د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالۍ، د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې ارزونه او لوبې

د ۲۰۲۶ز کال ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د لارموندنې په موخه نن د افغانستان او څلورو آسیایي هېوادونو ترمنځ د غوراوي سیالۍ پیل شوې.

د لارموندنې سیالیو د آسیایي هېوادونو په ډله کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، متحده عربي امارات او نیپال د یو بل پر وړاندېلوبیږي.

دغه سیالۍ نن د نیپال په کوربتوب د افغانستان او عمان ۱۹ کلنو لوبډلو په لوبه پیل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ څو ورځې وړاندې د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ چې په کې ۱۴ داصلي نوملړ او درې د احتیاطي نوملړ برخه دي.

د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره ننګرهار کې په یو تمریناتي او روزنیز کمپ کې ۳۰ لوبغاړي آزمویل شوي وو چې د آزموینې له اړوندې لړۍوروسته ۱۹ لوبغاړي پاتې شول او هغوی ته په خوست کرکټ لوبغالي کې د ارزونې، چمتووالي او تکړښت کمپ په لاره واچول شو.

دویم تمریناتي کمپ یې د مارچ له ۱۶مې تر ۲۶مې ترسره شو چې اوسني لوبغاړي ترې ۱۹کلنې لوبډلې ته غوره شول.

په همدې حال کې له غوراوي سیالیو وړاندې افغان ۱۹ کلنو او نیپال یو ورځنۍ لوبلړۍ ولوبوله چې په کې افغان لوبډلې ښه کارکردګيوښوده، لومړنۍ لوبه یې په ستر توپیر وګټله، په دویمه لوبه کې یې که څه هم توپ وهنه چندان نه وه او سیالې لوبډلې ته یې ډېر کم هدفورکړ خو له هدف یې بریالۍ دفاع وکړه او په درېیمه لوبه کې یې د باران له امله د ډي اېل اس میتود له مخې لویه ماتې وخوړه.

د افغان لوبډلې لپاره د لوبلړۍ د ټولو لوبو په توپ وهنه کې یوازې فیصل شینوزاده ۱۱۳ او خالد احمدزي ۸۶ ډېرې منډې وکړې.

همداراز د نورو افغان لوبډلو لکه ملي او الف لوبډلو په څېر د ۱۹ کلنې لوبډلې په توپ اچوونه کې هم د قوت ټکی ورو توپ اچوونه ده چېښه ثابته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۹ کلنې لوبډلې مشر روزونکي ریئس احمدزي هم په دې اړه له ای سي ای سره په ځانګړې مرکه کې پهلوبغاړو ډاډ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې په وروستیو شپږو کلونو کې ښایي دا د افغانستان تر ټولو غوره لوبډله اوسي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې شاید د سږکال ۱۹ کلن حتی د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو د ۱۹ کلنو په پرتله هم ښه وي.

په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان په ۱۹ کلنه لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، فضل الحق فاروقي، نور احمد، صدیق اتل، اسحاق رحیمي او په ۲۲کې د غضنفر په څېر لوبغاړي وو چې اوس یې ډېری په ملي لوبډله کې لوبیږي.

په همدې حال کې د افغانستان او نیپال تېرو لوبو ته په کتو دا مهال په ټولو لوبډلو کې یوازې نیپال د افغانستان سیال کېدی شي او نورولوبډلو ته په آسانۍ ماتې ورکولی شي.

افغانستان د مهالوېش له مخې د اپرېل په ۱۳مه له عمان، ۱۴مه هانګ کانګ، ۱۶مه متحده عربي امارات او ۱۹مه نیپال سره لوبیږي.

له دې ټولو لوبډلو به یوازې یوه لوبډله د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لار پیدا کوي چې له وړاندې ډېر حساب په افغانستان او نیپال کېدی شي.