د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو لوی او مشهور واده!

د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل داسې يو واده چې هر چا په کې ګډون وياړ ګڼلو.

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د واده مراسم تيره شپه د کابل په يو عصري هوټل کې ترسره شول چې ګڼ شمير حکومتي چارواکو، لوبغاړو او مینه والو يې د ګډون وياړ درلوده او دا د افغانستان په معاصر تاريخ کې داسې يو واده وو چې په زرګونو مېلمانه یې لرل او هر چا په کې د ګډون ليوالتيا لرله.

خو ولې د راشد خان واده ته دومره په پراخه کچه غبرګونونه او په واده کې یې د ګډون ليوالتيا؟

د نړيوال کرکټ دغه ستوری د افغانستان لپاره په تيره يوه لسيزه کې په نړيوالو ډګرونو لوبيدلی او ځليدلی دی او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د افغانستان یو مثبت انځور رسولی چې تر ډېره د هېواد لپاره د یو برانډ حیثیت لري.

خو خان نه يوازې په ميدان کې پاتې شوی او د خپلو هيوادوالو پر شونډو يې مسکاوي راوړي، بلکې په دغه موده کې يې د افغانستان د هرې سيمې په هر افت کې ځان شريک کړی او دغه غم يې خپل غم ګڼلی دی.

په ورته مهال له اوږده ځنډ وروسته څه موده وړاندې راشد خان کابل ته راغلی وو او په شپږيزه ليګ کې ولوبيده.
سږ کال له شپږیزې وړاندې راشد د انګلينډ په سل باليز ليګ کې ټپي شوی وو او ډاکټرانو ورته د ۳ اونيو لپاره د آرام ويلي وو، خو بيا هم خان شپږیزې ته راغی، مينه وال يې ناهيلي نه کړل او په ټپي ځان په شپږیزه کې ولوبيده.
همدا دوه اوونۍ وړاندې د سويلي افریقا په وړاندې دویمه يو ورځنۍ لوبه کې په نيم ځان ولوبيده‌، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او افغانستان ته يې تاريخي لوبلړۍ وګټله.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې اوازې وې چې راشد خان ویلي تر څو یې چې د افغانستان لپاره نړیوال جام نه وي ګټلی، واده نه کوي خو له وروستي نړیوال جام د مخه ښاغلي خان له ای سي ای سره په ځانګړې مرکه کې دا ادعا بې بنسټه وبلله او ویې ویل چې لنډ وخت کې واده کوي.

بل لور په وطن کې د راشد خان واده له پراخ هرکلي او ستاینې سره مخ شوی ځکه چې د ښاغلي خان په څېر مخکښې او نړیوالې څېرې په بهر کې په لوړه کچه واده کوي او یوازې مشهور او شتمن خلک رابلي خو راشد په خپل هېواد کې واده وکړو او زرګونه یې هېوادوال یې وبلل.