چمپينز ټرافۍ کې هيڅ کمزورې لوبډله نشته او مونږ بايد پياوړې ورشو

افغانستان ملي لوبډلې تيره شپه په شارجه کې د سويلي افريقا په وړاندې تاريخي سيريز په اتلولۍ سره پای ته ورسولو.
افغانستان او سويلي افريقا چې په لومړي ځل سره په يو دوه اړخيز سيريز کې مخامخ و او د دریو يوورځنيو لوبو سيريز يې د افغانستان په کوربه توب په شارجه لوبغالي کې پلان کړی و ۲-۱ د افغان لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېده.
افغان لوبډله له دې سيريز وړاندې د سويلي افريقا سره يوازې د کرکټ نړيوالې شورا په ايونټونو کې مخامخ شوې وه چې نه وه توانيدلي ترڅو ماتې ورکړي او له دې وړاندې ټولې لوبې سويلي افريقا ګټلي وي.

افغانستان که له يوې خوا يو تاريخي سيريز پای ته ورسولو خو له بلې خوا يو بل ستر ټورنمنټ ته ور روان دی او دغه ټورنمنټ ته د غوره چمتوالي په هڅه کې دی، افغانستان په هند کې تير ۲۰۲۳کال نړيوال جام کې له غوره کارکردګۍ وروسته په لومړي ځل چمپينز ټرافۍ ته لاره پيداکړه، کومه چې په پام کې ده د نړۍ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ به د راتلونکې ۲۰۲۵کال په لومړیو کې په پاکستان کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيه رييس نصیب خان په يوه تازه مرکه کې ويلي چې چمپينز ټرافۍ ته يې د کورني کرکټ ترڅنګ څو نور دوه اړخيز سيريزونه هم په پام کې نيولې ترڅو افغان لوبډله په چمپينز ټرافۍ کې له خپل بشپړ چمتووالي سره ګډون وکړي.
نصيب خان وايي چې د چمپينز ټرافۍ چمتوالي لپاره په کور دننه يې د زرغون افغانستان په نوم ټورنمنټ په پلان کې دی چې چمپينز ټرافۍ ته به نيږدې وخت کې به ترسره شي.
نصيب خان همداراز زياتوي چې نومبر کې به د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش سره په دري واړو فارمټونو کې يو سيريز ترسره شي، وايي ورپسې به افغان لوبډله د يو بل سيريز لپاره په ډيسمبر مياشت کې زيمبابوې ته سفر وکړي او هلته به د کوربه لوبډلې په وړاندې په دريو واړو فارمټونو کې سيريزونه ترسره کړي.
وايي چې ويسټ انډيز کرکټ بورډ سره هم يو توافق ته نيږدې شوې ترڅو راتلونکی کال لومړۍ مياشت کې د دغه هيواد له ملي لوبډلې سره هم دري يوورځنۍ لوبې ترسره کړي.
په ټوله کې په دې ورستیو کې افغان لوبډله په سپين بال لوبو کې ډيره ښه شوې او ماتول يې اوس د نړۍ پياوړو لوبډلو ته اسانه نه وي، نو همدا لامل دی چې د نړۍ اکثره پياوړي لوبډلې افغانستان سره دوه اړخیزه لوبو ته زړه ښه کوي.