اسټرالیا ته بشري حقونه مهم دي؛ که د نړیوال جام دوه پواینټونه!؟

د بشري حقونو مدافع لوبډله «اسټرالیا» د نړیوال جام د دوه پواینټونو په لټه افغانستان ته پاتې راغله.

اسټرالیا نن د افغانستان پر وخت سهار پنځه بجې له افغان ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

دا په تېر او روان کال کې دویم ځل دی چې یادې دواړه لوبډلې په نړیوالو جامونو کې سره مخامخ کیږي.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ څو ځل لوبې پلان شوې وې خو په هېواد کې د بشري حقونو اوسني وضعیت ته په کتو اسټرالیایي بورډ یادې لوبې لغوه کړې.

اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله ټېسټ لوبه او بیا د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت له امله له افغان لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبلړۍ لغوه کړه.

د اسټرالیا د کرېکټ بورډ له خوا له دې پرېکړې وروسته یاده لوبډله په هند کې د تېر ۲۰۲۳ کال په یو ورځني نړیوال جام کې د نومبر په اوومه له افغانستان سره مخ شوه.

له دغې لوبې وړاندې د افغانستان مخکښ تېز توپ اچوونکي نوین الحق اسټرالیا ته په کنایه آمېزه ډول ویلي وو چې ایا اسټرالیا ته اوس هم د بشري حقونو مسله مهمه ده که د نړیوال جام دوه پواینټونه.

نوموړي په خپله انسټګرام سټوري داسې لیکلي وو چې:
«د دوه اړخیزه لوبلړۍ له انکار وروسته، اوس به په زړه پورې وي چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ په نړیوال جام کې هم په خپل دریځ ودریږي او که دوی ته له “بشري حقونو” دوه پواینټونه مهم دي.»

په همدې حال کې په دې لوبه کې بیا اسټرالیا په ډېره سخته له افغانستان وژغورل شوه او د درې وېکټو په توپیر یې لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوله.

له دې ټولو سره سره، د اسټرالیا کرېکټ بورډ د روان کال د مارچ په ۱۸مه اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې په راتلونکې اګسټ میاشت کې ترسره کېدونکې شل اوریزه لوبلړۍ وځنډوله.

یاد بورډ د ځنډولو لامل په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی وضعیت او په نړۍ کې د ښځینه وو د کرېکټ وده په ګوته کړې وه.

د تل په څېر بیا هم د اسټرالیا کرېکټ بورډ دا پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه.

یاد هېواد چې تر ډېره خپل ځان د بشري حقونو مدافع ښیي او حتی دا مسله یې کرېکټ ته هم را دننه کړې له افغانستان سره دوه اړخیزه لوبې نه کوي خو په نړیوالو جامونو کې اتلولۍ ته د رسېدو لپاره د خپلو ارزښتونو له مخې د بشري حقونو مسله له پامه غورځوي او د دوه پواینټونو لپاره له افغان لوبډلې سره مخ کیږي.

بلاخره افغانستان هم د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې اسټرالیا ته سخته ماتې ورکړه او یو ځل بیا یې ور وښوده چې نور افغان لوبډله او لوبغاړي عادي ونه ګڼي.