹ پاڼیو کې ۱۳۹ سټمپونه کړي دي.

ورپسې هم بل سریلانکایي لوبغاړی شانتا کالوېترانا دی چې د ټولو فارمټونو د ۲۳۸ لوبو په ۲۷۰ پاڼیو کې یې ۱۰۱ سټمپونه کړي.

په څلورم ځای د بنګله دېش مشفق الرحیم دی چې له ۲۰۰۵-۲۰۲۴ کلونو یې د ټولو فارمټونو د ۴۶۱ لوبو په ۴۳۶ پاڼیو کې یې ۱۰۱ سټمپونه کړي.

او پنځم پاکستانی معین خان دی چې له ۱۹۹۰-۲۰۰۴ کال یې د ټولو فارمټونو په ۲۸۸ لوبو او ۳۲۷ پاڼیو کې ۹۳ سټمپونه کړي.

بل لور د سټمپونو له مخې په لسو غوره وېکټ ساتونکو کې د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی وېکټ ساتونکی محمد شهزاد هم شته چې له ۲۰۰۹-۲۰۲۳ کال یې د کرېکټ د ټولو فارمټونو په ۱۵۹ لوبو او ۱۵۳ پاڼیو کې ۵۳ سټمپونه کړې دي.

روانه اوونۍ د کندز په کوربتوب د غازي امان الله خان لېسټ ای سیالۍ پیلیږي

د غازي امان الله خان لېست ای سیالیو اووم پړاو؛ په کندز کې

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ په چوکاټ کې د غازي امان الله خان لېست ای سیالیو اووم پړاو یو ورځنۍ لوبې د روانې جولای میاشتې له لسمې تر ۲۵مې نېټې د کندز ولایت په ملي لوبغالي کې ترسره کیږي.

په دې سیالیو کې د (ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز) په نومونو ټولې څلورې لوبډلې دي چې په کې به د ملي، الف او ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لوبغاړو تر څنګ د کورني کرکټ یو شمېر لوبغاړي هم ولوبیږي.

دا سیالۍ چې د جولای میاشتې په ۲۵ نېټه پای ته رسیږي، په دوام به یې د پایلوبې په ګډون ټولې ۱۳ لوبې ترسره شي.

په ورته مهال دا لوبې په هېواد له ملي ټلوېزیون نه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

بل لور د کرېکټ بورډ له خوا د خپور شوي راپور پر بنسټ، د غازي امان الله خان لېست ای سیالیو پسې به په اګست میاشت کې د شپږیزې لیګ ۹ پړاو او سپتمبر کې اووم پړاو فرسټ کلاس سیالۍ ترسره شي.

د یو شمېر پیاوړو لوبډلو له ماتولو وروسته افغانستان ته د سویلي افریقا د ماتولو چانس هم په لاس ورغی

له هند او سویلي افریقا پرته افغانستان د کرېکټ ټولې مخکښې لوبډلې ماتې کړې

افغان ملي لوبډلې چې له کږلیجونو ډک څو کلن مزل یې وکړ، ډېر ژر یې د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په کمه موده کې یې ځان د مخکښو لوبډلو ځای ته ورساوه، تر دې مهاله یې د کرېکټ مخکښې، نوموتې، اتلې او پیاوړې څلور لوبډلې ماتې کړې دي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره په هند کې د تېر ۲۰۲۳ کال یو ورځني نړیوال جام پر مهال د اکټوبر په ۱۵مه د نړیوال جام اتلې لوبډلې انګلېنډ ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې په نړیوال فارمټ کې لومړنۍ مخکښه لوبډله ماته کړه.

له دې بریا وروسته د افغان لوبډلې سترګه یو څه سره شوه او په همدې یو ورځني نړیوال جام کې یې د انګلېنډ له ماتولو څو ورځې وروسته د اکټوبر په ۲۳مه پاکستان د ۷ وېکټو په توپیر مات کړ.

د جغرافیوي موقعیت او سیاسي کړکېچونو له مخې د پاکستان ماتول د افغان لوبډلې او افغانانو یوه لویه هیله وه.
د اکټوبر ۲۳مه هغه نېټه ده چې هېڅکله به د یو افغان هم هېره نه شي او لا یې هم په خواله رسنیو کې یاده کیږي.

په همدې حال کې افغانستان د درېیمې مخکښې لوبډلې په توګه په روان شل اووریز نړیوال جام کې نیوزیلنډ مات کړ.
افغان لوبډلې د جون په اتمه نیوزیلنډ ته په ګیانا لوبغالي کې د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

او څلورمه نه هېرېدونکې او په زړه پورې بریا څو ورځې د نړیوال جام د بلې اتلې لوبډلې اسټرالیا پر وړاندې وه.

افغانستان چې په تېر نړیوال جام کې ترې اسټرالیا بچ شوې وه، سږ یې په شل اووریز جام کې داسې ماتې ورکړه چې ټول عمر به یې په یاد وي.

بل لور دا مهال هند او سویلي افریقا یوازنۍ لوبډلې دي چې تراوسه افغانستان نه دي ماتې کړې او ترې روغې وتلې دي.

له سویلي افریقا سره د افغانستان وروستۍ لوبه د ۲۰۲۳کال په تېر یو ورځني نړیوال جام کې د نومبر په ۱۰مه وه چې سویلي افریقا په کې افغان لوبډلې ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه.

له دې ټولو سره سره، له هند سره د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه بیا د جون په ۲۰مه د روان نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې وه چې افغانستان په کې د ۴۷ نورو منډو په پوره کولو کې پاتې راغی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او په دې پړاو کې له سویلي افریقا سره پای لوبې ته د وتلو لپاره سبا د افغانستان پر وخت سهار پنځه بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې د اسټرالیا پر وړاندې له بریا وروسته لوبډلمشر راشد خان د ای سي ای د همکار د پوښتنې په ځواب کې چې کله به هند ماتوي؟ وویل، د هند ماتول هم لېرې نه دي او ښایي په همدې نړیوال جام کې هند ته هم ماتې ورکړو انشاالله.

اسټرالیا ته بشري حقونه مهم دي؛ که د نړیوال جام دوه پواینټونه!؟

د بشري حقونو مدافع لوبډله «اسټرالیا» د نړیوال جام د دوه پواینټونو په لټه افغانستان ته پاتې راغله.

اسټرالیا نن د افغانستان پر وخت سهار پنځه بجې له افغان ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

دا په تېر او روان کال کې دویم ځل دی چې یادې دواړه لوبډلې په نړیوالو جامونو کې سره مخامخ کیږي.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ څو ځل لوبې پلان شوې وې خو په هېواد کې د بشري حقونو اوسني وضعیت ته په کتو اسټرالیایي بورډ یادې لوبې لغوه کړې.

اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله ټېسټ لوبه او بیا د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت له امله له افغان لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبلړۍ لغوه کړه.

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ له خوا له دې پرېکړې وروسته یاده لوبډله په هند کې د تېر ۲۰۲۳ کال په یو ورځني نړیوال جام کې د نومبر په اوومه له افغانستان سره مخ شوه.

له دغې لوبې وړاندې د افغانستان مخکښ تېز توپ اچوونکي نوین الحق اسټرالیا ته په کنایه آمېزه ډول ویلي وو چې ایا اسټرالیا ته اوس هم د بشري حقونو مسله مهمه ده که د نړیوال جام دوه پواینټونه.

نوموړي په خپله انسټګرام سټوري داسې لیکلي وو چې:
«د دوه اړخیزه لوبلړۍ له انکار وروسته، اوس به په زړه پورې وي چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ په نړیوال جام کې هم په خپل دریځ ودریږي او که دوی ته له “بشري حقونو” دوه پواینټونه مهم دي.»

په همدې حال کې په دې لوبه کې بیا اسټرالیا په ډېره سخته له افغانستان وژغورل شوه او د درې وېکټو په توپیر یې لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله.

له دې ټولو سره سره، د اسټرالیا کرېکټ بورډ د روان کال د مارچ په ۱۸مه اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې په راتلونکې اګسټ میاشت کې ترسره کېدونکې شل اوریزه لوبلړۍ وځنډوله.

یاد بورډ د ځنډولو لامل په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت او په نړۍ کې د ښځینه وو د کرېکټ وده په ګوته کړې وه.

د تل په څېر بیا هم د اسټرالیا کرېکټ بورډ دا پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه.

یاد هېواد چې تر ډېره خپل ځان د بشري حقونو مدافع ښیي او حتی دا مسله یې کرېکټ ته هم را دننه کړې له افغانستان سره دوه اړخیزه لوبې نه کوي خو په نړیوالو جامونو کې اتلولۍ ته د رسېدو لپاره د خپلو ارزښتونو له مخې د بشري حقونو مسله له پامه غورځوي او د دوه پواینټونو لپاره له افغان لوبډلې سره مخ کیږي.

بلاخره افغانستان هم د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې اسټرالیا ته سخته ماتې ورکړه او یو ځل بیا یې ور وښوده چې نور افغان لوبډله او لوبغاړي عادي ونه ګڼي.

د اتو غوره پړاو پیل او د افغانستان لوبې

 

د روان شل اووریز نړیوال جام ګروپ سټېج پړاو پرون پای ته ورسېد او نن د جون ۱۹مه د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو شروع کیږي چې اته لوبډلې به په دوه ګروپونو کې د نیمه پای لوبې لپاره سره لوبه کوي.

افغانستان د دې پړاو په ای ګروپ کې له هند، اسټرالیا او بنګله دېش سره لوبیږي.

د افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه د جون په شلمه له هند سره ده.

افغانستان چې په دې شل اووریز جام کې یې ډېرې په زړه پورې لوبې وکړې، تمه کیږي چې د هند پر وړاندې به هم ښه مبارزه وکړي.
نړیوال تحلیلونه دا دي چې اوس د پاکستان پر ځای د هندۍ لوبډلې سیاله لوبډله افغانستان دی.

افغان لوبډلې د روان کال په پیل کې هم له هند سره شل اووریزه لوبلړۍ ولوبوله او تر ډېره بریده یې ښه مبارزه وکړه نو هیلې دا دي چې په نړیوال جام کې به هم وکولی شي پر هندۍ لوبډلې خپل رعب او وېره واچوي.

د افغانستان دویمه لوبه د جون په ۲۳مه له اسټرالیا سره ده.
اسټرالیا وار د مخه په تېر یو ورځني نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د بریدګرې توپ اچونې د جادو ډار لیدلی، ښایي بیا هم د دواړو لوبډلو ترمنځ هیجاني لوبه وشي.
دا مهال اسټرالیا هم د نورو لوبډلو پر ځای له افغانستان سره له مخامخ کېدو فشار لري ځکه په دې نړیوال جام کې د افغان چټکو توپ اچوونکو جوړې ټولو لوبډلو ته ټکان ورکړی.

او په اتو غوره پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه د جون په ۲۵مه له بنګله دېش سره ده.

افغانستان له بنګله دېش سره په خپلو وروستیو لوبو کې هم ښه ثابت شوی.
له بنګله دېشۍ لوبډلې سره یې د وروستۍ ځل لپاره یوه ټېسټ لوبه او یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړې چې ټېسټ لوبه او شل اووریزه لوبلړۍ بنګله دېش او یو ورځنۍ لوبلړۍ افغانستان ګټلې ده.

بل لور د بنګله دېش لوبډله به هم هڅه کوي چې د مخکښو لوبډلو د سیالې لوبډلې افغانستان پر وړاندې د مخامخ کېدو پر مهال محتاطه اوسي.