درې اړخیزه لوبلړۍ او د افغان ۱۹ کلنو وروستیو لوبو ته ځغلنده نظر

درې اړخیزه لوبلړۍ او د افغان ۱۹ کلنو وروستیو لوبو ته ځغلنده نظر

درې اړخیزه لوبلړۍ او د افغان ۱۹ کلنو وروستیو لوبو ته ځغلنده نظر

د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله د زمبابوې په کوربتوب د یو ورځنۍ درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره یاد هېواد ته ورسېده.

دغه لوبلړۍ چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کیږي، په کې به د افغانستان، پاکستان او زمبابوې

۱۹ کلن د یو بل پر وړاندې د پایلوبې په ګډون اووه لوبې ترسره کړي.

لوبلړۍ نن د دېسمبر ۲۵مه د افغانستان او زمبابوې په لوبه پیلیږي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ۱۹ کلنو په آسیا جام کې ګډون درلود چې اتلولي یې هم پاکستان وګټله خو د افغان ۱۹ کلنو لپاره یې تجربه په زړه پورې نه وه.

ځکه افغان ځوانانو د ۱۹ کلنو آسیا جام کې دوه لوبې وبایللې، یوه یې وګټله خو سفر یې په ګروپي پړاو کې پای ته ورسېد.
په ټوله کې آسیا جام کې افغانستان متوازن خو له ستونزو ډک سفر درلود. که څه هم بشپړ بریا ته ونه رسېد، خو په بېلابېلو برخو کې یې وړتیاوې ښکاره کړې.

د افغانستان د لوبډلې تر ټولو قوي اړخ توپ وهنه وه. ځوانو توپ وهوونکو وښوده چې د لوړو منډو جوړولو وړتیا لري او کولی شي د فشار لاندې هم هدف ښه ځای ته ورسوي. په ځانګړې توګه، په ځینو لوبو کې انفرادي لوړو منډو د لوبډلې د توپ وهنې ځواک لا جوت کړ.

په مقابل کې توپ اچونه یو څه نابرابره وه. که څه هم افغان توپ اچوونکو په ځینو پړاوونو کې مهمې وېکټې واخیستلې، خو په پوره ۵۰ اورونو کې پر مقابلې لوبډلې د فشار ساتلو کې پاتې راغلل. همدا کمزوري د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د ماتې لامل شوه.

Afghanistan players celebrates the wicket of Sethmika Seneviratne (ACC Men’s U19 Asia Cup 2025)

په ټوله کې، د ۱۹ کلنو آسیا جام کې د افغانستان لوبډلې وښوده چې توپ وهنه یې د پرمختګ په لور روانه ده، خو توپ اچونه یې لا هم د جدي کار ته اړتیا کوي.

د یادونې وړ ده چې افغان ۱۹ کلنو له آسیا جام مخکې د بنګله دېش په کوربتوب د دغه هېواد له ۱۹ کلنې لوبډلې سره دوه اړخیزه او بیا په هند کې د دغه هېواد د ۱۹ کلنو له الف او ب لوبډلو سره درې اړخیزه لوبلړۍ ولوبوله چې په دواړو کې د افغان ځوانانو کارکردګي او پایله ښه وه.

په یادو لوبلړیو کې افغان ځوانانو د مقابلو لوبډلو پر وړاندې په توپ وهنه او توپ اچوونه کې پر فشار ښه کنټرول درلود، په دواړو برخو کې ښه وځلېدل او په لوی توپیر یې بریاوې او په کم توپیر یې ماتې لرلې.