هند لوبډلې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې په زړهراښکونکې پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
هند او پاکستان د لومړي ځل لپاره د اسیا جام پایلوبه کې د یو بل سره مخامخ شول.
د پایلوبې پچه هند وګتله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.
د پاکستانۍ لوبډلې پیلیزو توپوهونکو ښه پیل واخیست، خو وروستیو کې لوبغاړي یې د ډېرو منډو او ملګرتیا په جوړېدو کې پاتې راغلل. پاکستان د صاحبزاده فرهان ۵۷ او فخر زمان ۴۶ منډو په مټ هند ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
کلدیپ یادو د څلورو ،بومرا، اکسر پټیل او ورون چکروتي هر یو د دوه دوه لوبغاړو په سوځېدو بریالي شول.
هندۍ لوبډلې وکولی شول د لوبې وروستي اوور کې د شیوام ډوبي ۳۳ او تېلک ورما ۶۹ ناسوځېدلو منډو پر مټ پاکستان ته د پنځو وېکټو په شتون ماته ورکړي.
روان ټورنمنټ کې دا دریم ځل وو چې پاکستانۍ لوبډله د هند په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي او ټولو درې لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.
ابیشک شرما د ۳۱۴ منډو په جوړولو د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو مخکښ منډې جوړوونکی او کلدیپ یادو د ۱۷ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي لوبغاړي شول.
دا دریم ځل وو چې هند لوبډلې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورساوه. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال اسیا جام کې د اېم اس ډهوني او ۲۰۱۸ اسیا جام کې د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ هند لوبډله توانېدلې وه چې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورسوي.
ابیشک شرما ۷ لوبو کې د ۳۱۴ منډو په ترسره کولو په یو شل اوریز اسیا جام کې د ډېرو منډو ترسره کولو ریکارډ په خپل نوم کړ. نوموړی شپږم هندی لوبغاړی شو چې په درې پرلپسې لوبو کې یې له پنځوسو ډیرې منډې ترسره کړې.
د شل اوریز اسیا جام سیالیو په یو فصل کې د ډیرو وېکټو اخیستو ریکارډ هم د کلدیپ یادو په نوم شو، تر ده وړاندې د اماراتو امجد جاوید په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړې وې.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ داسې مهال ترسره شوې چې د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې د اپریل ۲۲مې د پهلګام برید وروسته ډیرې شوې وې چې د برید په پایله کې۲۶ هندي سرتیري وژل شوي وو ، له همدې امله ډیرو هندي مینه والو د پاکستان په وړاندې د لوبو نه کولو غوښتنې هم کړې وې.
د دې هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د لوبې په ډګر کې هم د سیاسي ستونزو او اختلافونو اثرات لیدل کېدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې هندي لوبغاړو پاکستاني لوبغاړو ته د لاس ورکولو څخه ډډه وکړه آن تر دې چې لوبډلمشر سوریاکومار د پایلوبې له ګټلو وروسته، د اسیایي شورا او د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي په لاس د ټرافي د اخیستلو څخه انکار وکړ، د نوموړوي په وینا د دا کار یې د هندۍ لوبډلې د لوبغاړو په غوښتنه وکړ.
دا چې هند لوبډلې له محسن نقوي څخه د ټرافي اخیستلو نه انکار وکړ، نوموړي ټرافي او د هندي لوبغاړو مډالونه له ځان سره ویوړل چې دا کار د هند کرکټ بورډ لخوا وغندل شو.
د هندوستان د کرکټ بورډ منشي، دیواجیت سیکیا ، د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ترسره شوې کړنه وغندله او ویې ویل:
“موږ پرېکړه کړې وه چې د اسیا کپ ګټلې ټرافي د ACC د مشر لخوا نه ترلاسه کوو، ځکه هغه د داسې هېواد استازی دی چې دا مهال زموږ سره په شخړه کې دي. خو هغه ددې حق نلري چې جام او مډالونه له ځانه سره یوسي”.
نوموړي ویلي چې د محسن نقوي دا کار ډېر د افسوس وړ او له ورزشي اخلاقو څخه لرې دی او هیله مند دی چې جام او مډالونه ژر تر ژره بېرته هند ته وسپارل شي.
د اسیا جام له ګټلو وروسته د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ( سندور پوځي عملیاتو ) کې یې پاکستان ته د سپورټ په ډګر کې هم ماته ورکړه.
په ورته مهال لوبډلمشر سوریاکومار یادو هم په خپلو خبرو کې وویل چې د اسیا جام څخه ترلاسه شوې خپلې ټولې پیسې هندي پوځ ته ډالۍ کوي.
لدې سره هند لوبډلې وکولی شول د نهم ځل لپاره د اسیا جام اتلولي په خپل نوم کړي.