د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ یا (IPL) سیالۍ د دغه لیګ په تاریخ کې یو له تر ټولو یادګاري فصلونو څخه وشمېرل شوې. دا لیګ سږکال نه یوازې د سختو سیالیو او ریکارډ جوړونو شاهد و، بلکې د لوبغاړو د انتخاب په برخه کې یې نوې تخنیکي او علمي تګلارې هم وکارولې.
په دې فصل کې رایل چلېنجرز بنګلور له اوږدې مودې وروسته خپله لومړۍ اتلولي وګټله چې په نړیواله کچه د دې لوبډلې د مینهوالو لپاره تاریخي شېبه وه.
بنګلور د آی پي اېل له پیله تراوسه هېڅکله اتلولي نه وه ګټلې، ۱۷ کاله وروسته د اتلولۍ ګټل د دغې لوبډلې او ټول آی پي اېل فصل لپاره په زړه پورې وه.
د ټورنمنټ په اوږدو کې ګڼې لوبې ډېرې نږدې یعنې په کم توپیر پای ته ورسېدې او څو لوبډلو د ۲۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې، چې دا د شل اووریز کرېکټ د پرمختګ څرګندونه کوي.
۲۰۲۵ کال آی پي اېل سیالۍ په منځ کې د امنیتي خطرونو ښکار هم شوې چې یو څو سیالۍ یې وځنډېدې او هم یې پایلوبه له خپلې نېټې وروسته ترسره شوه خو بیا هم په منظم ډول پای ته ورسېد.
د IPL نوې څېره د لوبغاړو د اخیستو تخنیکي ارزونه؛
د ۲۰۲۵ کال د IPL یو له تر ټولو مهمو ځانګړنو څخه د ۲۰۲۶ کال لپاره لوبغاړو د اخیستو په بهیر کې د ډیټا انالیتیکس او تخنیکي ارزونې پراخ کارول وو. د راتلونکي فصل لپاره ډېری لوبډلو یوازې پر شهرت او دودیزو ریکارډونو تکیه ونه کړه، بلکې د معلوماتو د ژورې شننې پر بنسټ یې پرېکړه وکړه.
د لوبډلو تخنیکي ټیمونو دا ډول معلومات تحلیل کړل چې لوبغاړی په کوم ډول لوبغالي کې ښه لوبه کوي
د کوم توپ اچوونکي پر وړاندې کمزوری یا قوي دی
په فشار لرونکو شېبو کې یې سټرایکریټ څومره وي
د ټپونو امکان او د رغېدو مخینه او د بدن فټنس شمېرې، د توپ اچوونکي د هر اور اقتصادي کچه (Economy) او په ټوله کې د وروستیو فصلونو د کړنو پرتله (Trend Analysis)
د همدې شمېرو او تحلیلونو پر بنسټ:
ځینې کمنام خو اغېزناک لوبغاړي په لوړ قیمت واخیستل شول او ځینې مشهور لوبغاړي ځکه له پامه وغورځول شول چې د لوبډلې له اړتیاوو او ستراتیژۍ سره نه برابرېدل.
دا طریقه ځکه نوې بلل کېږي چې پخوا به انتخابونه تر ډېره د تجربې او شهرت پر بنسټ وو خو اوس پرېکړې د شمېرو، ګرافونو او کمپیوټري ماډلونو پر بنسټ کېږي.
دا بدلون همدارنګه ښيي چې IPL په تدریجي ډول له دودیز انتخاب د علمي او معلوماتمحوره کرېکټ په لور روان دی.
بل لور، سږکال په لیګونو او نړیوالو اېونټونو کې د په زړه پورې اتلولیو په دوام، د اسټرالیا د ښځو بېګ باش لیګ کې هم هوبارټ هاریکنز لوبډلې د دغه لیګ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله او همدارنګه د انګلېنډ په مشهورو کاونټي کورنیو کرېکټ سیالیو کې هم ناتینګمشایر لوبډلې وروسته له لسو کلونو د اتلولۍ جام وګاټه.
