افغانستان متحده عربي اماراتو ته په شل اووریز لوبلړ کې ماتې ورکړه. د دغې لړۍ لمړۍ او وروستۍ لوبه افغانستان او دوهمه لوبه کوربه اماراتو وګټله.
اماراتو د توقع خلاف افغانستان ته په درې واړو سیالیو کې سخت وخت ورکړ او افغانستان ته یې اجازه ورنکړه چې دا سیالۍ په اسانۍ وګټي. د اماراتو د ښه ځلېدو یوه وجه شاید دا وي چې په خپل کور په خپل ویشتنځای لوبېدل او د ماحول سره د افغانستان نسبت ښه بلد او برلاسي وو.
په دې سیریز کې د درې سره لوبو پچه افغان لوبډلمشر راشد وګټله، په وروستۍ لوبه کې یې مقابل لوری توپ وهنې ته راوبله. افغانستان ته په دوهمه پاڼۍ کې د ۱۶۴ منډو هدف وو. په ځوابي لوبه کې افغانستان تر ډیره د فشار لاندې وو. خو ویشتنځای ته د کریم جنت په راتګ د لوبې بڼه مکمل بدله او د افغانستان پله درنه شوه. کریم جنت په ۲۲ توپونو ناسوځېدلې چټکې ۵۶ منډې جوړې او افغانستان یې د لوبې او سیریز تر بریا ورسوو. کریم د ښې کارکردګۍ له وجې د لوبې د غوره لوبغاړي جاېزه وګټله، نوموړی په لمړۍ لوبه کې هم د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی وو.
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ هم په پوره مسولیت او حوصلې سره لوبه وکړه، خپله وېکټ یې وساتله او ۶۰ ګټورې منډې یې جوړې کړې. په توپ اچونه کې لوبډلمشر راشد خان او ګلبدین ناېب بهترینه توپ اچونه وکړه. دواړو د لږو منډو په ورکړې دوه دوه وېکټې واخیستې.

د لوبې وروسته راشد خان او ګربز د اماراتو هر اړخیزه ښه لوبه وستاېله، په ځانګړې توګه د محمد وسیم ښه توپ وهنه، نوموړي په دوهمه لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۱ او په دریمه کې ۷۵ منډې جوړې کړې. ګربز په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اماراتو لوبډله اوس خورا ښه شوې او موږ به په راتلونکې کې د دوي خلاف ډیر محتاط یو.
