په ټېسټ لوبلړۍ کې د وېسټ انډیز ستره ماتې

آسټرالیا د وېسټ انډیز په وړاندې ټېسټ لوبلړۍ کې ۳ : ۰ بریا خپله کړه او ویې کولی شول چې د فرانک ووریل جام سیریز په خپل نومکړي .

د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې ټېسټ لوبو، لوبلړۍ چې د جون میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوې وه د جولای په ۱۴مه نېټه د آسټرالیا په ګټهپای ته ورسېده.په یادې لوبلړۍ کې آسټرالیوي توپ اچوونکو غوره کارکردګي وښوده او وتوانېدل د وېسټ انډیز توپ وهونکي له ستونزوسره مخ کړي.

آسټرالیا لوبډلې لومړۍ ټېسټ لوبه د ۱۵۹ منډو په توپیر، دوهمه لوبه ۱۳۳ منډو او وروستۍ لوبه یې په ۱۷۶ منډو وګټله.

دا لوبلړۍ د ۲۰۲۵۲۰۲۷ کال نړېوال ټېسټ چمپینشېپ سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوې، چې پکې د آسټرالیا چټک توپ اچوونکيمېچل سټارک د خپل لوبیز ژوند ۱۰۰مه ټېسټ لوبه ترسره کړه او په ټوله کې یې ۱۵ لوبغاړي چې په وروستۍ لوبه کې یې د غوره توپاچوونې په مټ وکولی شول یواځې د ۹ منډو په ورکولو ۶ لوبغاړي وسوځوي. همدارنګه ټراوېس هېډ د ۲۲۴ منډو په ترسره کولو د سیریزمخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی شو .

یادې لوبلړۍ کې وېسټ انډیز لوبډلې د درېمې لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې په ۲۷ منډو د ټولو لوبغاړو د سوځېدو وروسته د ټېسټ کرېکټ پهتاریخ کې د کمو منډو جوړولو لوبډلو کې دویم ځای خپل کړ. تر دې وړاندې په ۱۹۵۵ کال کې نیوزیلنډ لوبډلې د انګلنډ په وړاندې د ټولولوبغاړو په سوځېدو یواځې ۲۶ منډې ترسره کړې وې. په ورته وخت کې افغانستان لومړنۍ لوبډله ده چې په ټېسټ لوبو کې یې  کمې منډېله سلو پورته دي .

د آسټرلیوۍ لوبډلې وکړای شول له دریوو بریاوو وروسته د WTC جدول کې لومړی ځای خپل کړي .

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي.