د آی پي اېل وروستی ماښام، وروستۍ لوبه او د خلکو هیجان

 

د هند غوره لیګ یا ای پي اېل سیالۍ بلاخره له دوه میاشتني دوام سره نن پای ته رسیږي.

د ای پي اېل سږنی پړاو د مارچ په ۲۲مه د چنای سوپر کېنګز او رویل چلېنجرز بنګلور په مخامخ کېدو پیل شوی وو او نن د می ۲۶مه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدرآباد په سیالۍ پای ته رسیږي.

د هند غوره لیګ پای لوبه نن ماښام د دغه هېواد په چنای ښار کې ترسره کیږي.

نننۍ لوبې ته د لوبغاړو، مینه والو او حتی رسنیو هیجان ډېر دی. ځکه دواړه پیاوړې او د جوړښت له مخې متوازنې لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

بل لور په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي شته.
په حیدراباد کې فضل الحق فاروقي چې تراوسه هم د لوبېدو چانس ور نه کړل شو او په کلکتې کې رحمن الله ګربز او الله محمد غضنفر دي چې ښایي یوازې ګربز ولوبول شي.

 

په ټوله کې دواړه لوبډلې د ای پي اېل اتلې پاتې شوې دي.
کلکتې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې د ای پي اېل اتلولي ګټلې، درې ځلې نیمه پای لوبې او دوه ځلې پای لوبې ته وتلې ده.

په ورته مهال حیدرآباد بیا تر دې دمه یو ځل اتلولي ګټلې، په ۲۰۱۶ کال کې یې په پای لوبه کې بنګلور ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د ای پي اېل اتلولي وګټله.
دغه لوبډله شپږ ځلې نیمه پای لوبې او یو ځل پای ته وتلې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې له چنای په پای لوبه کې ماتې وخوړه او اتلولي یې له لاسه ورکړه.

سږکال حیدراباد لوبډلې په ای پي اېل او شل اوریز کرېکټ کې تاریخي ریکارډونه جوړ کړي او له همدې امله اټکل کیږي چې یاده لوبډله به نن ماښام هم ښه مبارزه وکړي.

بل لور بیا په خواله رسنیو کې ښکاري چې د ای پي اېل افغان مینه وال تر ډېره د کلکتې په لور دي، په دغه لوبډله کې د ګربز د لوبېدو له امله غواړي اتلولي هم د ګربز اړوند لوبډله یعنې کلکته وګټي.

خو نن ماښام به ولیدل شي چې کومه لوبډله د ای پي اېل سږنۍ اتلولۍ په ګټلو برلاسې کیږي.