د ملي اتلانو ترمنځ سترې کورنۍ سيالۍ 

 

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر پر بنسټ، دغه بورډ غواړي د میرویس نیکه له درې ورځنیو سیالیو وروسته د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس(څلور ورځنۍ) سیالۍ پیل کړي چې د مهالوېش له مخې به د روان کال د مې میاشتې له پنځمې د جون تر ۲۲مې نېټې پورې د ننګرهارولایت پر دوو نجيب تره کي او غازي امان الله خان کرکټ لوبغالو دوام ومومي، چې ويل کيږي وروستۍ څلور لوبې به يې په ژوندۍ بڼه همخپرې شي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري افغانستان کرکټ بورډ ته د بشپړ غړیتوب ورکولو سره، د دغه شورا له لوري د کورنيوفرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو اجازه هم ورکول شوه او د هيواد د پنځه زونونو د لوبډلو له لوري د دغه سترو سياليو پيل وشو او لومړیپړاو يې په ۲۰۱۷ز کال کې ترسره شو، چې د بندامیر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیده.

له هغې وروسته دا سیالۍ هرکال ترسره کيږي، خو په دې وروستیو کې يې د لوبډلو شمير له پنځو څلورو ته راکم شوی او د زونونو پرځایورته نور نومونه غوره شوي دي.

سږ ۲۰۲۵کال کې به يې هم څلور «هندوکش سټرايکرز، ماهيپر سټارز، ميوند چمپينز او پامیر ليجنډز» لوبډلې ګډونوالې وي.