د افغانستان تمریناتي سیالۍ او د لوبډلې جوړښت

 

افغانستان او سکاټلېنډ له نړیوال جام د مخه د وار مپ یا تمریناتي سیالیو په لړ کې د هېواد پر وخت بېګا شپه اووه بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.

د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او لوبډلمشر لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان د معمول په څېر ډېری لوبې د پچې د ګټلو په صورت کې د توپ وهنې پر پرېکړې ګټلي او ښایي په نړیوال جام کې هم تر ډېره دغه تخنیک وکاروي.

په همدې حال کې افغان لوبډلې په ټولو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۷۸ منډې هدف ورکړ.

په دغه لوبه کې نوي څه له ګربز سره د پیل لوبې لپاره د ګلبدین نایب را ایستل وو چې په ورته وخت ګټور هم تمام شو. نوموړي ۶۹ چټکې منډې وکړې او توپ اچوونه کې یې یو وېکټ واخیسته.

په خواله رسنیو هم د مینه والو له لوري د پیلیز لوبغاړي په توګه د ګلبدین نایب لوبولو پرېکړه له هرکلي سره مخ شوې او ډېری په دې باور دي چې که نایب نړیوال جام کې هم پر همدې ځای را وایستل شي ممکن همداسې خوندوره لوبه وکړي.

د تېرو پیلیزو لوبغاړو لکه ګربز او ابراهیم ځدراڼ د لوبې مزه نه وه او د مسوولیت سره سمه توپ وهنه یې ونه شوه کړی.
ګربز په اتو او ابراهیم په نهو منډو وسوځېد.

بل لور له ګلبدین وروسته عظمت الله عمرزي هم ثابته کړه چې د پام او حساب وړ الراونډر دی.
نوموړي د خپلو تېرو لوبو په څېر هم وکولی شول ښه توپ وهنه او توپ اچوونه وکړي.
په توپ وهنه کې یې ۴۸ منډې جوړې کړې او توپ اچوونه کې یې د ۲۶ منډو په ورکولو یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبغاړو د سکاټلېنډ پر وړاندې له ټاکلي هدف ښه دفاع وکړه او سیالې لوبډلې د نهه لوبغاړو په له لاسه ورکولو په شلو اوورونو کې ټولې ۱۲۹ منډې وکړې.

په ورته وخت په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې قوي نقطه د تل په څېر بیا هم غوره توپ اچوونه وه.
افغان لوبډلې د غوره توپ اچوونې د نندارې په وړاندې کولو سره په نړیوال جام کې د خپل ګروپ لوبډلو ته ور وښوده چې د دوی له جادویي توپ سره احتیاط وکړي.

په ټوله کې هره لوبډله له افغانستان سره د مخامخ کېدو پر مهال د توپ وهنې په پرتله یې له توپ اچوونې ډار لري.

په دې لوبه کې د افغانستان توپ وهنې او توپ اچوونې ته په کتو افغان لوبغاړي د نړیوال جام سیالیو ته تر ډېره چمتو برېښي.
د ګلبدین نایب او عمرزي بېرته قوي راګرځېدل ښیي چې افغانستان د توپ وهنې له اړخه هم پوره چمتو دی او که راتلونکو سیالیو کې پیلیز لوبغاړي ښه لوبه وکړي نو د نړیوال جام غوره او لوړ هدف ورکولی شي.

او هم مهاله د افغان لوبغاړو مخکښه توپ اچوونه په ځانګړې توګه د افغانستان د ګروپ لوبډلو لپاره له وړاندې د خطر زنګ دی.