د ۲۰۲۶م کال هند غوره لیګ یا آی پي اېل لپاره د ټولو لوبډلو له لوري د ساتل شویو لوبغاړو نوملړ په ډاګه شو.
د هند تجارتي لیګ ۱۹م پړاو سیالۍ ټاکل شوې د راتلونکي ۲۰۲۶ کال مارچ میاشت کې پیل شي.
یاد لیګ کې له کلونو راهیسې د نورو بهرنیو لوبغاړو سربېره یو شمیر افغان لوبغاړي هم لوبیږي.
تېر کال د راشد خان او رحمن الله ګربز په ګډون نور احمد، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، صدیق اتل، الله محمد غضنفر او کریم جنت د بیلابیلو لوبډلو برخه وو.
د ۲۰۲۶ کال سیالیو لپاره د راشد خان سربېره نور احمد ، الله محمد غضنفر او عظمت الله عمرزی د خپلو لوبډلو له لوري وساتل شول، په داسې حال چې د ګربز په ګډون پاتې نور افغان لوبغاړي د خپلو لوبډلو لخوا ونه ساتل شول.
تېر کال په ۱۸م پړاو هند غوره لیګ سیالیو کې تر نورو افغان لوبغاړو نوراحمد خورا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې چینای سوپرکېنګ لپاره یې د لوبو په بریا کې مهمه ونډه لرله. نوموړي په اتو لوبو کې د 7,67 په ایکانومۍ 12 لوبغاړي سوځولي وو.
د نورو کلونو په پرتله د آی پي اېل تېر سیزن د ستوري لوبغاړي راشد خان لپاره ترټولو سخت او د ناکامه کارکردګۍ فصل وو. راشد خان د تیر فصل په 8 لوبو کې د 10 ایکانومۍ سره یواځې د درې لوبغاړو په سوځېدو توانېدلی وو، چې دا د آی پي اېل په تاریخ کې د راشد خان تر ټولو خرابه کارکردګي وه.
د افغان لوبغاړو سربېره انډري رسل، محمد شامي، ډي کاک، جډېجا، ډېون کانوې، سام کورن، رچېن روېندرا او یو شمیر نور تکړه بهرني لوبغاړي هم د خپلو لوبډلو له لوري ونه ساتل شول.
د تېر کال اتلې لوبډلې بنګلور هم د لیام لیوېنګسټن او مایانک اګروال سربېره یو شمیر لوبغاړي خوشې کړل.
د راتلونکي ۲۰۲۶ کال هند غوره لیګ لپاره به کلکته نایټ رایډرز لوبډله تر ټولو ډیر ۶۴،۳ کروړ او ممبی انډینز لوبډله به د ۲،۷۵ کروړو سره د لوبغاړو په بولۍ کې ګډون وکړي.
