Tag: Jonathan Trott

جانتن ټراټ سره یوه وروستی مخه ښه، آیا هر څه سم وو؟

 

جانتن ټراټ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه خپله دنده پای ته ورسوله. دا چې نوموړی څنګه او ولې یاد شي؟:

د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه چې افغانستان یې له داسې لوبډلې چې یوازې د ټورنمنټ “کمزوری اړخ” بلل کېده او یوازې به یې زړه راښکونکې لوبه کوله، داسې لوبډلې ته واړاوه چې نه یوازې له سترو لوبډلو سره سیالي کولی شي، بلکې هغوی ته ماتې هم ورکوي. اوس سترې لوبډلې افغانستان جدي نیسي او موږ سره د برابر سیال په توګه چلند کوي. دا بدلون تر ډېره د ټراټ د میدان دننه او بهر سخت کار پایله ده.

۲ – کرکټ د پایلو لوبه ده. خلک تا د بریاوو او ماتو پر بنسټ ارزوي. خو د ټراټ نږدې ۵۰ سلنه د بریا کچه په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې بشپړ انځور نه دی. د هغه تر مشرۍ لاندې افغانستان له سترو لوبډلو سره په منظم ډول لوبې پیل کړې. هغه لوبډله چې پخوا به یې د ایرلنډ، سکاټلنډ او نورو همکارو غړو پر وړاندې د لړۍ ګټل لمانځل، ناڅاپه یې د انګلېنډ، پاکستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا په څېر لوبډلو ته په نړیوالو جامونو کې ماتې ورکول پیل کړل.

۳ – افغانستان د ټراټ تر مشرۍ لاندې په سترو سیالیو کې ځلېدلی. د ۲۰۲۴ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته رسېدل د هغه د دورې تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه. دا خوشالي مې خپله له نږدې ولیده او تجربه مې کړه – داسې احساس چې ښايي په ژوند کې یو ځل راشي. همدارنګه په ۳۰۲۳ نړیوال جام کې هم زموږ سفر ډېر اغېزناک و، چې په کې مو څو پخوانیو نړیوالو اتلانو ته په یوه ټورنمنټ کې ماتې ورکړه.

۴ – په دوه اړخیزو سیالیو کې هم د سویلي افریقا، پاکستان، ویسټ انډیز او نورو پر وړاندې د لړۍ بریاوې ثبت شوې. ډېره به ښه وی د ټراټ په دوره کې افغانستان څو نورې ټیسټ لوبې هم کړې وای، څو ولیدل شي لوبډله په اوږد فارمټ کې څنګه ځان عیاروي. خو دا تشه ډکول یوازې د هغه په واک کې نه وو.

۵ – ټراټ د لوبغاړو د مدیریت په برخه کې هم ډېر بریالی و. رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د هغه تر روزنې لاندې پخېدل. راشد خان نړیوال ستوری شو. محمد نبي او عظمت الله عمرزی د ICC د ټولچارو لوبغاړو د درجه بندۍ سر ته راغلل. ټراټ له هغوی سره مرسته وکړه چې خپله لوبه او مهارتونه بل پړاو ته ورسوي.

۶ – خو هر څه دومره ښه نه وو. ځینې شکایتونه هم موجود وو. ځینو لوبغاړو ویل ټراټ ورته په نېټ تمرین کې کافي وخت نه ورکاوه او تبعیض یې کاوه. ځینې مینه وال هم ناراضه وو چې هغه په خپله دوره کې په منځنۍ برخه کې بشپړ تخصصي توپوهونکی ونه لوباوه. یوه نیوکه د لوبډلې د ځینو انتخابونو په اړه ده. د بېلګې په توګه، په اوسني نړیوال جام کې د ګلبدین نایب رول او ځای پر ځای کول.

۷ – هغه څه چې کېدای شي ښه کړي یې وای: د نظم او شخصي فټنس په برخه کې باید سخت دریځی وای. د حضرت ځاځي په څېر استعدادونه کېدای شول ښه وروزل شي، خو هغه فرصت ضایع شو. فضل الحق فاروقي هم داسې ښکاري چې ورته حالت سره مخ دی. په تېرو درې نیمو کلونو کې افغانستان کولای شول څو نور ځوانان هم وروزي او صیقل کړي.

۸ – او وروستۍ پوښتنه: ټرات افغان کرکټ په کوم حالت کې پرېږدي؟ هغه افغانستان داسې لوبډله پرېږدي چې د نړۍ غوره لوبډلو ته ماتې ورکولی شي، کولی شي په لویو ټورنمنټونو کې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.
همدارنګه، اوسنۍ افغان لوبډله د هغه وخت له لوبډلې ډېره قوي ده چې ټراټ یې روزنه پیل کړې وه. افغان کرکټ اوس نړۍ ته زړه راښکوونکی دی. ډېری بې طرفه مینه وال یې هم لوبې خوښوي، خپل ځانګړی هویت او د کرکټ داسې بڼه یې رامنځته کړې چې له جذبې او طبیعي استعداد ډکه ده.
ټراټ به خامخا یادېږي. د افغان کرکټ لپاره د هغه خدمتونه به تل ستایل کیږي. هغه ته نېکې هیلې لرو.
تر بیا لیدو پورې، ښه بخت روزونکیه!

مننه کوچ 🙌🏼