په لومړي ځل د افغانستان کوربتوب – د ځوانانو د آسیا جام تاریخي پړاو

نن د ډسېمبر دولسمه په متحده عربي اماراتو کې د ځوانانو اسیا جام سیالیو دولسم پړاو د افغانستان په کوربتوب پیل شو .

دا سیالۍ د آسیا کرېکټ شورا (ACC) له لوري د یوورځنیو (ODI) سیالیو په بڼه په لار اچول کیږي چې په لومړي ځل افغانستان د دې سیالیو کوربتوب کوي او ټولې لوبې د امارتو په دوبۍ کې ترسره کیږي.

یادې سیالۍ  د اتو آسیایي هیوادونو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي . هند تر ټولو ډېر ۸ ځلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده. په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د چټک توپ اچوونکي نوین الحق په لوبډلمشرۍ پاکستان ته په ماتې ورکولو د ځوانانو آسیا جام سیالیو اتلولي ګټلې وه. مجیب الرحمن د ۲۰ وېکټو په اخیستو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.

د افغانستان په ګډون په سږني ځوانانو آسیا جام سیالیو کې هند، پاکستان، بنګلدېش، سریلانکا، نیپال، مالیزیا او اماراتو هیوادونه لوبیږي چې پکې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي دي.

بنګله دېش د تېر اسیا جام سیالیو اتله لوبډله ده، چې د ۲۰۲۴ کال د ځوانانو آسیا جام په پای لوبه کې یې هند ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکولو خپله دوهمه اتلولي وګټله.

ټاکل شوې په دې ټورنمنټ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ډسېمبر په ۱۳مه د بنګلدېش په وړاندې ترسره کړي.

په لومړي ځل د افغانستان په کوربتوب د ځوانانو آسیا جام سیالۍ ترسره کېدل ،د کرېکټ بورډ لویه لاسته راوړنه ده چې د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ او د نړیوالو د باور ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی شي. دغه فرصت به د نوي نسل لپاره د پرمختګ دروازې پرانیزي او افغانستان ته به د کرېکټ په ډګر کې لا لوړ مقام ور وبخښي.

په آسیا جام کې ټولې ترسره کېدونکې ۱۵ لوبې به د ډیسیمبر تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي .