په دویمه پاڼۍ کې د بېن ډکېټ په زړه پورې کارکردګۍ له امله انګلنډۍ لوبډله وتوانېده هند ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ماته ورکړي.
د نړیوالو ټېسټ لوبو د اتلولۍ سیالیو په درشل کې د هند او انګلستان ترمنځ د پنځو ټېسټ لوبو د سیریز لومړۍ لوبه چې د جون په ۲۰مهنېټه د اېنګلنډ په لېډز کې پیل شوې وه د اېنګلنډ په بریا پای ته ورسېده.
د لوبې پچه اېنګلنډ لوبډلې لوبډلمشر بېن سټوکس وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
هند وکولی شول په لومړۍ پاڼۍ کې د لوبډلمشر ګېل ۱۴۷، جېسوال ۱۰۱ او ریشب پنټ ۱۳۴ منډو په مټ مقابلې لوبډلې ته د ۴۷۱ منډوستر هدف وټاکي.
د هدف پوره کولو لپاره اېنګلنډ لوبډلې ښه پیل وانخیست او په څلورو منډو یې لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه.
د اېنګلنډ ټوله لوبډله په ۴۶۵ منډو وسوځېده، بېن ډکېټ ۶۶، اولي پاپ ۱۰۶، هري بروک ۹۹ او سمېت د ۴۰ منډو په ترسره کولو بریاليشول.
په دویمه پاڼۍ کې هندۍ لوبډلې د کې اېل راهول ۱۳۷ او ریشب پنټ ۱۱۸ منډو په مټ ۳۶۴ منډې هدف وټاکه.
اېنګلنډ لوبډلې د بېن ډکېټ ۱۴۹ په زړه پورې منډو په مټ وکولی شول یاد هدف په ۸۲ اورونو کې پوره او هندۍ لوبډله له ماتې سره مخکړي. له ډکېټ سره د سمېت، کراولي او جو روټ توپوهنې هم په بریا کې مهمه ونډه لرله.
په توپ اچونه کې بومرا په لومړۍ پاڼۍ کې ښه وځلېده، ۵ لوبغاړي یې وسوځول او پراسید کرېشنا ۳ وېکټې د هند لپاره واخیستې.
د اېنګلنډ لپاره لومړۍ پاڼې کې سټوکس او ټانګ هر یوه څلور څلور لوبغاړی وسوځول.
د توپ اچونې په دویمې پاڼۍ کې ټانګ او کارس درې درې او بشیر دوه لوبغاړي وسوځول. خو هند لوبډلې د دوېمې پاڼې په توپ اچونهکې ښه پیل وانخیست، د کراولي او بېن ډکېټ ترمنځ د لومړۍ وېکټې په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه.
هندۍ لوبډله په ډګر ساتنه کې کمزورې برېښېده او ښایي د ماتې مهم لامل یې هم د ډیرو کېچونو ډراپ کول او د لوبډلمشر له خوا د توپاچوونکو ناسم استعمال وي.
اېنګلنډ خپله لومړۍ وېکټه په ۱۸۸ منډو له لاسه ورکړه، او په ټوله کې هند د اېنګلڼد لوبډلې یواځې پنځه لوبغاړي وسوځول او پدې سرهاېنګلنډ وکولی شول د انډرسن_ټنډولکر ټرافۍ کې ۱ – ۰ مخکې شي.
د هند دا ماته د ګېل لپاره د لوبډلمشرۍ ښه پیل نه وو سره له دې چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ښکلې توپ وهنه ترسره کړه خو بیا یې همونشو کولې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
دا لومړی ځل دی چې یوه لوبډله په لوبه کې د پنځو لوبغاړو د سلیزې سره سره لوبه بایلي.