د پکتیکا له خونړۍ پېښې وروسته د کرېکټ بورډ سخت غبرګون

افغان کرېکټ بورډ د بېګناه افغانانو او شهیدو لوبغاړو د وینې په درناوي د پاکستان پر وړاندې سیریز لغوه کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ، نومبر میاشت کې له پاکستان او سریلنکا سره ترسره کېدونکی درې اړخیز سیریز لغو کړ.

کابل، کندهار او خوست کې له هوایي بریدونو وروسته تېر ماښام د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو په ظالمانه بریدونو کې د کلب کرېکټ درې تنه ځوانو لوبغاړو په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۱۳ نور یاد ټپیان شول.

د پاکستاني پوځ الوتکو په ارګون ولسوالۍ کې د ملکي وګړو  کورونه په نښه او ګڼ شمېر هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل.

د پېښې وروسته افغان کرېکټ بورډ پدې ظالمانه بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستاني پوځ دا وحشیانه عمل یې په کلکو ټکو وغنده او د لوبې لغوه کولو اعلان یې وکړ.

د کرېکټ بورډ په وینا په دغه ظالمانه پېښه کې د کبیر آغا، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر بېګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه کړی. کبیر آغا تېره ورځ لوبه کې د غوره لوبغاړي اېوارډ هم ترلاسه کړی وو.

د خپور شوي خبر په اساس دا لوبغاړي د پکتیکا ولایت مرکز شرنې کې د یوې سیمه ایزې لوبې له ختمېدو وروسته ارګون کې د دمې لپاره سره یوځای راټول شوي وو چې د پاکستاني پوځ وحشیانه برید ښکار شول .

کرېکټ بورد دا برید د لوبغاړو او د کرېکټ کورنۍ لپاره ستره ضایع بللې، دې برید ته په غبرګون کې او د شهیدو شویو لوبغاړو او ټپیانو ته د درناوي په موخه یې له پاکستان سره د نومبر میاشت کې د پلان شوو لوبو له کولو انکار وکړ.

د کرېکټ بورډ وروسته د ملي لوبډلې ډېریو لوبغاړو هم د دې برید په تړاو تُند غبرګونونه ښکاره کړي او خپلې خواشینۍ یې څرګندې کړي دي.

د کرېکټ د نړۍ ستوري لوبغاړي راشد خان د برید د غندلو سره سره په خپل اېکس پاڼې لیکلي: « په افغانستان باندې د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله  خواشینی یم. یوه غمیزه چې د ښځو، ماشومانو او د کرکټ د هغو ځوانو لوبغاړو ژوند یې واخیست چې په نړیوال ډګر کې یې د خپل ملت د استازیتوب خوب یې لیدلی و»

د راشد خان په وینا «د ملکي زیربناوو په نښه کول په بشپړ ډول غیر اخلاقي او وحشیانه کړنه ده . او دا غیر عادلانه او غیرقانوني کړنې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي».

په ورته مهال راشد خان د کرېکټ بورډ لخوا د درې اړخیز سیریز د لغو کېدو له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې« د هغو بې ګناه افغانانو وژل کېدو ته په کتو، زه د افغانستان کرکټ بورډ لخوا له پاکستان سره د ترسره کېدونکو لوبو د لغوه کېدو له پریکړې هرکلی کوم او  په دې سخت وخت کې د خپلو خلکو سره ولاړ یم، زموږ ملي وقار باید له هرڅه مخکې وي».

د راشد ترڅنګ محمد نبي هم دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شـهادت خبر راته خورا دردوونکی و، چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې نه وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول.

دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان ، د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.»

چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي هم د بېګناه خلکو شهیدول یو ستر او نه بښوونکی جنایت بللی او وایي چې “د بېګناه ملکیانو وژل افتخار نه بلکې د بېغیرتۍ آخري حد دی”.

بلخوا د ملي لوبډلې بریدګر توپوهونکي رحمن الله ګربز د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ د خدای ناترسه دښمن د ذلیله کېدو دعا کړې.

ځوان لوبغاړي ننګیال خروټي هم په ملکي وګړو برید او د بېګناه افغانانو وژل وغندل او وایي: «په پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر ملکې وګړو چې د کرکټ لوبغاړي هم پکې شامل وو وحشیانه هوايي برید کړی، چې په دغه برید کې بې‌ګناه ملکي خلک او د کرکټ ځوان لوبغاړي شهیدان شوي دي — هغه زړونو چې د خپل وطن د نوم د روښانه کولو خوب یې لیده، نن د پردیو د بمونو ښکار شول.»

خروټی وایي “دا برید نه یوازې د افغانستان د خاورې سپکاوی دی، بلکې د انسانیت، ورزش او سولې پر وړاندې ښکاره ظلم دی”.

نوموړي د پاکستان دا برید ظالمانه عمل وبله، او په وینا یې نړۍ باید د پاکستان دا ترهګري وویني او په وړاندې یې غبرګون وښيي.

د نوین الحق، فرید ملک، الله محمد غضنفر، شفیق الله غفاري، ګلبدین نایب، آفتاب عالم، حمید حسن، محمد اسحاق او حشمت الله شهیدي تر څنګ صدیق الله اتل هم په بېګناه افغانانو د پاکستان د تېرې شپې برید غندلی او وایي دا ډول غیر انساني کړنې باید له پامه ونه غورځول شي او ټولو لوبغاړو د افغانستان د کرکټ بورډ د وروستۍ پرېکړې څخه ملاتړ وکړ.

یاد خونړي برید ته په غبرګون کې پخواني لوبغاړي کریم صادق په کابل کې د پاکستان هېواد د سفارت د تړل کېدو او کرېکټ بورډ کې د موجودو پاکستاني روزونکو د لرې کېدو غوښتنه کړې .

د لوبغاړو تر څنګ د بشري حقونو نړېوال سازمان هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې په ملکي وګړو دا ډول بریدونه د بشري حقونو له منشوره جدي سرغړونه ده.

په وروستیو کلونو کې یو شمیر هېوادونو افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په پلمه له افغان لوبډلې سره د لوبو له کولو انکار کاوه نو ځینو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې “ اوس به وګورو کومې لوبډلې په ریښتینې توګه د بشري حقونو پروا کوي او لدې برید وروسته د پاکستان لوبډله له لوبې کولو منع کوي.”

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال د پخوا په پرتله ترینګلې شوې چې د اکټوبر میاشتې په نهمه نېټه پاکستاني پوځیانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په سرحدي سیمو کې جګړې پیل شوې.

بلخوا هندي مبصر ډیوینډر کمار دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:«نور بس دی.

د افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید له پامه ونه غورځول شي.

د کرېکټ نړېواله شورا، بشري حقونو نړېوال سازمان او د بخښنې نړېوال سازمان باید پدې هکله پرېکنده اقدام وکړي..»

په نړیوال جام کې د افغانستان مېنټور اجې جډیجا هم خپل د خواشینۍ مراتب وړاندې کړي او وایي” د افغانستان پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونو وحشتناک خبرونه مې واورېدل چې پکې د ماشومانو او هغو کرکټ لوبغاړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په راتلونکي کې یې د افغانستان د استازیتوب خوبونه لیدل.”

همدارنګه راشد خان له خپلو ټولنیزو رسنیو څخه پې اِس اېل کې د خپلې لوبېدونکې فرنچایز لوبډلې لاهور قلندرز نوم هم لرې کړی دی. 

د ځوان افغان کرېکټرانو له شهادت وروسته د افغانانو سربېره ډیر شمیر هندیانو د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې لدې وحشیانه برید وروسته پاکستان کرېکټ بورډ دې له لوبو کولو بند کړي هغوي وایي د بې ګناه افغان کرکټ لوبغاړو وژنه باید د پاکستان د نړیوالو لوبو څخه د منع کولو لپاره کافي  وي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بهرنیو هېوادونو په منځګړیتوب او د پاکستان په غوښتنه د اوربند اعلان شوی وو خو پاکستان یوځل بیا په افغان خاوره د TTP د وژلو په بهانه ملکي وګړي په نښه او شهیدان کړل.

موده مخکې د هند په وړاندې د پاکستان د ورته عمل وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې زور اخیستی وو چې په کرېکټ لوبډلو یې هم اثر کړی وو.

د بېګناه افغانانو او کرکټ لوبغاړو په وړاندې دا خونړی برید د افغانانو سربېره په ټوله نړۍ په تېره بیا د هندي وګړو لخوا په کلکه غندل شوی او د پاکستان حکومت ددې وحشیانه او ظالمانه کړنې په وړاندې د جدي غبرګون غوښتنه کوي.

د افغان کرېکټ بورډ وروستۍ پرېکړې په تړاو د پاکستان کرېکټ بورډ تر دې دمه څه ندي ویلي .