Tag: Afghanistan Head Coach

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی ریچارډ پایبس کابل ته راغلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د اپرېل میاشتې په ۱۱مه کابل ته راورسېد.
ریچارډ پایبس د روان کال فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د جانتن تراټ پرځای د افغان لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
کابل ته له رارسېدو او د کرکټ بورډ لخوا له هرکلي وروسته مشر روزونکي د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس، نصیب خان او د کرکټ بورډ نورو چارواکو په ګډون د ملي لوبډلې له لوبډلمشرانو ابراهیم ځدران او حشمت الله شهیدي سره په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.
یاده غونډه کې ښاغلي پایبس ته د اجرائیه رئیس له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ستراتیژیکو اهدافو له بیانولو سربېره د دې ادارې راتلونکو پلانونو، د مهارتونو د پرمخیتا او تمریني کمپ د جوړښت او مدریت په اړه هم خبرې وشوې.
د کرکټ بورډ په وینا ښاغلی پایبس به په کابل کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په روزنیز کمپ کې ګدون وکړي او لدې جوړ شوي کمپ به څارنه کوي.
ټاکل شوې په پلازمینه کابل کې د شاوخوا ۴۰ افغان لوبغاړو په ګډون د یوې میاشتې لپاره یو روزنیز کمپ په لار واچول شي.
یاد روزنیز کمپ به د پرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل او د می میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

د دې کمپ تر ټولو مهم هدف د هند پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی دی. افغان لوبډله به د یوې مهمې ټېسټ لوبې ترڅنګ د هند ملي لوبډلې په وړاندې د درېیو یو ورځنیو (ODI) سیالیو لړۍ هم ترسره کړي.

خواله رسنیو کې هم ډېرو افغانانو کابل ته د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په راتګ خوښي څرګنده کړې او له کورنیو او ځوانو لوبغاړو سره د نوموړي نږدې پاتې کېدل یې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره مهم ګڼلی.

په ټوله کې، کابل ته د روزونکي ریچارډ پایبَس راتګ او د مهارتونو د پرمختیا روزنیز کمپ کې د نوموړي ګډون او څارنه د افغانستان کرکټ لپاره د یوې نوې دورې پیل او د افغان لوبډلې د پرمختګ لپاره مهم او هیله‌بښونکی ګام بلل کیږي.