بند امیر که آمو نهنګان؟ د کومې لوبډلې خوا پیاوړې ده؟


بند امیر ښاماران او آمو نهنګانو لوبډلو بلاخره د شپږیزې لیګ نهم پړاو پای لوبې ته لار پیدا کړه او سبا د اتلولۍ معلومولو لپاره سره لوبه کوي.

دواړه هغه لوبډلې دي چې د شپږیزې په پیل او پای کې د نورو لوبډلو په پرتله برلاسې وې.

بندامیر ښامارانو لوبډلې د شپږیزې پیل ډېر زړور او په بریاوو وکړ او آمو نهنګان په پیل کې داسې نه ښکارېدل چې وبه کولی شي پای لوبې ته لار پیدا کړي خو د عظمت الله عمرزي او فضل الحق فاروقي په راتګ سره د دغې لوبډلې توپ وهنه او توپ اچوونه په یو تول برابره شوه او وروستۍ لوبې یې په ښه توپیر وګټلې.

د دغو لوبډلو جوړښت ته په کتو دواړه په یو بل پیاوړي دي، یو خوا د بند امیر ښامارانو لوبډله ده چې لوبغاړي یې هم په توپ وهنه کې مخکې دي او هم توپ اچوونه کې د نوملړ د سر ځایونه لري او بل لور د آمو نهنګان دي چې یوازې د یو فضل الحق فاروقي توپ اچوونه یې هم د بندامیر د ټولو لوبغاړو ځواب ویلی شي او دا راز په توپ وهنه کې د محمد اسحاق، عبدالمالک او زبید اکبري په څېر زړور او بریدګر توپ وهوونکي لري چې د شپږیزې په سږنیو سیالیو کې یې هم د غوره توپ وهوونکو ځایونه خپل کړي.

خو په ټوله کې د بند امیر او آمو نهنګانو وروستیو لوبو ته په پام سره د آمو لوبډلې مورال او روحیه پیاوړې ښکاري ځکه یادې لوبډلې وروستۍ لوبې په جادویي ډول وګټلې او هم په توپ وهنه او توپ اچوونه کې داسې لوبغاړي لري چې د بندامیر له مخکښو لوبغاړو سره چې دا مهال د جدول لومړني مقامونه لري، ډغره وهلی شي.

په همدې حال کې اوس به د دواړو پیاوړو لوبډلو په یو بل برلاسې کېدل او د اتلولۍ ګټل د دوی د لوبغاړو په چمتووالي او ځان باور پورې اړه ولري.