د افغان لوبډلې پر کارکردګۍ د جانتن ټرات څرګندونې

د یوګاناډا پر وړاندې د بریا په اړه جانتن ټرات ویلي، دا د پر ځان باور وده ده چې ښه لوبه مو وکړه.

د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټرات د یوګانډا پر وړاندې د افغانستان له بریا وروسته په خبري کنفرانس کې د پیلیزې جوړې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ او دا را راز د تېز مخکښ توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي د لوبې ستاینه وکړه.

ښاغلي ټرات وویل، د یوګانډا پر وړاندې په بریا سره د رن رېټ وده به، په سي ګروپ کې افغانستان په ښه ځای کې ودروي.

نوموړي زیاته کړې: «فکر کوم چې د اړخونو له کیفیت سره په یو سخت ګروپ کې د نېټ رن رېټ کچه به خپل اغېز ولري. زه د هوا او باران ډېره اندېښنه نه لرم او دا د کرېکټ چارواکو پورې اړه لري خو فکر کوم، چې دا د پر ځان باور یو ډول دی چې موږ لوبه وکړه او پای ته مو ورسوله، فضل الحق فاروقي ډېره ښه لوبه وکړه او له ټولې لوبډلې سره یې مرسته وکړه چې دا ډېره خوشالوونکې ده.»

بل لور د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل لوبې او ملګرتیا په شل اووریز نړیوال کرېکټ کې د دویمې سترې ملګرتیا بنسټ کېښود.

مشر روزونکي د افغانستان پیلیزې جوړې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې زموږ د پیل ملګرتیا واقعاً ښه وه او یو ښه پلېټ فارم یې جوړ کړ خو فکر کوم ښکاره ده چې څومره موږ غوښتل ترې ګټه واخلو په هغه کچه مو ونه شول کولی او دا هغه څه دي چې باید پرې کار وکړو.

ښاغلي ټرات د پیلیزو لوبغاړو له سوځېدو وروسته د پیل منځنیو لوبغاړو د لوبې په اړه هم وویل چې باید یې د پیلیزې جوړې د توپ وهنې بڼې ته دوام ورکړی وی خو دا زموږ ملامتي ده او لا هم داسې څه شته چې موږ یې باید په ښه والي کار وکړو.

په ورته مهال فضل الحق فاروقي له یو څه مودې وروسته بېرته خپلې مخکښې جادویي توپ اچوونې ته را ګرځېدلی.
نوموړي د یوګانډا پر وړاندې د نړیوال جام د لوبې په پیل کې د نهه منډو په ورکولو پنځه وېکټې واخیستې.

ښاغلي ټرات د فضل الحق فاروقي په یادې کارکردګۍ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، نوموړي واقعاً پر خپلې لوبې سخت کار کړی، زه ورته ډېر خوشاله یم، هغه خپل مهارت وښود چې کولی شي خپل توپ سوېنګ کړي او وېکټ واخلي.
دا تل مقابل لوري ته سرخوږی جوړوي او موږ یوې سمې لارې ته سیخوي.

له دې ټولو سره سره افغانستان خپله دویمه لوبه د ویسټ انډیز پر وخت د جون په اوومه او د افغانستان پر وخت د جون په اتمه له نیوزیلنډ سره لوبوي.