افغان کډواله ښځینه کرېکټ ملي لوبډله راتلونکی کال خپل لوبیز سفر له سره پیلوي

د افغانستان ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړې چې دا مهال په اسټرالیا کې مېشتې دي، راتلونکی کال خپل لوبیز سفر بیا له سره پیلوي.

د افغانستان کډواله ښځینه ملي لوبډله د اسټرالیا کرېکټ بورډ په ملاتړ منسجمه شوې او له درې کلن انتظار وروسته د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

د افغان ښځو لوبډله د «بې پولې کرېکټ» بنسټ له خوا له جوړې شوې لوبډلې سره د راتلونکې کال جنورۍ میاشتې په دېرشمه لوبه کوي.
دغه بنسټ له ۲۰۱۱ز کال راهیسې ښځینه لوبغاړو ته د لوبو د فرصتونو له برابرولو ملاتړ کوي او اوس د افغان ښځو کرېکټ لوبډلې له ملاتړو څخه هم دی.
د «بې پولې کرېکټ» بنسټ د افغان ښځینه کډوالې لوبډلې راتلونکې لوبې ته د افغان لوبغاړو د وړتیا ښودلو د فرصت په توګه ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ښځینه لوبډلې په جولای میاشت کې د کرېکټ له نړیوالې شورا، د کرېکټ له ملاتړو بنسټونو او اسټرالیا کرېکټ بورډ غوښتي وو چې په اسټرالیا کې ورسره د کډوالو لوبډلې په جوړولو کې مرسته وکړي څو د هغو افغان ښځو او نجونو استازیتوب وکړي چې د کرېکټ کولو هیله لري خو په افغانستان کې یې نه شي کولی.

بل لور د کرېکټ چارو شننونکي د افغان ښځینه لوبډلې بیا منسجم کېدل او د لوبو پیلېدل یې ښه اقدام بولي او ټینګار کوي چې دا کار به په نړیوالې شورا کې د افغانستان دریځ او ځای لا پیاوړی او جوت کړي.