راشد خان: له همغه باور سره راغلي یوو چې په هند کې مو په یو ورځني نړیوال جام کې درلود

 

ټاکل شوې راشد خان په سږني شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشري وکړي.

نوموړي په خپلې وروستۍ مرکه او د نړیوالې شورا خبري کنفرانس کې د لوبغاړو د چمتووالي او لوبو ګټلو ته د کلک هوډ په اړه یو لړ څرګندونې وکړې.

راشد خان باوري دی چې د لوبغالو ویشتنځای د افغان لوبډلې سپېنرانو ته جوړ دی، د هغه په باور څو لوبغاړو په کارابېین لیګ سیالیو کې ګډون کړی او د دغه ځای له هوا او ویشتنځای سره بلد دي نو کولی شي د مخالفو لوبغاړو لپاره لوبه کول سخت کړي.

ښاغلي خان د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې زموږ لپاره مهمه لومړنۍ لوبه ده چې څه رنګ یې کولی شو ځکه په وینا یې په شل اوریز کرېکټ کې د لوبې تر وروستۍ شېبې بایلل او ګټل معلوم نه وي، ښایي کمزورې لوبډله پر پیاوړې غالبه شي.

بل لور راشد خان له کرېک انفو سره په مرکه کې ویلي، چې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د وتلو لپاره د لوبغاړو ترمنځ پر ځان باور وجود لري.
موږ مخکې هم څو ځل په شل اوریز فارمټ کې ویسټ انډیز مات کړی، په یو ورځنۍ لوبو کې مو هم مات کړی او تر ټولو مهمه دا ده چې زموږ څو لوبغاړي د ای پي اېل سږني پړاو کې ولوبېدل چې دا د نړیوال جام لپاره ښه چمتووالی وو.

خان هیله لري چې افغان لوبډله همغه پر ځان باور ولري لکه په هند کې یې چې په یو ورځني نړیوال جام کې درلود.

راشد خان ټینګار کوي چې زموږ لپاره مهم څه دا دي چې موږ په کوم ذهنیت میدان ته ځو، که موږ دا باور لرو چې کولی شو نیوزیلنډ مات کړو، یا ویسټ انډیز مات کړو، نو کله چې دا باور رامنځته شو بیا کولی شئ هره لوبډله ماته کړئ او دا همغه باور وو چې موږ په هند کې په تېر نړیوال جام کې درلود.

د افغانستان او افغانانو ویاړ او په شل اووریز نړیوال جام کې افغان لوبدلمشر راشد خان د لوبغاړو د چمتووالي خبره هم هېره نه کړه.

خان د نړیوالې شورا د خبري کنفرانس پر مهال د خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې لوبغاړي له ګرمۍ سره څنګه دي؟ وویل د دې لپاره چې له ګرمۍ سره بلد شو موږ دووه اوونۍ وړاندې دلته راغلو.

نوموړي همدارنګه خپل مینه وال هم هېر نه کړل او ویې ویل چې زموږ لوبې وختي دي او کله چې مو مینه وال د سهار لمونځ لپاره راپاڅیږي موږ ته به هم دعاوې کوي.

ښاغلي خان په وروستیو ټکو کې د تل په څېر یاده کړه چې موخه یې افغانستان ته خوشالي راوړل دي او له مینه والو یې د بریاوو لپاره د دعاوو هیله وکړه.