د ای پي ایل راتلونکې پړاو لپاره په بولۍ کې د غوره شويو افغان لوبغاړو بیې

 

په پام کې ده د ۲۰۲۵ کال هند پريميرليګ آی پي ايل بولي د  روانې نومبر مياشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نيټه د لومړي ځل لپاره د سعودي په جده ښار کې ترسره شي.

د هند پريميرليګ راتلونکې پړاو بولۍ ته د کورنیو لوبغاړو ترڅنګ ګڼ شمېر بهرنيو لوبغاړو هم نوم ليکنه کړه وه، چې تيره شپه يې له منځه د غوره یا شارټ لېسټ شويو لوبغاړو نومونه او د هغوی لومړي بیې اعلان شوې.

راتلونکې پړاو ای پي ایل ليګ بولۍ ته ۲۹ افغان لوبغاړو هم نوم ليکنه کړې وه، چې له منځه يې ۱۸ تنه غوره شوي او بولۍ ته به وړاندې شي.

خو د دغه ۱۸ غوره شوي لوبغاړي څوک او لومړۍ بیې يې څو دي؟

رحمن الله ګربز چې تير پړاو کې له کلکتې لوبډلې سره وو په ۲کروړه هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې کېږي.

نور احمد کيڼ لاسی سوکه توپ اچونکی نور احمد چې تير پړاو کې د ګجرات لوبډلې سره وو، نوموړی به هم په ۲کروړه هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 وقار سلامخيل به په ۷۵ لک هندۍ کلدارو لومړۍ بیې سره بولۍ ته وړاندې شي.

الله محمد غضنفر چې تير کال هم له اتلې کلکتې لوبډلې سره مل وو، خو په هيڅ يوه لوبه کې ونه لوبول شو دا ځل به ۷۵ لک هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 مجيب ځدراڼ چې له تير يو کال راهیسې له ټپونو رنځیږي او تير پړاو کې د کلکتې لوبډلې له لوري پيرل شوی وو، خو د ټپي کيدو له امله د ای پي ایل ليګ له پيل وړاندې بهر شو او پرځای يې بل افغان ځوان توپ اچونکی غضنفر کلکتې لوبډلې سره يوځای شو، مجيب به دا ځل هم په خپلې لومړۍ بیې ۲کروړه هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 عظمت عمرزي چې تير پړاو کې په لومړي ځل ګجرات لوبډلې سره مل وو، دا ځل به هم په ۲کروړه هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 نوين الحق چې د دغه ليګ په تيرو دوه پړاونو کې له لک نو سوپر جاينټز سره وو، خو راتلونکې پړاو ای پي ایل ليګ کې به بيا په ۲کروړه هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 محمد نبي چې تير پړاو کې له ممبي اينډينز لوبډلې سره مل وو دا ځل به په يونيم کروړ هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 ګلبدين نايب چې تيرکال له ډهلي کپيټلز لوبډلې سره وو دا ځل به هم په خپلې لومړۍ بیې ۱کروړ هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې شي.

 فضل الحق فاروقي چې په تيرو دوه پړاونو کې له سنرايزرز حيدراباد لوبډلې سره پاتې وو، دا ځل هم بولۍ ته غوره شوی او لومړۍ بیه يې دوه کروړه هندې کلدارې ده.
په نورو افغان لوبغاړو کې بیا صديق اتل، ظاهر خان، ابراهيم ځدران، نجيب ځدراڼ، کريم جنت، قيس احمد او ننګیال خروټي ټولو لومړنۍ بیې ۷۵ لکه هندي کلدارې دی، خو د افغان لوبغاړو له منځه يوازې د ځوان چپ لاسي چټک توپ اچوونکي فريدون داودزي لومړنۍ بیه ترټولو کم ۳۰ لکه هندۍ کلدارې ده.